د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

د سوداګرۍ پر مخ د تورخم او غلام خان لارو بېرته پرانیستل کېدل


تورخم دروازه
تورخم دروازه

د تورخم دروازه له یولس ورځني بندیز وروسته د بار وړونکو موټرو او سوداګرو په وړاندې بېرته پرانیستل شوه.

په تورخم کې د پاکستان د ګمرک یو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې تېره ورځ د دواړو لوریو ترمنځ په غونډه کې پر دې سلا شوي چې افغان موټر چلونکو ته دې د مارچ تر ۳۱مې وخت ورکړل شي چې هغوی ویزې ترلاسه کړي.

خو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې یوه مسوول خان جان الکوزي نن ازادي راډيو ته وويل، د تورخم دروازه پرته له کوم قيد او شرط د باروړونکو موټرو په وړاندې پرانيستل شوه.

الکوزي زیاته کړه:

" کوم خاص شرايط نه‌لري، د پخوا په څېر به سوداګري دوام ولري، دا د دواړه هېوادونو په زيان وه، ښه وشو چې پرانيستل شوه، تقريباً تر ۳۰لکه ډالرو پورې، په تېرو لسو ورځو کې دواړه لوريو سوداګرو ته زيان رسېدلی دی."

دغه راز د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وياند عبدالسلام جواد هم نن له غرمې مخکې ازادي راډيو ته وويل، نن له پاکستان سره ټولې تزانزيټي لارې د سوداګرو په وړاندې بېرته پرانيستل شوې.

خو نوموړي دا ونه ويل چې دا لارې د کومو شرايطو پر بنسټ پرانيستل شوې دي.

د تورخم دروازه یولس ورځې وړاندې د روانې جنورۍ په دولسمه د پاکستان له لوري تړل شوې وه.

پاکستان وخت په وخت سوداګریزې لارې د افغان سوداګرو پر مخ تړي چې د دوی په وینا درانه زیانونه ور اوړي
پاکستان وخت په وخت سوداګریزې لارې د افغان سوداګرو پر مخ تړي چې د دوی په وینا درانه زیانونه ور اوړي

پاکستاني لوري د بار وړونکو موتړو چلونکو او دغه شان ناروغانو ته د ویزې او پاسپورت شرط ایخی وو او ویلي یې وو چې بې له ویزې او پاسپورته هیچاته په تورخم د اوښتلو اجازه نه ورکوي.

د سوداګریزو لارو د بندېدو په پایله کې دواړه غاړو ته زرګونه موټرې، چې د ایران او منځنۍ اسیا څخه د سبزیجاتو، پیازو او تازه مېوې لېږدوي، بندې پاتې وې، چې د سوداګرو په وينا ميليونونه افغانۍ زيان ور اوښتی دی.

د امام الدين په نوم يوه افغان سوداګر چې تورخم کې يې دواړو غاړو ته تر ۱۲۰ پورې موټرې بندې وې، ازادي راډيو ته وويل:

" تر ۷۰ پورې موټرې مې اخواته ولاړې دي، دې خواته مې د پيازو ۵۰موټرې ولاړې دي، اوس تګ راتګ په عادي ډول شروع دی، خلکو ته زيان اوښتی دی، يوازې ماته له ۵ ميليون څخه تر ۶ ميليون افغانيو پورې زيان اوښتی دی."

افغان سوداګر نواب هاشمي چې د غلام خان بندر له لارې پاکستان سره سوداګريزه راکړه ورکړه کوي، دوی ته د اوښتو زيانونو په اړه يې ازادي راډيو ته وويل:

"شخصاً ماته هره ورځ درې زره ډالر تاوان رارسېده، دا لس ورځې او يوولس ورځې چې لاره بنده وه، تقريباً تر ۳۰زره ډالرو پورې زيان يوازې ماته رسېدلی دی."

د همدغې لارې یوه بل تجارت کوونکي سوداګر انور افغان وویل:

"د غلام خان لاره خلاصه شوه او د تورخم دروازه هم پرانيستل شوه، باور وکړئ افغاني او پاکستاني سوداګرو ته ميليونونه ډالر زيان واوښت، د پاکستان صادراتو ته ډېر زيان ورسېد، د افغانستان صادراتو او وارداتو ته ډېر تاوان ورسېد، خپله زما ۱۴۴موټره مال بند پاتې وو چې ۷۰سلنه يې خراب شوی دی."

د تورخم دروازې د بندښت پر مهال یو شمېر افغان موټر چلوونکي
د تورخم دروازې د بندښت پر مهال یو شمېر افغان موټر چلوونکي

دا سوداګر ادعا کوي چې د پاکستان حکومت د افټا سوداګريز تړون خلاف پر خپل سر پرېکړې کوي او د ماليې د لوړولو ترڅنګ له افغاني لوري سره له مشورې او خبر ورکولو پرته سوداګريزې لارې تړي.

د پاکستان مرکزي حکومت په ۲۰۱۶ز کال کې د بارډرمنیجمنټ په نوم د پولې سنبالولو پالېسي عملي کړې او بغیر پاسپورټ او ویزې چا ته اجازه نه ورکوي چې په تورخم دروازه تګ راتګ وکړي خو له ټرانزیټ تجارت سره اړوند افغان او پاکستاني سوداګرو او ډریورانو بې له ویزې د يو بل هېواد ته د تللو اجازه لرله.

دوی به خپل شناختي کارډونه او تذکرې کارولې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG