د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

د تورخم دروازې تړل کیدو ته د افغان سوداګرو غبرګونونه


د تورخم دروازې تازه تصویر
د تورخم دروازې تازه تصویر

د تورخم دروازه له تېرې شپې راهيسې د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ په مخ تړل شوې ده.

یو شمېر افغان او پاکستاني رسنیو د تورخم دروازې د بندیرو لامل له موټر چلوونکو د پاسپورټ او ويزو غوښتل یاد کړي دي.

د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې باختر اژانس د ننګرهار ولایت د سیمه ییزو چارواکو په حواله دا خبره کړې او زیاته کړې چې دروازه د یادې ستونزې له امله، له نن سهار راهيسې تړل شوې ده.

پاکستاني رسنۍ دنیا نیور هم دا خبر په همدې ډول خپور کړی دی.

خو پاکستاني لوري ته د سوداګرو يوه استازي اېمل شينواري ازادي راډيو ته وويل، د پاکستان حکومت افغان موټر چلوونکو ته يوازې د پاسپورټ لرلو شرط ايښی دی او ده په خبره د ويزې درلودل مهم نه‌دي.

شینواری وایي:

" بېګا له لسو بجو راهيسې، تر اوسه چې د غرمې يوه بجه ده دروازه بنده ده. د افغانستان له لوري چې کومې موټرې راځي، له دوی څخه ويزه نه‌غواړي، يوازې ترې پاسپورټ غواړي چې وخت يې ختم نه وي او له‌دې خوا چې کومې موټرې ځي هغه د افغانستان حکومت بند کړي، اوس‌مهال دروازه بنده ده."

تورخم کې د سوداګریزو موټرو کاروان - ارشیف
تورخم کې د سوداګریزو موټرو کاروان - ارشیف

د تازه مېوو يو شمېر افغان سوداګرو هم د دروازې پر تړل کېدو اندېښمن دي او وايي، که ژر تر ژره خلاصه نه‌شي، په موټرو کې بار تازه مېوې به خرابې شي.حاجي يمين چې

سوداګر دی او تورخم دروازه کې يې پر تازه مېوو بار دوه موټرې ولاړې دي، ازادي راډيو ته وويل:

" زموږ خپلې موټرې هم په تورخم کې ولاړې دي، که دا خپل وخت ته ونه رسيږي ډېر لوی زيان دی، يو خو ګمرکي محصول موږ باندې ډېر زيات دی په مېوې باندې، بيا چې دا هلته ايسار شي او دې خوا راشي، بيا دا محصول نه‌شي پوره کېدلی، کرايه لوړه ده."

نوموړی وايي، د پاکستان له لوري د بار وړونکو موټرو چلوونکو ته د پاسپورټ شرط اېښودل ځکه سخت دی چې افغانستان کې د پاسپورټ اخيستل تر ټولو سخته چاره ده.

بل افغان سوداګر حاجي عظمت‌الله چې له پاکستان خوراکي توکي راوړي، د پاکستان حکومت تورنوي چې قصداً سوداګرو ته ستونزې جوړوي.هغه ازادي راډيو ته وويل:

" دوی زموږ تجاران ټوکر ټوکر کړل، زموږ پخواني مالونه چې په کراچۍ کې بند دي لا تر اوسه ولاړ دي، دوی قصداً دغه ډول کوي، زموږ سوداګرو ته ضربه ورکوي، دوی سياست په سوداګرۍ ګډوي."

دا چې ياده لار به کله پرانيستل شي او د دی ستونزې د حل لپاره د طالبانو حکومت څه کړي دي، وموغوښتل په‌دې اړه د دوی د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مسوولينو نظر ولرو، خو وياندي يې عبدالسلام جواد د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

خو د افغانستان او پاکستان د سوداګرې د ګډې خونې يو مسوول خان جان الکوزی وايي، د پاکستان حکومت له لوري موټرچلوونکو ته د پاسپورټ او ويزې اخيستلو موده پای ته رسېدلې، خو موټرچلوونکي د تخنيکي ستونزو له امله نه‌دي توانېدلي چې پاسپورټونه ترلاسه کړي، نو ځکه پرې دروازه تړل شوې.

هغه ازادي راډيو ته وويل:

" اوس لاره بنده ده، دواړو غاړو ته ډېرې موټرې ولاړې دي، زموږ سوداګري له جدي ستونزو سره مخ شوې، زما هيله دا ده چې مياشت دوه مياشتې نور هم وخت ورکړل شي، ترڅو دا مسئله موږ په تخنيکي لحاظ حل کړو، که داسې دوام ورکړو، دواړو لوريو ته به ډېر زيان ورسيږي."

د یادونې ده چې تورخم دروازه داسې مهال د باروړونکو موټرچلوونکو څخه د پاسپورټ او ويزې د غوښتلو له امله تړل کېږي چې د روان ۱۴۰۲لمريز کال د لړم مياشتې په ۳۰مه نېټه هم د ورته ستونزې له امله دا دروازه د یوې ورځې لپاره تړل شوې وه چې بيا د دواړه غاړه ترمنځ له خبرو اترو وروسته پرانيستل شوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG