د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

افغانستان سره د مرستو کمېدو اندېښنې؛ اوچا: د تېر کال نیمایي هومره پیسې هم نه لرو


بشري مرستو ته په تمه افغان مېرمنې - ارشیف
بشري مرستو ته په تمه افغان مېرمنې - ارشیف

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ( اوچا ) ویلي چې د روان ۲۰۲۳ کال د پاتې میاشتو لپاره، په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو د پلان د عملي کولو په هدف د بودیجې له جدي کمښت سره مخامخ ده.

د ملګرو ملتونو د (ریلییف ویبپاڼې) د راپور له مخې، چې د دوشنبې په ورځ یې خپور کړی اوچا ویلي، د جولای میاشتې تر۳۱ پورې یې یوازې ۷۴۴ میلیون ډالره ترلاسه کړي.

دا د تېر۲۰۲۲ کال د همدې مودې د بودجې په پرتله له نیمایي کمې پیسې دي.

د اوچا په خبره، دغې ادارې هغه مهال ۱،۴۹ میلیارد ډالره بودیجه په لاس کې لرله.

اوچا وړاندې ویلي، د تېرو درېیو کلونو پرله‌پسې وچکالیو ، د بې‌وزلۍ زیاتوالي او د څلوېښتو کلونو جګړو په پایله کې د بشري اړتیاوو شدت د ژمي له پيل څخه مخکې، بېوزلو ته د مرستو رسولو اړتیا جدي کړې ده.

د اوچا په خبره، په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال سیلابونو او زیانونو ته په کتو باید د داسې حالاتو د لاسنیوي لپاره له وړاندې چمتووالی ونیول شي.

دغې ادارې دغه شان په افغانستان د طالبانو لخوا په غیر دولتي ادارو کې د مېرمنو په کار کولو بندیزونو ته هم اشاره کړې او ویلي که دغه محدویتونونه لیرې نه شي، ښايي دغه بهیر له نورو ننګونو سره هم مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې یوشمېر اړمن افغانان د بشري مرستو د نه ترلاسه کولو او دغه شان د ژوند د سختیو شپو، ورځو کیسې کوي.

۳۷ کلن محمد رحیم چې ۶ اولادو پلار دی او په کابل کې لاسي کراچۍ ګرځوي، ازادي راډیو ته وویل، د اوړي په دې ګرمو ورځو کې د پنځو ډوډیو پیسې په اسانۍ، نه شي پيدا کولای.

د نوموړي په خبره، له تیرو ۶ میاشتو راهیسې یې هېڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې او دغې چارې له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

محمد رحیم وایي: "خدای دې زموږ مرسته وکړي، په افغانستان کې هیڅ څوک د مرستې لپاره پیدا نه شو، په کور کې ۸ کسان یوو، یوازې زه کار کوم، زه خپله غریبي کوم، هیڅ څوک هم د پوښتنې نه لرم."

د بشري ناورین شدت مېرمنې او ماشومان تر نورو ډېر اغېزمن کړي - ارشیف
د بشري ناورین شدت مېرمنې او ماشومان تر نورو ډېر اغېزمن کړي - ارشیف

د پروان ولایت اوسیدونکی عالم خان هم وايي، په ډېرو ستونزو ژوند مخته وړي.

عالم خان وايي، د ۷ کسیزې کورنۍ ټول مصرف ورترغاړې دی او دی له سهار تر مازیګره د کار په لټه کې خالی لاس بیرته کورته ستنیږي.

د عالم خان په خبره، وړه خور یې په یوه خصوصي ښوونځي کې ښوونکې ده او میاشتې ۴۰۰۰ افغانۍ معاش ورکوي.

هغه زیاتوي: "په افغانستان کې د ژوند حالت ټولو ته معلوم دی، د خوړولو ډوډۍ په ډیرې سختۍ پیدا کیږي، زه خپله کار نه کوم او خپلې خور سره مې ژوند کوم، زما خور په یوه ښوونځي کې ښوونکې ده د میاشتې ۴ زره افغانۍ معاش ورکوي، د اوسیدو ځای مو هم یو دوکان دی، کور خو بیخي نشته. »

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره ( اوچا ) ګواښ کړی چې که د مرستندویه موسیسو مالي ملاتړ لپاره اغېزناک ګامونه پورته نشي، ښايي په نږدې راتلونکې کې ځینو نورې هغه ادارې هم چې د افغانستان خلکو ته بشري مرستې رسوي د بودیجې له کمښت سره مخامخ شي.

افغانستان ته د خوړو نړیوال پروګرام روانې مرستې - ارشیف
افغانستان ته د خوړو نړیوال پروګرام روانې مرستې - ارشیف

د خوړو د نړیوال پروګرام مرستیال اجرایوي رئیس کارل سکاو د زمري میاشتې په شپږمه نېټه یوې خبرې غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د روان کال د مارچ په میاشت کې دغه اداره اړه شوه چې د بېړنیو مرسته کچه له ۵۷ سلنې ۵۰ سلنې ته راښکته کړي.

نوموړي ویلي، چې د روان کال په مې میاشت کې دوی اته میلیونه اړمنو کسانو ته د مرستو د رسولو وړتیا لرله، خو اوس دا کچه پنځه میلیونه کسانو ته راټیټه شوې او تر اکتوبر میاشتې پورې هره میاشت له ۵ میلیونه کسانو سره مرسته کولای شي.

د نړېوالو راپورونو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې د بې وزلۍ او بیکارۍ کچه تر بل هر وخت ډېره شوې خو طالبانو بیا په وار وار ویلي، وضعیت دومره هم بد نه دی لکه نړیوال چې یې په اړه غږیږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG