د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

له ۲ میلیونه افغان بېوزلو سره د مرستو دریدل؛ بابا کریم:کراچۍ تشه ګرځوم، کار نشته، کور کرایي او بچیان مې فلج دي


تصویر له ارشیفه، یو شمېر افغان بېوزلان د مرستو ترلاسه کولو پر مهال
تصویر له ارشیفه، یو شمېر افغان بېوزلان د مرستو ترلاسه کولو پر مهال

" ستونزې زیاتې دي. کور مو کرايي دی، د میاشتې پنځلس سوه افغانۍ. بچیان مې فلج دي او د کار کولو بل څوک هم نه لرو. "

بابا کریم په پلازمېنې کابل کې د پنځو بچیانو پلار دی چې له بې وزلۍ او فقر کړیږي.

هغه د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې پخوا یې ژوند نسبتا ښه و خو اوس یې وضیعت ډیر بدل شوی دی.

نوموړی وایي:

" کراچي واني کوم. له سهاره تر ماښامه پر سړکونو ګرځم. کاروبار اصلا نه شته. مخکې ښه وو. پیسې وې خلکو خرید و فروش کاوه، خو اوس ټوله ورځ ممکن ۱۵۰ افغانیو کار وکړم هغه هم که پیدا شي. ډیر اندیښمن یم، د شپې له انديښنو خوب نه راځي، راتلونکی به مو څه کیږي؟ "

بابا کریم د هغو میلونونو افغانانو څخه دی چې بشري مرستو پورې یې هېلې تړلې دي.

هغه وايي په روان میلادي کال کې یې دوه ځلې د ملګرو ملتونو د خوراکي موادو د پروګرام څخه مرستې ترلاسه کړې دي چې دده او بچیانو لپاره یې یوه هېله وه، خو اوس یې په وینا د هغې مرستو درک هم نه شته.

د ملګرو ملتونو د خوراکي موادو نړیوال پروګرام چې ګن اړمن او له لوږې سره مخ افغانان یې تر پوښښ لاندې دي نن یې وویل، اړ شوي چې دوه میلونه نورو افغانانو ته هم مرستې بندې کړي.

د نړیوال خوراکي پروګرام د مرستو کمیدو خبرداسې مهال ورکړل شوی، چې افغانستان کې فقر او بېوزلي په زیاتیدو دي او د مرستو اړتیا زیاتیږي
د نړیوال خوراکي پروګرام د مرستو کمیدو خبرداسې مهال ورکړل شوی، چې افغانستان کې فقر او بېوزلي په زیاتیدو دي او د مرستو اړتیا زیاتیږي

له دې سره د هغو اړو افغانانو شمېر لس میلونه وګړو ته ورسید چې ددې کال د پیل راهېسې ورته د خوراکي موادو دا نړیوال سازمان خپلې مرستې بندوي. دا سازمان په افغانستان کې د خپلو مرستو د کمیدو سبب د خپلو مالي سرچینو کمی بولي.

په افغانستان کې د خوراکي موادو د نړیوال سازمان مسولې هسیاهو وی لي رویټرز خبري اژانس ته ویلي:

" د مې په میاشت کې مجبور شو چې اته میلونه افغانانو ته خپلې مرستې کمې کړو او په دې میاشت کې دوه میلونه نور هم کموو. یعنې لس میلونه هغه کسان چې اړمن دي او مخکې مو ورته مرستې رسولې له دې وروسته به په لوږه ویده کیږي. "

مېرمن لي په افغانستان کې د راتلونکې ژمي لپاره سخته اندیښنه وښوده او ویې ویل چې په ډیرو کمو سرچینو به په ژمي کې اړو افغانانو ته د بشري مرستو رسول ستونزمن وي.

د خوراکي موادو نړیوال سازمان وايي، د دوی د مرستو په سلو کې شل یې هغه ښځې دي چې د خپلو کورنیو لپاره ډوډۍ ګټونکي دي.

په افغانستان کې د ښځو پر کار او نجونو پر زده کړو د طالبانو د حکومت محدودیتونه او همدارنګه د بشري حقونو څخه سرغړاوي یې ددې سبب شوي، چې تر اوسه د نړۍ هیڅ هېواد په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

د 2021 م کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له بیا رسیدو سره سم، ګڼو نورو مرستندویه سازمانو او بسپنه ورکونکو هېوادونو هم افغانستان کې خپل فعالیتونه یا بند کړي او یا یې کم کړي دي.

دا ټول د دې سبب شوي، چې بې کاري او ورسره د هغو افغانانو شمېر هم زیات شي، چې لوږې او فقر سره مخ دي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG