د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

د خوړو نړیوال پروګرام: له ۶ میلیونو زیات افغانان د لوږې لوړې کچې سره مخ دي


یو شمېر لوږې ځپلې افغانې مېرمنې - ارشیف
یو شمېر لوږې ځپلې افغانې مېرمنې - ارشیف

د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو ایف پي وايي افغانستان او سوډان دوه هغه هېوادونه دي چې له ۶ میلیونو ډېر وګړي یې د لوږې له لوړې کچې سره مخ دي.

د دغه ادارې په یو راپور کې چې نن خپور شو راغلي، افغانستان د خوړو له بحران سره د مخو هغو لسو هیوادونو په منځ کې دی چې د نفوس ډیری برخه یې له قحطۍ سره یو ګام واټن لري.

په راپور کې راغلي چې کانګو دیموکراتیک جمهوریت، ناجیریا، سوډان، یوتوپیا، افغانستان، یمن، بنګله دېش، پاکستان، جنوبي سوډان او سومالیا هغه لس هېوادونه دي، چې میلیونونه وګړي یې د خوړو له شدید نه خوندیتوب سره مخ دي.

ډبیلو ایف په تازه خپور کړي راپور کې ویلي دي، چې د تېرې اګسټ میاشتې راهیسې په افغانستان کې د هغه کسانو شمېر ۱۹ عشاریه ۹ میلیونه وګړو ته رسېدلی چې له قحطۍ سره یو ګام واټن لري او دا د دې هیواد د ټول نفوس ۴۶ سلنه جوړوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړیوال پروګرام لا له وړاندې له اړمنو افغانانو سره د مرستو رسولو لپاره د بودیجې د نه شتون خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د بودیجې د نه ترلاسه کولو په صورت کې به له افغانستان سره خپلې مرستې بندې کړي.

دغه سازمان تېره ورځ په خپل ایکس شبکه په یو لنډ بیان کې ولیکل، چې په افغانستان کې د یو بشري ناورین د مخنیوي فرصت له لاسه په وتو دی.

ډبیلو ایف پي ویلي، چې په راروان سخت ژمي کې له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

له دې وړاندې د تېرې اونۍ د چهارشبنې په ورځ د ډبیلو ایف پي اجرایوي مشرې سينډي مکین له 'اې بي سي' نیوز سره په مرکه کې ويلي، چې د خوړو نړیوال پروګرام په خپل ۶۰ کلن تاریخ کې د بودجې له بې‌ساري کمښت سره مخ دی او په افغانستان کې له اکټوبر مياشتې وروسته د مرستو بودیجه نه‌لري.

د ژمي له را رسیدو سره نړیوال بنسټونه د افغان بېوزلانو د وضعیت په اړه تر بل هر وخت زیات اندېښمن دي
د ژمي له را رسیدو سره نړیوال بنسټونه د افغان بېوزلانو د وضعیت په اړه تر بل هر وخت زیات اندېښمن دي

په همدې حال کې یو شمېر اړمن افغانان چې له سختې بې وزلي کړیږي وايي که نړیوالې مرستې بندیږي هغه افغانان چې لا له وړاندې یې ژوند په بشري مرستو ولاړ دی، سختو کړاونو سره به مخ شي.

د ننګرهار یوې اوسېدونکې بسمینې ازادي راډيو ته وویل:

" په افغانستان کې بې وزلي او غریبې بیخي زیاته شوې ده، د ښځو په کار بندیز دی او نارینه وو ته کارونه نه پیدا کیږي، ډیری خلک مسافر شول دا چې د ډېرو کورنیو ژوند په بشري مرستو ولاړ دی که دا مرستې قطع شي نو خلک به له ګڼو ستونزو سره مخ شي."

د کابل ښار یو اوسېدونکی امجد بیا له بې کارۍ سر ټکوي.

هغه ازادي راډيو ته وویل:

" کار نشته، بې روزګاري ده، د ډوډۍ درک نشته، د ژوند چارې ډېرې غیر منظمې روانې دي، ولاکه پوهیږو څه وکړو، بچیان مو وږي دي، په نهاره دي، چوک ته راځو خو څوک مزدوران نه وړي، کار نه کوي."

په افغانستان کې د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل وروسته په دې هیواد کې بې وزلي او بې کاري اوج ته رسېدلي دي.

د تېر میلادي کال په وروستیو کې په بهرنیو مرستندویه موسسو کې د طالبانو له لوري د ښځو په کار د بندیز پرېکړې چې په بهرنیو مرستو یې مستقیم اثر وکړ د بې وزلۍ کچه لا لوړه کړه.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د معلوماتو له‌مخې، اوسمهال په افغانستان کې ۲۹،۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG