د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

پاکستان سره د افغان سوداګریزو لارو بندښت؛ د پرانیستې کومه هیله شته؟


تورخم دروازه
تورخم دروازه

د تورخم او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټولو ترانزیتي لارو پر بندیدو یوه اوونۍ اوښتې خو تراوسه یې د خلاصیدو هېڅ نښې نښانې نه ښکاري.

په تورخم کې د طالبانو یوه مسوول چارواکي بېګا ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې په نژدې راتلونکي کې د دې لارې پرانیستو ته هېڅ امېد نه شته.

دې چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، ځکه د خبرو رسمي اجازه نه یې نه درلوده زیاته کړه چې پرون د جمعې په ورځ هم په ټیټه کچه د دواړو خواوو ترمنځ خبرې وشوې خو نتیجه یې ورنه کړه.

په دې اړه د جګپوړو چارواکو ترمنځ له دې مخکې یوازې یوه رسمي غونډه شوې چې هغې هم بې نتیجې وه.

په تورخم کې د طالبانو د یاد چارواکي په وینا دا وخت په تورخم کې دواړو غاړو ته درې نیم- څلورزره لارۍ چې ډېری په سوداګریزو مالونو بار دي ولاړې دي چې د افغانستان لوري ته په پیازو بار د ازبکستان دوه نیم سوه لارۍ هم پکې دي.

د افغانستان- پاکستان ترمنځ د یو شمېر سوداګریزو موټرو چلوونکي
د افغانستان- پاکستان ترمنځ د یو شمېر سوداګریزو موټرو چلوونکي

په عین حال کې د ازادي راډیو د مشال څانګې خبریال ډیورنډ کرښې له بلې غاړې راپور راکوي چې پرون هم د خیبر درې په لاره کې په مالونو بار سلګونه لارۍ ولاړې وې او چلوونکي یې له سختو ستونزو شکایتونه کول.

د خیبرپښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو د خونو چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ټول پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو له مشرانو سره یې په اسلام کې ولیدل او هغو ډاډ ورکړ چې د سوداګرو دا ستونزه به مرکزي حکومت ته ورسوي.

پاکستان د جنوري په ۱۳مه د افغانستان او پاکستان ترمنځ مهمه ترانزیتي لاره تورخم دروازه وتړله ځکه چارواکو د افغانستان له لارۍ چلوونکو څخه د ویزې غوښتنه کوله.

خو افغان چلوونکي چې له اوږدو کلونو راهیسې یې د یوې پخوانۍ موافقې له مخې تر پېښوره پورې بې ویزې تګ راتګ کاوه دې کار ته چمتو نه دي.

همداراز د سپین بولدک چمن لاره د لاریو د تلو راتلو پرمخ بنده ده خو د خوست د غلام خان پر لاره څه ناڅه محدود تګ راتګ کېږي.

په غلام خان بندر کې د طالبانو چارواکو تېره شپه وویل چې د ورځې په اوږدو کې له افغانستانه ۲۵ او له خیبرپښتونخوا څخه ۹۱ لارۍ چې چلوونکو یې ویزې نه لرلې له دروازې واوښتلې، خو د دې چارواکو په وینا له دې لارې یوازې هغو لاریو ته د تېرېدو اجازه ورکول کېږي چې ترکاري او مېوې پکې بار وي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو توکیو د لېږد یو کاروان
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو توکیو د لېږد یو کاروان

خوستی سوداګر انور افغان وايي په غلام خان کې هم اوس مهال دواړو خواوو ته د منځنۍ آسیا د توکو په ګډون په تجارتي مالونو بار سلګونه لارۍ ولاړې دي.

ښاغلی افغان له پاکستاني چارواکو غواړي چې د دې لویې ستونزې د حل لپاره سمدستي یوه بېړنۍ حل لاره وسنجوي.

هغه زیاتوي:

" له پاکستان څخه هیله کوو چې په همغه زړه طریقه دې اوس لاره خلاصه کړي او وروسته دې بیا له کابل سره مذاکرات وکړي. دلته اوس د تاجکستان مالونه ولاړ دي، د ازبکستان، د قزاقستان، آن دروسیې مالونه ولاړي دي، د پاکستان او افغانستان مالونه هم ولاړ دي د ویزو او پاسپورټونو د نه شتون له وجې."

د تورخم، چمن او نورو لویو وړو لارو له بندیدو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لومړي ځل لپاره ټولې ترانزیتي لارې د یوې اونۍ په مخه بندې شوي.

له دې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم صفر شوې ده او اوس مهال له ټولو ترانزیتي لارو څخه یوازې د هغو افغانانو د ستنولو لپاره کار اخیستل کېږي چې د پاکستان حکومت یې له خپلې خاورې باسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG