د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

د امریکا د سولې انستیتوت: د طالبانو بندیزونه او د بشري مرستو کمیدل به افغانستان کې لوږه نوره هم زیاته کړي


د افغانستان یو شمېر بېوزله او مرستو ته ولاړې مېرمنې - ارشیف
د افغانستان یو شمېر بېوزله او مرستو ته ولاړې مېرمنې - ارشیف

پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنېدو د دوه کلنۍ په درشل کې د امریکا متحده ایالاتو د سولې انستیتوت په یوه راپور کې ویلي، چې د افغانستان اقتصاد له ناڅرګند وضعیت سره مخ دی او دې حالت په دې هیواد کې لوږه او بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا ډېره کړې ده.

دې انستیتوت "د طالبانو له حکومت د دوو کلونو په تېرېدو، نوي ټکانونه د افغانستان اقتصاد کمزوری کوي." په نوم په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د کوکنار د کښت بندیز، د نړیوالو مرستو کمېدل او د ښځو په وړاندې د طالبانو وروستي اقدامات به په دې هیواد کې د لوږې کچه لا پسې لوړه کړي.

په دې راپور کې وړاندوینه شوې، چې د اقتصادي کړکیچ او بې وزلۍ له امله ښايي بهر ته د افغانانو د کډوالۍ لړۍ لا پسې چټکه شي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره له هېواده د افغانانو وتل په بېساري ډول زیات شوي
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره له هېواده د افغانانو وتل په بېساري ډول زیات شوي

په راپور کې راغلي، چې طالبانو د تمې خلاف د ځینو ستونزو سره -سره د افغانستان اقتصاد ښه مدیریت کړی دی او په دولتي ادارو کې یې د فساد مخه نیولې ده.

خو په راپور کې ادعا شوې، چې طالبان د خپل حکومت د بقا او پیاوړتیا لپاره کار کوي نه د عامو افغانانو د سوکالۍ لپاره، ځکه د راپور په ټکو دغه ډله په زور واک ته رسېدلې ده.

راپور دغه شان وايي د نویو ارزونو پر بنسټ د افغانستان اقتصادي وضعیت په راتلونکې کې له نورو ستونزو سره مخ کېدونکی دی او په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ د لومړیو میاشتو په څېر به اقتصادي حالت څه ناڅه خراب شي.

په راپور کې راغلي دي، چې د دې هیواد اقتصاد په اوس وخت کې تر ډېره په دې پورې تړلی چې ایا له افغانانو سره نړیوالې مرستې په یو ځل کمیږي او که د وخت په تېرېدو سره به د مرستو کچه کمه شي.

راپور وايي دغه شان د کوکنارو د کښت بندیز به په دوهم کال څنګه عملي کیږي او دا چې ایا طالبان به پر ښځو محدودیتونه لا پسې ډېر کړي او که په دې برخه کې به مثبت بدلون رامنځته شي.

د طالبانو لخوا د کوکنارو د فصلونو د اړولو کمپاین
د طالبانو لخوا د کوکنارو د فصلونو د اړولو کمپاین

د امریکا د سولې انستیتوت په راپور کې راغلي، که څه هم د افغانستان د ناخالصو تولیداتو اندازه لګول سخت دي، خو اټکل کېږي چې د ۲۰۲۱ کال کې له سقوط وروسته د افغانستان د ناخالصو تولیداتو کچه ۲۰ سلنه راښکته شوې چې په دغه بې وزله هیواد کې یې لوږه او محرومیت نور هم زیات کړی دی.

په همدې حال کې یو شمېر اړمن افغانان د خپلې سختې بې وزلۍ او بې کارۍ کیسه کوي.

د ختیځ ولایت ننګرهار یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې په دې راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل: "اقتصادي وضعیت خراب شوی دی، کله وړه په قرض راواخلو کله غوړي، کار او روزګار نشته، نو شته وضعیت ټول سخت خفه کړی یو او خلکو ته یې رواني ستونزې پیدا کړي دي."

د پلازمېنې کابل اوسېدونکي نوروز هم له بې کارۍ سر ټکوي.

کار ته په تمه یو شمېر افغانان، وایي په ورځو- ورځو کار نه ورته پيدا کیږي - ارشیف
کار ته په تمه یو شمېر افغانان، وایي په ورځو- ورځو کار نه ورته پيدا کیږي - ارشیف

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "په اونۍ کې یو ورځ کار وي نور نه وي، دا یوازې په ما نه ده، چې زه ووایم زما وضعیت خراب دی، د ټولو همدا حال دی، امنیت ښه دی خو بې کاري بیخي زیاته شوې ده."

پر افغانستان د طالبانو د بیاځلې واکمنېدو راهیسې چې نږدې دوه کاله یې پوره کیږي، په دې هېواد کې بې وزلي او بې کاري په بې سارې ډول زیاته شوې ده.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو ایف پي په یو راپور کې وویل چې په افغانستان کې له لسو کورنیو نهه یې د خوړو لپاره کافي توکي نه لري، او شاوخوا ۲۰ میلیونه وګړي د شپې په لوږه ویده کیږي.

له دې وړاندې د تېرې چهارشنبې په ورځ د ناروې د کډوالو شورا ویلي وو، چې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د خوارځواکۍ وضعیت اضطراري حالت غوره کړی دی چې اوس مهال ۱۵.۲ میلیونه افغانان په لوړه کچه د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دي.

ګڼو نورو نړیوالو سازمانونو هم په افغانستان کې د اقتصادي ناورین راپورونه ورکړي او ویلي یې دي که له افغانانو سره مرستې ونه شي نو په دې هیواد کې به انساني ناورین رامنځته شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG