د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۴

ایګلنډ: د ناټو غړو هېوادنو افغانستان د بشري وضعیت په برخه کې یوازې پرېښی


ارشیف: په کابل کې د یوې نانوايي مخې ته منتظرې اړمنې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې د یوې نانوايي مخې ته منتظرې اړمنې مېرمنې او ماشومان

د ناروې د کډوالو شورا د ناټو په غړو هېوادونو نیوکه کړې چې په افغانستان کې له لوږې ځپلو ماشومانو سره د خوراکي توکو مرستې نه کوي.

د ناروې د کډوالو شورا یا 'این آر سي' وايي، د ناټو غړو هېوادنو افغانستان د بشري وضعیت په برخه کې یوازې پرېښی.

د دغې شورا عمومي مشر یان ایګلنډ د دوشنبې په ورځ ناوخته په خپل ټویټر لیکلي، د ناټو هېوادونو په افغانستان کې له لسیزو راهیسې په خپلو پوځي عملیاتو ټریلیونونه ډالره ولګول، خو اوس هغو وږو ماشومانو ته چې د ۲۰۲۱ کال راپدېخوا یې شمېر زیات شوې اساسي بشري مرستې نه ورسوي.

نوموړي په افغانستان کې د بشري وضیعت په تړاو اندېښنه ښودلې او په دې برخه کې یې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د ناروې د کډوالو شورا عمومي مشر یان ایګلنډ
د ناروې د کډوالو شورا عمومي مشر یان ایګلنډ

ایګلنډ داسې مهال دا نیوکه کوي چې د نړیوالو سازمانونو د راپورنو له مخې افغانستان د خوارځواکۍ له خورا لوړې کچې سره هم مخ دی او دغه وضعیت نږدې ۲.۳ میلیونه ماشومان او شاوخوا ۸ سوره زره شیدې ورکوونکې میندې اغېزمنې کړي.

یو شمېر هغه اړمن افغانان هم چې د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي وايي، د کافي خوړو د نشتون له امله یې ماشومان په سختې خوارځواکۍ اخته شوي.

د دوی له ډلې یوه هم د کابل ښار اوسېدونکې نسیمه ده.

نسیمه، چې د دوه ماشومانو مور ده له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د سختې بې‌وزلۍ له امله یې یو ماشوم په خوارځواکۍ اخته شوی دی.

هغې وویل: "دویم ماشوم چې کله پیدا شو زما شیدې نه وي او وچو شیدو د اخیستلو توان مې هم نه درلود، هغه و چې ماشوم مې سوی تغذي شو. شیدې دلته ډېرې قیمته دي، هغه عادي قوتۍ شیدې په ۳۰۰ افغانۍ دي چې زه یې د اخیستلو توان هم نه لرم، د خپلو او وچو شیدو د نشتون له امله زما ماشوم دغسې یو حالت ته ورسېد."

په افغانستان کې په خوارځواکۍ خته یو ماشوم.
په افغانستان کې په خوارځواکۍ خته یو ماشوم.

په افغانستان کې اوسمهال د نسیمې په څېر زرګونه نورې افغان مېرمنې هم شته چې له ورته حالت سره مخ دي.

پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیل وروسته په دې هېواد کې بې‌وزلي او بې کاري اوج ته رسېدلې ده.

د تېرې جولای میاشتې په ۲۱ مه د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا 'یو این ډي پي' په یو راپور کې وویل چې د ۲۰۲۰ کال راهیسي د افغانانو په عاید کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی چې له امله یې اوسمهال د دې هېواد ۳۴ میلیونه اوسېدونکي د خوراکي توکو مرستو ته اړتیا لري.

دغه شان د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا هم د دغې میاشتې په وروستیو کې وویل چې سږ کال په افغانستان کې له ۲۸ ميلیون زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او شپږ ميلیونه نور له قحطۍ یو ګام واټن لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG