د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۶

اروپايي ټولنه: ۲۸.۳ میلیونه افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري


ارشيف: په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان
ارشيف: په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان

اروپايي ټولنه وايي، په روان میلادي کال کې ۲۸.۳ میلیونه افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

اروپايي ټولنه وايي، افغانستان له یوه بې ساري بشري ناورین سره مخ دی او بېړینو مرستو ته اړتیا لري.

یادې ټولنې د طالبانو د واک د مودې د دوهمې کلیزې د پوره کېدو په مناسبت پرون ناوخته خپل خپاره کړي راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې ۲۸.۳ میلیونه افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د یادې ټولنې په راپور کې راغلي، له دې ډلې ۱۷ میلیونه یې له سختې لوږې سره مخ دي او ۷ میلیونه نور د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ او له قطحۍ یو ګام لرې دي.

په راپور کې ویل شوي چې افغانان له چټک اقتصادي سقوط، لوږې او د خورارځواکۍ له ګواښ، انفلاسیون او په ښارونو او کلیو کې د بې وزلۍ له ډېرېدو سره مخ دي.

ارشیف: په کابل کې د یوې بې وزله کورنۍ دسترخوان
ارشیف: په کابل کې د یوې بې وزله کورنۍ دسترخوان

په راپور کې همدا شان راغلي چې د افغانستان د عامې روغتیا سيستم نړېدو ته نېږدې شوی او په دې هېواد کې د ټولنې نیمايي برخه یعنې ښځې او نجونې په عام ژوند کې له فعاليتونو څخه منع شوي دي.

د اروپایي ټولنې په وینا، د بې کارۍ لوړې سطحې او د مهمو توکو په بیو کې دوامداره انفلاسیون د کورني پورونو اوسط لوړ کړی.

په راپور کې ویل شوي چې افغانستان له طبیعي ګواښونو سره هم مخ دی چې فریکونسي او شدت یې د اقلیمي بدلون د اغېزو له امله زیاتېږي.

په ورته وخت کې ځینې اړمن افغانان هم وايي، کارونه نه ورته پیدا کېږي او له دې امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د تخار ولایت یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي د خوراکي توکو د اخیستلو وس نه لري.

هغه وويل: "ملت در په دره دی، پیسې نه شته. که په دوو اوونیو کې کار پیدا شي، په هغه کور ته غوړي او نور توکي اخلم، خو که پیدا نه شي، نو د الله په توکل ګرځم."

د کندهار ولایت اوسېدونکی سید احمد چې له تېرو دوو کلونو راهیسې بې دندې دی او ناوړه اقتصادي شرایط یې رنځوي وايي، پخوا که بې وزلي تر ډېره په کليو کې وه، اوس په ښارونو کې هم زیاته شوې او ګڼ هغه کسان چې لوستي دي، د بې کارۍ له وجې له ډېر بد اقتصادي وضعيت سره مخ شوي دي.

نوموړی وايي: "هغه کورنۍ چې په ښارونو کې مېشتې دي او لوستې هم دي، دا چې اوس دوی په یوه اقلیت بدل شوي، دندې نه لري او په کورونو ناست دي چې د دوی اقتصادي ستونزې هم بیخي ډېرې دي."

د اروپايي ټولنې د راپور په اړه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد خپل غبرګون له ازادي راډيو سره شریک نه کړ، خو تر دې مخکې طالب چارواکي د بشري او اقتصادي ناورین په اړه راپورونه او ادعاوې رد کړې وې او دا یې بهرنی پروپاګند بللی و.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

خو په افغانستان کې اړمنو کسانو او نړيوالو موسساتو په ځلونو په خپلو راپورونو او څرګندونو کې ادعاوې کړې چې په افغانستان کې بشري ناورین ورځ تر بلې پراخېږي او د مهارولو لپاره یې نړيوالې مرستې او د طالبانو حکومت اقدامات کم دي.

یوه اوونۍ مخکې د ناورې د کډوالو شورا هم خبرداری ورکړی و چې که په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستو بودیجه ډېره نه شي، د دې امکان شته چې د خوراکي توکو د مرستو پرواګرمونه به د روان میلادي کال تر پایه پای ته ورسېږي.

که څه هم د بشري او اقتصادي ناورین له امله بېلابېل بنسټونه په افغانستان کې د اړمنو او زیانمنو شمېر په یو څه توپیر سره ښيي، خو د ملګرو ملتونو سازمان بیا ویلي چې دا مهال ۲۹.۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG