د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

یو ایس آی ډي: طالبان د موسسو مرستو ته د یوې عایداتي سرچینې په سترګه ګوري


ارشیف
ارشیف

د امریکا د متحده ایالتونو نړیواله پراختیايي اداره یا 'یو ایس آی ډي' وايي، طالبان د نړیوالو مرستندویه موسسو مرستو ته د یوې عایداتي سرچینې په سترګه ګوري.

د یادې ادارې لخوا په یو چمتو شوي راپور، چې یوه کاپي یې فارن پالیسي خبري اژانس ته رسېدلې په کې ویل شوي، چې د ملګرو ملتونو مرستې په سیستماتیک ډول د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ځینو کسانو په واسطه اداره کېږي.

فارن پالیسي په خپل یو مطلب کې د دغه راپور ځینې برخې د روانې میلادي میاشتې په ۲۴ مه خپرېږي کړي او ویلي، چې دغه راپور د روان کال په مې میاشت کې د امريکا سولې انسټېټیوټ ته وړاندې شوی دي.

په راپور کې د امریکا متحده ایالتونو نړیوالې پراختیايي ادارې لخوا له افغانستان سره د مرستو د بهیر د مدیریت په اړه د ملګرو ملتونو د وړتیا په اړه شکونه ښودل شوي.

په راپور کې وړاندې ویل شوي له هغې وروسته چې طالبانو په افغانستان کې په دولتي نادولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز ولګاوه ډېری نادولتي ادارې ښځو ته په کور کې د پاتې کېدو لپاره پیسې ورکوي.

د 'یو ایس آی ډي' لخوا په چمتو شوي راپور کې دا هم ویل شوي، چې په افغانستان کې ځینې نادولتي موسسو د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره د طالبانو حکومت د استخباراتو له عمومي ریاست سره یو ډول هوکړه ‌لیکونه لاسلیک کړي.

د راپور په ټکو دغو موسسو دا کار د دې لپاره کړی، چې د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست په افغانستان کې د دوی او ځینو مدني بنسټونو د فعالیتونو څارنه کوي او جزییات یې د طالبانو له مشر ملا هبت‌الله اخندزاده سره شریکوي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح اله مجاهد د امریکا متحده ایالتونو نړیوالې پراختیايي ادارې له‌خوا د جوړ شوي راپور په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د طالبانو د دې راپور په غبرګون کې ځینو رسنیو ته ویلي چې د نړیوالو مرستو یوه افغانۍ هم د دوی بودیجې ته نه ځي.

نوموړي ویلي، دغه ډول راپورونه له افغانستان سره د مرستو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د مرستندویه موسسو د مرستو په اړه دا څرګندونې داسې مهال دي، چې یو شمېر اړمن افغانان بیا د ددغو موسسو لخوا د مرستو بندیدو ته اندېښمن دي.

د پروان او کابل دوه اړمن کسان چې نه غواړي نومونه یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وايي، له تېرو څلور میاشتو راهیسې یې هېڅ ډول مرستې نه دي ترلاسه کړي.

د پروان اوسېدونکي وویل: "په لېست کې یې زما نوم ولیکه، زما د لاسونو شصتونه یې واخیستل. له لسو ځلو نه زیات د شهید څلور لارې ته لاړم، خو مرسته یې راته رانه کړه، دا د دوی کومکونه دي، پیاده تللی یم، هېڅ څوک مې د پوښتنې نه شته."

دغه راز د کابل اوسېدونکی وايي: "اوس سختو مرستو ته اړتیا لرو، د پلار وضعیت مې هم ډېر خراب دی. په کور کې د کار هېڅ څوک نه لرو او په ډېر بد اقتصادي وضعیت کې یاستو. هیچا له موږ سره مرسته نه دې کړې."

ارشیف: په کندهار کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري له اړمنو سره د مرسته شویو توکو انځور
ارشیف: په کندهار کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري له اړمنو سره د مرسته شویو توکو انځور

دوی د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبان ستاسو په سیمه کې دغه مرستې د ځان لپاره مصادره کوي څه ونه ویل، خو ادعا کوي چې په ځلونو یې نومونه په لېستونو کې لیکل شوي خو مرستې بل چا ترې وړي دي.

په ۲۰۲۱ کال کې د اګست په ۱۵مه د تېر جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ راهیسې امریکا د ملګرو ملتونو پر مټ له افغانستان سره شاوخوا ۲ میلیارده ډالره مرسته کړې ده چې د 'یو ایس آی ډي' په وینا، دا مرستې ټولې د افغانانو د لاسنیوي لپاره دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG