د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

په افغانستان کې د روان بشري ناورین اصلي لامل د بودیجې کموالی وبلل شو


 کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستې اخیستو په هیله ولاړې مېرمنې
کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستې اخیستو په هیله ولاړې مېرمنې

د نړیوالو مرستندویه بنسټونو یو شمېر کارپوهان د بودیجې کموالی په افغانستان کې د روان بشري ناورین اصلي لامل ګڼي.

د مرستندویه بنسټونو یو شمېر کارپوهان وايي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ۲۸ میلیونه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري، د بشري مرستو کموالی د دوی د فعالیتونو پر وړاندې لویه ستونزه ده.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې، د پاملرنې د موسسې او د ناروې د کډوالو شورا استازو د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د روان اقتصادي او بشري وضعیت او پر افغانانو د هغه د اغېزو د ارزونې په موخه په یوه ګډه غونډه کې چې د امریکا د سولې انسټېټیوټ په کوربه‌توب جوړه شوې وه، وویل، د طالبانو لخوا د لګول شويو محدودیتونو سره بیا هم له ډېرو افغانانو سره په مرسته توانېدلي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د پالیسۍ، ملاتړ او ارتباطاتو مسوولې سمیرا سید رحمان وویل: "مرستې رسونکي بنسټونو دا ثابته کړې چې مونږ کولای شو، له محدودیتونو سره کار وکړو او لا نورو خلکو ته لاسرسی پیدا کړو، خو هغه څه چې مونږ يې له امله وروسته پاتې شوي یو اړمنو کسانو ته د لاسرسي ناتواني نه ده، بلکې د بودیجې کمښت دی."

په افغانستان کې د وروستیو دوو کلونو بدلونونو ډېر افغانان مرستو اخیستو ته اړ کړي
په افغانستان کې د وروستیو دوو کلونو بدلونونو ډېر افغانان مرستو اخیستو ته اړ کړي

په ورته وخت کې د پاملرنې د موسسې د بشردوستانه ملاتړ سلاکارې ملیسا کورنټ، چې د غونډې بله ویناواله وه، د بودیجې نشتوالی يې یوه لویه ننګونه وبلله او وې ویل، چې له یوې خوا د مرستندویه بنسټونو د ښځینه مرستندویه کارکوونکو د کار پر وړاندې د طالبانو لخوا وضع شوي محدودیتونو او له بلې خوا د بودجې له کمښت سره مخ دي.

هغې زیاته کړه: "هغه وضعیت چې کولای شو ، تعریف یې کړو، د یوې غبرګې تنبيه په شان ده. مونږ باید له هغه محدودیتونو سره چې د طالبانو د مسوولو چارواکو لخوا وضع شوي جوړ جاړی وکړو او په عین وخت کې نوې بودیجې ته لاسرسی نه لرو، چې دا مسئله د افغانستان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره زموږ په پیاوړتیا اغېز لري."

مېرمن کورنټ زیاته کړه چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د راپور له مخې دا مهال په روان کال کې د مرستندویه موسسو د اړتیا وړ له ۳،۲ میلیارده ډالرو څخه، مرسته کوونکو یوازې ۴۷۷،۷ میلیونه ډالره یا ۱۴.۸ سلنه بودیجه یې د جولای تر ۱۲مې پورې چمتو کړي.

په داسې حال کې چې افغانستان له خورا ناوړه بشري ناورین سره مخ دی، د طالبانو حکومت شاوخوا اته میاشتې وړاندې د مرستندویه بنسټونو د ښځینه کارکوونکو پر فعالیتونو بندیز ولګاوه، چې د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمېدو یو لامل بلل کېږي.

په ارزګان کې د نړیوالو بشري مرستو یوه څنډه
په ارزګان کې د نړیوالو بشري مرستو یوه څنډه

درې ورځې وړاندې د خوړو نړيوال پروګرام اعلان وکړ چې د بوديجې د کمښت له امله يې سږ کال اته ميليونه ټنه د مرستو له لېست څخه ايستلي.

دغه پروګرام دا هم ويلي چې د خپلو فعاليتونو د دوام لپاره په عاجله توګه يو ميليارد ډالرو ته اړتيا لري.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د جولای میاشتې راپور په خپرولو سره ویلي چې د مرستو رسولو په بهیر کې د بودیجې کموالي په بېلابېلو برخو لکه؛ تغذیې، روغتیا، زده کړې او د څښاک پاکو اوبو ته په میلیونونه اړمن خلک اغېزمن کړي دي.

د امریکا د سولې انسټېټیوټ، چې په افغانستان کې د بشري او اقتصادي وضعیت د ارزونې په موخه د یوې غونډې کوربه و، وايي د طالبانو د نه په رسمیت پېژندلو له امله د بشري مرستو تمویلونکي د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې له یوې سترې ننګونې سره مخامخ شوي دي.

سرچینه زیاتوي، سازمانونه اړ دي چې له ناپېژانده حکومت سره په جوړجاړي کې مرستې چمتو او حیاتي خدمتونه وړاندې کړي.

یاد انسټېټیوټ زیاته کړې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په دوو کلونو کې د افغانستان اقتصاد له منځه تللی.

دغه انسټېټیوټ ټینګار کړی چې په افغانستان کې د بشري ناورین پر وړاندې باید نړیواله ټولنه روښانه او اغېزمن ځواب پیدا کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG