د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

اروپایي ټولنه او امریکا:د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ته اندېښمن یوو


یو شمېر افغان ښځینه معترضانې - تصویر له ارشیفه
یو شمېر افغان ښځینه معترضانې - تصویر له ارشیفه

د افغانستان په چارو کې د امريکا، کاناډا، اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ايټاليا، جاپان، ناروې، برېتانيا او امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړيو استازو، د سه شنبې په ورځ، د ايټاليا په پلازمېنې روم کې، د اکتوبر میاشتې د ١٨ نېټې ناستې وروسته، د افغانستان اوسني حالت په اړه یوه ګډه اعلامیه خپره کړه.

په دغه ګډې اعلامیې کې د بشري وضعیت، اقتصادي وضعیت، د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون بشري حقونه، د یوه ټول شموله حکومت نه شتون، د یو شمېر ترهګرو ډلو شتون او په افغانستان کې د اقلیم بدلون ستونزو ته اشاره شوې ده.

د بېلابېلو هېوادونو دغو ځانګړو استازو په افغانستان کې د بشري مرستو د اړتیاوو زیاتوالي ته په اشارې سره، افغانستان سره د مرستو د کموالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د افغانانو لپاره یې د مرستو د زیاتوالي غوښتنه کړې.

په اعلاميه کې دا هم راغلي چې د افغانستان په لوېديځ کې مرګونې زلزلې، بشري او روغتيايي مرستو ته اړتيا زياته کړې ده.

د ملګرو ملتونو د تازه شمېرو له مخې، دا مهال په افغانستان کې ۲۹،۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

یو شمېر اړمن افغانان وايي، ژوند یې په بشري مرستو پورې تړلی دی.

د غور ولایت اوسیدونکي، جعفر ازادي راډيو ته وویل:

"زمونږ د کورنۍ غړي زیات دي او يوازې زه کار کوم. اقتصادي وضعیت مې ډیر خراب دی، له هغې ورځې نه چې طالبان راغلي سل روپۍ عاید نه لرم، ژوند همداسې تیریږي."

بل خوا په هرات کې د وروستۍ زلزلې څخه زیانمن شوي خلک وايي، چې ټول ژوند يې له خاورو سره خاورې شوی او خپلې شپې، ورځې په بهر کې تېروي.

زلزله ځپلې، فاطمه ازادي ته وايي:

"زلزله چې وشوه، کور مو وران شو. دوه کسان مړه شول او میړه مې هم په روغتون کې دی. زه نن سهار هغه سره وم. دلته يې يواځې راته يوه خیمه راکړې، بل هيڅ مرسته راسره نه ده شوې."

د هرات یو شمېر زلزله ځپلي
د هرات یو شمېر زلزله ځپلي

يوه بله زلزله ځپلې، ليلما وايي، له هغې ورځې راهيسې چې کور يې د زلزلې له امله ويجاړ شوى، سکون نه لري.

هغه زیاتوي:

" ٢٠ ورځې کیږي چې یو ګیلاس چای مې هم نه دې څښلي. هغه ورځ مو چای څښه، چې کور مو وران شو. نور په هیڅ ځای کې سکون نشته."

د افغانستان په چارو کې د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډه اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې له ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او فرهنګي برخو څخه د ښځو او نجونو د حذفولو لپاره د طالبانو تګلارې په ځانګړي ډول د هغوی پر تعلیم او کار بندیز د افغانانو له حقونو او نړیوالو مکلفیتونو څخه سرغړونه ګڼل کیږي.

د طالبانو حکومت لا تر اوسه د دې اعلامیې په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې ادعا کړې وه چې د دوی حکومت ټول ګډونه دی او د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

دغو ځانګړو استازو له طالبانو سره د اړیکو د نه عادي کولو په ګډون د افغانستان په اړه پر نړیوال یووالي ټینګار کړی.

دوی دغه شان د طالبانو لخوا د یوه ټول ګډونه حکومت پر جوړولو او د ملي او هر اړخیزو مشورو او د ملګرو ملتونو او اسلامي همکاریو سازمان په مشوره د یوه اساسي قانون پر چمتو کولو ټینګار وکړ.

د دې اعلامیې ګډونوالو ویلي، چې په افغانستان کې مشروع او ټول ګډونه حکومت نشته او د اقتصادي، سیاسي، امنیتي وضعیت او پر ښځو د بندیزونو له امله کډوالۍ زیاته شوې ده.

په اعلامیه کې، د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتل شوي چې له افغان کډوالو سره لازمه همکاري وکړي.

مخکې تر دې نړیوالو سازمانونو او بېلابېلو هېوادونو هم، په افغانستان کې د بشري وضعیت او بشري حقونو د سرغړونو په اړه اندېښنه ښودلې او په وار- وار یې له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو سرغړونې بس کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG