د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

ملګري ملتونه: ۱۵.۲ میلیونه افغانان به د خوړو له ناامنۍ سره مخ وي


ارشیف: په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' وايي، د ۲۰۲۳ کال د نومبر او ډسمبر او دغه شان د ۲۰۲۴ کال په درېیو لومړیو میاشتو کې به ۱۵.۲ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ وي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، وړاندوینه کېږي چې د ۲۰۲۳ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۴ کال تر مارچ میاشتې ۱۵.۲ میلیونه افغانان به د خوړو له ناامنۍ سره مخ وي.

دې سازمان په خپل راپور کې چې تېره ورځ د ډسمبر په ۲۷مه یې خپور کړی، ویلي چې په دې اړمنو کې ۳.۶ میلیونه هغه خلک هم شامل دي چې د خوړو د خوندیتوب په اضطراري مرحله کې دي.

په راپور کې راغلي چې ۴ میلیونه وګړي بیا له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي چې ۳.۲ میلیونه یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، افغانستان لا هم له یو لړ بحرانونو سره مخ دی او په دې هېواد کې بشري وضعیت یې ترینګلی بللی دی.

ځینې اړمن افغانان هم وايي، دا چې ژمی پیل شوی، دوی سره له دې چې د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره سون توکي او ګرمې جامې نه لري، ورسره د خوړو له کمښت سره هم مخ دي.

د کابل یوه اوسېدونکي محمد علي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "نه خپله او نه مې اولادونه د ژمي لپاره جمپر لري. په کور کې لرګي، اوړه او غوړي هم نه لرو. کله د ۸۰ او کله د ۱۰۰ افغانیو غوړي واخلو یا هم له چای سره ډوډۍ خورو. د پخلي لپاره مو په کور کې د هېڅ شي درک نه لګېږي."

په افغانستان کې د داخلي کډوالو د یوه کمپ څنډه. ارشیف
په افغانستان کې د داخلي کډوالو د یوه کمپ څنډه. ارشیف

د افغانستان په جنوب کې یوه ښوونکی هم چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي چې د معاش د ځنډېدو له امله ډېرې سختې ورځې په راغلې دي.

هغه وویل: "باور وکړئ په ما د ژوند دا حالت راغلی دی چې خپل اولادونه او مېرمن مې د خسر کور ته لېږلي دي، ځکه ما نه شوای کولای چې هغوی ته ډوډۍ پيدا کړم."

دا اړمن کسان د طالبانو په حکومت او موسسو غږ کوي چې له اړمنو سره مرستې وکړي.

د 'ډبلیو ایف پي' په وروستي راپور کې هم د نورو اړمنو کسانو ترڅنګ د هرات د زلزلو ځپلیو او له ګاونډیو هېوادونو د وروستیو راستنو شویو یادونه هم شوې چې په وینا یې بشري مرستو ته اړتیا لري.

دې سازمان دا شان ویلي دي، ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري چې په ژمي کې یې د ۷ میلیونه زیانګالو د ژغورولو لپاره مصرف کړي.

که څه هم د طالبانو حکومت چارواکو تر دې مخکې په افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحرانونو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي، خو په افغانستان کې د دوی له واکمنېدو وروسته د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو سازمانونو ادعاوې کړې چې په دې هېواد کې ورځ تر بلې بې وزلي او بشري مرستو ته د اړمنو شمېر ډېرېږي.

د ملګرو ملتونو په وینا په ۲۰۲۳ کال کې څه باندې ۲۹ میلیونو کسانو بشري مرستو ته اړتیا درلوده چې نږدې ۱۶ میلیونه وګړي په کې په دې نه پوهېدل چې د بل وخت خواړه له کومې ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG