د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

الکوزی: اړو ته د زکات او خیرات په ورکولو کې د سوداګرو مالي توان کم شوی


ارشیف: په غزني کې اړمنې ښځې او ماشومان
ارشیف: په غزني کې اړمنې ښځې او ماشومان

داسې مهال چې یو شمېر بېوزله کورنۍ د خپل ژوند د وضعیت په اړه ترخې کیسې لري، د سوداګرۍ او صنايعو خونې مسوولان او یو شمېر سوداګر وايي، اړو کسانو ته د زکات او خیرات په ورکولو کې د سوداګرو مالي توان کم شوی دی.

یو شمېر اړمن او بېوزله خلک د خپل ژوند د تريخ وضعيت په اړه کيسې لري.

يوه مېرمن چې دیارلس کسیزې کورنۍ غړې ده او نه‌یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي له ازادي راډیو سره خپل د لوږې او بېوزلۍ درد شريک کړ.

دا مېرمن چې د پروان ولايت اوسېدونکې ده، وايي: "له کوم کال راهیسې چې طالبان راغلي، موږ له ډېرو سختو ستونزو سره مخ يو. اوس تر دې ځای رسېدلي يو چې د شپې مې د خپلو دوو تنو ماشومانو مخې ته تلخان کېښودل ترڅو راباندې ګاونډيان پوه نه‌شي تر دې حده چې زما ماشومان د وینې پېچ په ناروغۍ اخته شول، ما حتی دومره پیسې نه درلودې چې دوی ته يو دانه ګولۍ واخلم چې تکليف يې ښه شي."

د درېیو ماشومانو مور وجيهه هم وايي چې اوسمهال يې مېړه بېکاره دی او ان خپلې اته کسيزې کورنۍ ته د ډوډۍ پيدا کولو توان هم نه‌لري.

هغې وویل: "اوس مې هم مېړه بېکاره دی، موږ په کور کې اته کسان يو، ۴ ماشومان لرم چې درې یې ناروغه دي. دغه راز د مېړه، مور او خور يې هم له موږ سره دي، تاسو فکر وکړئ چې یو بېکاره کس څنګه د کورنۍ لپاره ډوډۍ پيدا کړي؟"

دا په‌داسې حال کې ده چې هر کال مسلمانان په ځانګړې توګه سوداګر هڅه کوي چې د روژې په میاشت کې د اسلام د څلورم رکن زکات پر ځای کړي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان او یو شمېر سوداګر وايي، په تېرو کلونو کې یې د زکات او صدقو د ورکړې توان درلود، خو سږ کال يې د بېلابېلو لاملونو له امله دا توان کمزوری شوی دی.

د هرات يوه اوسېدونکې چې د مچيو د پالنې او شاتو د توليد په برخه کې سوداګري کوي او نه‌يې غوښتل چې په راپور کې يې نوم واخيستل شي، د بازار پيکه کېدل او د عوايدو د کچې کموالی هغه مهم لاملونه يادوي چې له امله يې سږ کال د تېرو کلونو په پرتله د زکات او صدقې ورکولو توان نه‌لري.

هغه وايي: "کله چې بې‌وله کورنيو ته ګورم، د هغوی خالي دسترخوان ته ګورم، کله چې موږ خپل دسترخوان ته کېنو، ان له ستوني مې ګوله نه تېرېږي، په ډېرې سختۍ هغه خواړه خورم او د دې توان هم نه‌لرم چې همکاري وکړم."

د نجات موسسې مشر رحيمي هم وايي، د عايداتو د کمښت له امله سږ کال د روژې په مياشت کې په اړو کسانو د زکات او صدقوو د وېش توان نه‌لري.

رحیمي وویل: "پخوا الحمدالله موږ د روژې په میاشت کې له روژې مخکې او وروسته، که هغه صدقې وي که زکات وو، ډېرو کورنيو ته ورکول، لږ تر لږه دوی ته مو خوراکي توکي اخيستل او د هغوی تر دروازو مو رسول او ورکول مو، خو سږ کال له بده‌مرغه داسې نغدې پیسې نشته چې موږ څه پرې واخلو او له یو چا سره مرسته وکړو. مسلمانان زنګونه وهي، هغه کسان چې تل به مرستو ته سترګې پر لاره وو."

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي غړی او د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې یو مسوول خان جان الکوزی وايي، سږ کال سوداګرو ته ډېر زيان اوښتي او د دوی زکات د تېرو کلونو په پرتله کم دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي غړی او د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې یو مسوول خان جان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي غړی او د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې یو مسوول خان جان الکوزی

هغه وویل: "ډېری سوداګر چې خپل حسابونه کوي د دوی لپاره یو څه ستونزمنه ده او پرته له شکه چې زکات د خدای حق دی باید ورکړل شي، مګر دا دومره نه‌دي لکه په تېرو کلونو کې، یوازې په کراچۍ کې زموږ سوداګرو تر ۵۶ میلیونو ډالرو زیات د ټرانسپورټ او توقیف په برخه کې تاوان وکړ او د کندهار-بولدک لار له څلورو میاشتو راهیسې بنده وه او دغه سوداګر ډېر زیانمن شول."

زکات چې اړو کسانو ته ورکول کېږي، د یو څه مودې لپاره د دوی ژوند چارې پرې ښه مخته ځي، خو داسې ښکاري چې، سږ کال بېوزلي له دې درکه هم ناهیلي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې، نړیوالو سازمانونو په پرله‌پسې ډول په افغانستان کې د اقتصادي بحران، د بې‌وزلۍ د زياتوالي او لوږې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په‌دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مسوولانو د ترکیې له اناتولی خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د خوراکي توکو نه خونديتوب مخ په زیاتېدو دی.

د دغه سازمان په وينا، د افغانستان یو پر درېیمه برخه خلک چې شمېر یې څه باندې ۱۶ میلیونه تنه دی، له لوږې سره مخ دي چې له دې ډلې درې نیم میلیونه افغانان د خوړو د نه خوندیتوب له بېړنی حالت سره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG