د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

د اړیکو د پياوړتیا لپاره د اسلام اباد هڅه؛ سوداګریز پلاوی یې نن کابل کې طالبانو سره خبرې کوي


د چمن سپین بولدک لاره چې د افغانستان او پاکستان یوه سوداګریزه لاره ده - ارشیف
د چمن سپین بولدک لاره چې د افغانستان او پاکستان یوه سوداګریزه لاره ده - ارشیف

د پاکستان د سوداګرۍ د وزارت یو پلاوی چې پرون دوشنبې کابل ته ورسېد، نن د طالبانو د حکومت له چارواکو سره خبرې پیلوي.

دا پلاوی، په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې پاکستان تېره اوونۍ د یوه بېساري اقدام په ترڅ کې د افغانستان په خاوره کې څو اهداف چې د پوځي چارواکو په وینا، د پاکستاني طالبانو مرکزونه وو؛ د هوايي حملو په ترڅ کې په نښه کړل او د طالبانو د حکومت ځواکونو یې په ځواب کې د ډیورنډ له کرښې پورې غاړه د پاکستان د پوځ اهداف وویشتل.

د اسوشیتیدپریس خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي چې پاکستاني پلاوي د سوداګرۍ او صنعت وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په بلنه کابل ته سفر کړی.

له دې مخکې د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ ویلي وو چې د دې سفر هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړي کول دي.

شنونکی، طارق فرهادي
شنونکی، طارق فرهادي

په عین حال کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډو خونو یوه مشر، خانجان الکوزي بېګا له ازادي راډیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې د پاکستاني پلاوي سفر به د دواړو هېوادو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت په برخو کې ستونزې اوارې کړي.

هغه زیاته کړه:

" پاکستانی پلاوی د لومړي ځل لپاره له ډېرې مودې وروسته راغی. دا ډېر ښه کار دی او موږ هیله لرو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې او ترانزیتي ستونزې به حل شي. پلاوی نن راورسېد او سرله سبا به د سوداګرۍ او ترانزیت په برخو کې د دواړو هېوادونو د ستونزو په اړه خبرې پیلوي. زه دا په نیک فال نیسم. د موقت حکومت په وخت کې تګ راتګ نه کېده خو اوس چې یو قانوني انتخابي حکومت راغلی هیله من یوو چې دا ستونزې به اوارې شي."

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر وړاندې تل خنډونه وو. د پخوانیو مقرراتو له مخې، افغان لارۍ چلوونکو د پېښور او جلال آباد ترمنځ بې له پاسپورت او ویزو تګ راتګ کاوه خو په دې وروستیو کې پاکستان افغان لارۍ چلوونکو ته د مارچ میاشتې ترپایه مهلت وټاکه چې له هغه وروسته باید ویزې او پاسپورټونه حتما ولري.

پر دې سربېره افغان سوداګر شکایت کوي چې پاکستانی لوری؛ په تېره د میوې په موسم کې د تعرفې په لوړولو سره دوی ته ترانزیتي ستونزې جوړوي.

په تېرې سلواغې میاشت کې د افغان سوداګرو شاوخوا ۳۰۰ کانتینرونه چې د پاکستان په تور فهرست کې شامل توکي پکې بار وو، په کراچۍ بندر کې ودرول شول.

د دې مواردو له تکرار او زیاتېدو وروسته افغانستان اړ شو چې چاه بهار بندر او هوايي دهلیز ته د یوې بدیلې ترانزیتي لارې په توګه مخ واړوي.

د سیاسي چارو شنونکی او د پیسو د نړیوال صندوق پخوانی کارکوونکی طارق فرهادي کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر ته هیله من دی، خو نوموړی په دې باور دی چې د دواړو هېوادونو د اړیکو ښه کېدل به په ټوله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو له پراختیا سره مرسته وکړي.

هغه وایي:

" کابل ته د پاکستان د سوداګریز پلاوي سفر مثبت دی ځکه په هرحال ستونزې خورا زیاتې دي. د یوشمېر افغان سوداګرو کانتینرونه په کراچۍ بندر کې بند پاتې دي او باید پر ټولو مسایلو خبرې وشي. دا هرڅه په روان سیاسي وضعیت کې له پاکستان سره د برمته په څېر دي، خو د ټکنوکراتانو په کچه باید ټول مسایل معلوم وي یعنې که سیاسي وضعیت ښه شي بیا به نو ډېر ژر ښېګڼه راشي."

داکتر طارق فرهادی کارشناس امور اقتصادی و سیاسی
داکتر طارق فرهادی کارشناس امور اقتصادی و سیاسی

ښاغلی فرهادي زیاتوي چې پاکستان هم افغانستان ته د یوه سوداګریز شریک په توګه اړ دی ځکه افغانستان ته د دې هېواد صادرات له ۴ میلیارد ډالر څخه څه کم یو میلیارد ډالرو ته رالوېدلي او ورسره افغانستان هم له پاکستان سره سوداګریزو اړیکو ته اړتیا لري.

د افغانستان او پاکستان اړیکي په تېرو څو کلونو کې وروسته له هغه ترینګلي شول چې اسلام آباد تور ولګاوه چې پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې حملې کوي، په داسې حال کې چې طالبانو دا تور پرله پسې رد کړی دی.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف تېره اونۍ خبرداری ورکړ چې که افغان طالبان د هغو پاکستاني طالبانو د فعالیتونو مخه ونه نیسي چې د ده په وینا، په افغانستان کې ځالې لري، نو پاکستان به له هند سره د افغانستان سوداګریز دهلیز بند کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG