د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

د خوړو نړیوال پروګرام: د افغانانو ژوند له خطر سره مخ دی. یوه مېرمنه: د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره د خلکو کورونو کې کالي مېنځم


دوه بېوزله افغانې مېرمنې- تصویر له ارشیفه
دوه بېوزله افغانې مېرمنې- تصویر له ارشیفه

د خوړو نړیوال پروګرام اجراییه رییسه سېنډي مکین وايي، له افغانستانه د وتو نیت نه‌لري، خو بودجې ته اړتیا لري؛ ځکه چې د خلکو ژوند له خطر سره مخ دی.

اغلې مکین پرون په خپله‌ اېکس‌پاڼه د امکاناتو کمي ته اشاره کړې او زیاتوي، د خوړو نړیوال پروګرام اړ شوی، چې یوازې په تېرو شپږ میاشتو کې په افغانستان ۱۰ میلیونه وګړو سره د خوراکي توکو مرسته ودروي.

د هغې له قوله، دا د دوی د ژغورنې یوه وسیله وه چې نوره نه‌شته.

د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې دا هم لیکلي وو، چې دا مهال په ۵۱ هېوادونو کې ۴۰ میلیونه وګړي د بېړنۍ لوږې له بېلابېلو کچو سره مخ دي چې ۱۵ میلیونه یې په افغانستان کې ژوند کوي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام نن ویلي، ورځ تر بلې په دې هېواد کې ښځې د ژغورنې وروستۍ وسیله له لاسه ورکوي.

دا هم پرونی راپور:

د خوړو نړیوال پروګرام: ۱۵ میلیونه افغانان بېړنۍ لوږې سره مخ دي (azadiradio.com)

ډبلیو‌ایف‌پي زیاته کړې،د دې کمښت معنا دا ده چې یو میلیون مېندې او ماشومان به نور د تغذیې په برخه کې ملاتړ و نه لري.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د دې ادارې د بېړنو حالاتو رییسې کیون نان پارک هغه څرګندونې هم خپرې کړې چې وايي، WFP" "په داسې یوه هېواد کې د خوراکي توکو مرستې کموي چې له ۱۵ میلیونه ډېر خلک یې په دې نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه به له کومه کوي.

د بشري ناورین له شدت سره د افغان میندو او ماشومانو د خوارځواکۍ پېښې هم په کمساري ډول زیاتې شوې دي
د بشري ناورین له شدت سره د افغان میندو او ماشومانو د خوارځواکۍ پېښې هم په کمساري ډول زیاتې شوې دي

هغه چې په کندز ولایت کې یې له یوه روغتون لیدنه کړې وايي، همدا روغتیايي مرکز د خوارځواکو مېندو او د دوی د ماشومانو د ژوند ژغورنې درملنې لپاره وروستی او یوازینی فرصت دی.

نوموړي ویلي:

" په افغانستان کې ښځې هره ورځ د خپلو ماشومانو د تغدیې او روزۍ ګټلو په برخه کې فرصتونه له لاسه ورکوي او له عامه ژونده لېرې کېږي. په کندز کې د تغذيې دا کلینیک د خوارځواکو مېندو او د دوی د ماشومانو د ژوند ژغورونکي درملنې لپاره وروستی او یوازینی فرصت دی. دلته مېرمنې د ژغورنې وروستۍ وسیله له لاسه ورکوي، ځکه د خوړو نړیوال پروګرام په داسې یوه هېواد کې د خوراکي توکو مرستې کموي چې له ۱۵ میلیونه ډېر خلک یې په دې نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه به له کومه کوي. "

دا هم ولولئ:

اوچا: بشري مرسته رسوونکي په افغانستان کې لوی خطر سره مخ دي، سږ کال یې ۱۱۳ تنه نیول شوي (azadiradio.com)

د خوړو نړیوال پروګرام د بېړنیو حالاتو رییسه په سمدستي توګه د یو میلیارډ ډالرو غوښتنه کوي، څو د دې له قوله، په ساړه او سخت ژمي له افغانانو سره مرستې وکړي.

په ورته وخت کې یو شمېر بې‌وزلي او اړمن افغانان وايي، بې له خدای بله اسره نه‌ده ور پاتې او نه پوهېږي چې څه وکړي.

غوټۍ چې وړاندې ورسره د خوړو نړیوال پروګرام مرسته کوله او اوس یې لاس‌نیوی نه‌کوي وايي:

"زه څه نه‌شم کولای، د چا مزدوري نه‌شم کولای. د چا منګی وړای نه‌شم او نه څه اخستلی شم، وس یې نه لرم. د الله اسرې ته ناسته یم او بل هیڅوک نه‌لرم. "

د نړیوالو بنسټونو په وینا، افغان میندې او ماشومان د روان بشري ناورین تر ټولو ډېر تاوان ګالي
د نړیوالو بنسټونو په وینا، افغان میندې او ماشومان د روان بشري ناورین تر ټولو ډېر تاوان ګالي

یوه بله مېرمن چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، د یوې ډوډۍ د اخستو توان نه‌‌لري.

هغه وایي:

"تاسې زما له حاله څه خبر یاست. شپه او ورځ مو په فقر، بې‌وزلۍ او بې‌کسۍ تېرېږي. د یوې ډوډۍ اخستو ته احتیاج یوو. د خلکو کورونو کې کالي مینځم. "

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د بې‌وزلۍ د مخنیوي اړوند د دوی د حکومت د پروګرامونو د څرنګوالي په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه.

په افغانستان کې د فقر او بې‌وزلۍ کچه داسې مهال پورته ځي، چې پرون د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني ازادي راډیو ته وویل، د بودجې د کموالي له امله دوی کولای شي په یوه میاشت کې له ۱۵ میلیونو زیاتو اړمنو وګړو څخه یوازې درېیو میلیونو کسانو ته خوراکي توکي ورسوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG