د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

په افغانستان کې فقر او تنګ لاسي؛ د کلیوالو سیمو ډېرو استوګنو خپلې وروستۍ شتمنې پلورلي


د افغانستان یوه کلیواله او فقر ځپلې سیمه
د افغانستان یوه کلیواله او فقر ځپلې سیمه

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، د افغانستان په ښارونو کې له هرو درېيو کورنيو څخه يوه يې دا فرصت نه لري چې خپل د ژوند لګښتونه برابر کړي او په کار پسې ګرځي.

دغه سازمان د چارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د افغانستان په کلیوالو سیمو کې کورنیو د لګښتونو د پوره کولو لپاره خپلې وروستۍ شتمنۍ لکه: حاصلات، څاروي او کرنیز وسایل هم پلورلي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې په افغانستان کې د تېرو درېیو کلونو پرلپسې وچکالي د دې لامل شوي چې حاصلات له منځنۍ کچې ټيټ شي او اقتصادي بحران بې شمېره کورنۍ دې ته اړې کړې چې د خپل ژوند د بقا لپاره منفي تګلارې غوره کړي.

دا اعلاميه چې له افغانانو سره د اروپايي ټولنې د ۲۵ میلیونه یورو بشري مرستو په هرکلي کې خپره شوې، د WFP د افغانستان څانګې د مشر هسایو وي لي له قوله په کې لیکل شوي دي:

"په افغانستان کې له ژمي مخکې اړتیاوې ډېرې دي او لوږې یو پر درېیمه برخه وګړي د خوارځواکۍ د اغېزو له لوړې کچې سره مخ کړي دي."

د غورولایت یو شمېر بېوزلۍ ځپلي
د غورولایت یو شمېر بېوزلۍ ځپلي

په اعلامیه کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د بشري مرستو د عملیاتي مشر فرانسوا ګومنز له قوله ویل شوي:

"په داسې حال کې چې افغانستان له زیانمن شوي اقتصاد، ویجاړونکو زلزلو او له پاکستان څخه د کډوالو له جبري ایستلو رنځېږي، په هرو دریو افغانانو کې یو یې په دې نه پوهېږي چې د دوی راتلونکي خواړه له کوم ځای څخه راځي او خلک له سخت ژمي سره مخ دي."

په ورته وخت کې د افغانستان په ښارونو او کلیو کې ځینې اړمن هم وايي چې ګڼې اقتصادي ستونزې لري.

د کابل اوسېدونکی شاه محمد چې کار نه لري، ازادي راډيو ته یې وویل:

"ډېره سخته ده، نه کار او کسب لرو او نه هم څوک کار راکوي، دوه ورځې مخکې د کابل په سرک نو کې یوه شرکت ته ورغلم چې کارتنونه بسته بندي کوي، راته یې وویل چې د میاشتې دوه زره افغانۍ معاش راکوي، خو ضمانت یې غوښت چې څوک او د کوم ځای یم، هغه هم پیدا نه شو. په خدای مجبور یم چې په ۲ زره افغانۍ هم کار پيدا شي، کوم یې."

د فقر شدت سره هم مهاله، په افغانستان کې د مرستندویو ادارو د مرستو بودیجه کمه شوې
د فقر شدت سره هم مهاله، په افغانستان کې د مرستندویو ادارو د مرستو بودیجه کمه شوې

د نیمروز ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرحمن چې بزګر دی، هم وايي په تېرو څو کلونو کې وچکالۍ د ده اقتصاد ډېر زیانمن کړی.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

"شاوخوا شل جریبه ځمکه مې کرلې ده، خو هېڅ ګټه مې په کې و نه کړه، د تراکتور او نورې پسې اوس هم راباندې پاتې دي، زموږ خواته ډېره سخته وچکالي او پرېشاني ده، اوس د خپلو اولادونو لپاره ډوډۍ هم نه لرو، اقتصادي وضعېت مو ډېر خراب دی."

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې بللی و چې میلیونونه وګړي یې د خوړو خوندیتوب نه لري.

تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام هم د اکتوبر په میاشت کې ویلي وو چې ۱۵ میلیونه افغانان نه پوهېږي چې خپل راتلونکی خواړه چېرته ترلاسه کړي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې څه باندې ۲۹ میلیونو افغانانو بشري مرستو ته اړتیا درلوده چې ویل کېږي له پاکستان او ایران څخه د سلګونو زرو کډوالو په جبري ایستلو سره به دغه شمېر نور هم زیات شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG