د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

آی آر سي: د مرستو په کمېدو سره د اړمنو افغانانو شمېر ۶۰ سلنه زیات شوی


ارشیف: په کابل کې د اړمنو مېرمنو او ماشومانو یو انځور. دوی د یوې نانوايي مخې ته منتظرې دي.
ارشیف: په کابل کې د اړمنو مېرمنو او ماشومانو یو انځور. دوی د یوې نانوايي مخې ته منتظرې دي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بشري مرستو د کمېدو له امله د اړمنو کسانو شمېر ۶۰ سلنه زیات شوی دی.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې 'آی آر سي' په خپل نوي راپور کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، د بشري مرستو د بودیجې له کمېدو وروسته د افغانانو د اړتیاوو د کچې د لوړېدو خبرداری ورکړی دی.

د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، ۳۰ میلیونه افغانان مرستو ته سخته اړتیا لري.

دغه کمېټه په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د بشردوستانه مرستو کمښت د اقلیم بدلون او خدمتونو ته د لاسرسي نشتوالی د افغانانو د اړتیاوو د ۶۰ سلنه زیاتېدو لاملونه بولي.

د دغې کمېټې د راپور له مخې سږ کال دوی له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې ۲۳ سلنه بودیجه ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې تېر کال دا شمېر ۴۰ سلنه و او د روان کال له جنورۍ تر اپرېل میاشتې د بودیجې کموالی د دې لامل شوی چې دوه میلیونه کسان د تېر کال په پرتله لږې بشري مرستې ترلاسه کړي.

'آی آر سي' دا هم ویلي چې په افغانستان کې ۸۰ سلنه اړمن ښځې او نجونې جوړوي.

په افغانستان کې د 'آی آر سي' مدیرې سلما بن عیسی په یوې اعلامیې کې ویلي، هغه خلک چې پخوا یې دندې درلودې او پر ځان بسیا وو، اوس پر بشري مرستو تکیه کوي او ډېری کورنۍ نور خپل د خوړو د تامینولو توان نه لري.

نوموړې دا هم ویلي چې له نن څخه دوه کاله وروسته به د افغانستان اقتصاد له نړیوالو سیستمونو ووځي او ۲۸.۸ میلیونه خلک به بشري مرستو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې په افغانستان کې یو شمېر اړمن کسان له خپلو ستونزو شکایت کوي.

په کندهار کې اړمنې مېرمنې.
په کندهار کې اړمنې مېرمنې.

د غزني ولايت اوسېدونکې صابره وايي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته بې‌کاره او په کور ناسته ده.

د دې په خبره، نوموړې په تېر جمهوري نظام کې پوځي افسره وه او شل زره افغانۍ معاش یې درلود.

صابرې د خپل ژوند د اوسني وضعیت په اړه ازادي راډيو ته وویل: "زموږ اقتصادي حالت ډېر خراب دی، ان مېوه او ترکاري نه‌شو اخیستلای. د ماشومانو زړه کېږي. که ناروغان شي ډاکتر ته يې نه‌شم وړلای، همداسې يې پرېږدو چې خپله ښه شي. د ټولو حالت همداسې خراب دی. ډېری وخت د څو میاشتو کرایه په موږ پاتې کېږي.که نړیواله ټولنه خپلې مرستې ودروي، انساني تلفات به په افغانستان کې زيات شي."

نظیفه هم په کابل کې په یوه خصوصي انسټېټیوټ کې استاده وه چې د طالبانو حکومت له خوا د سلګونو نورو ښځو او نجونو په څېر له کار کولو منع شوې ده.

دا وايي چې کور کې د ډوډۍ ګټونکی نه لري.

هغې وویل: "اقتصادي وضعیت مو ډېر خراب دی ځکه په ۱۱کسیزې کورنۍ کې ژوند کوم. د نظام له بدلون وروسته په کور کېناستم او اقتصادي وضعیت مې لا خراب شو. شرایط خراب دي کار نه پیدا کېږي. د اقتصاد کچه مو مخ په کمېدو ده، ځکه مرسته نه شته، کار نه شته."

د اقتصادي چارو پوه اذرخش حافظي د افغانانو د اقتصادي ننګونو اصلي لامل په سیاسي تعاملاتو کې ستونزې ګڼي.

د اقتصادي چارو پوه اذرخش حافظي
د اقتصادي چارو پوه اذرخش حافظي

هغه وویل: "بنسټیزه ستونزه په سیاسي تعاملاتو کې ده. که یو ځل د سیاسي تعاملاتو غوټه خلاصه شي، دا په یاد ولرئ چې افغانستان به په یو صنعتي، تولیدي او صادراتي هېواد باندې بدل شي."

په افغانستان کې، د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته د ښځو په ګډون ګڼو کسانو له ازادي راډیو سره په مرکه کې په وار وار ادعا کړې چې خپلې دندې یې له لاسه ورکړي او له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ دي.

تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' خبرداری ورکړی و چې د بودیجې له کمښت سره مخ دي او د اکتوبر تر میاشتې پورې به هره میاشت یوازې ۵ میلیونه کسانو سره مرسته وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG