د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

په ترکمنستان کې د "ترکمن-افغان" د تولیداتو او محصولاتو نندارتون جوړ شوی


په ترکمنستان کې د ترکمن-افغان نندارتون له مراسمو یو انځور
په ترکمنستان کې د ترکمن-افغان نندارتون له مراسمو یو انځور

په ترکمنستان کې د "ترکمن-افغان" په نوم د افغاني تولیداتو او محصولاتو نندارتون جوړېدو سره هممهاله، د کروندګرو مېرمنو ټولنې غړې ادعا کوي چې په‌دې نندارتون کې د کرنې مسلکي او صنعت‌کارانو ښځو ته ونډه نه‌ده ورکړل شوې.

د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو د نندارتون په دویمه ورځ چې د ترکمنستان په عشق‌اباد ښار کې د "ترکمن-افغان" په نوم جوړ شوی، د کروندګرو مېرمنو ټولنې شکایت وکړ، هغه ښځې چې د کرنې او لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي، په دې نندارتون کې ګډون نه‌دی ورکول شوی.

د يادې ټولنې مشرې ممتاز یوسفزۍ د سه‌شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ښځو ونډه د سوداګرو مېرمنو خونې ته ورکړې او په خبره يې چې ياد نندارتون ته د کسانو په ور پېژندلو کې دوه‌ګونی چلند شوی.

یوسفزي وویل: "له بده‌مرغه دا نندارتون او د خلکو ګډون سليقوي غوندې و، داسې کسان معرفي شوي دي چې اصلاً سوداګري هم نه‌لري او يا داسې کمپنۍ نه‌لري چې ډېر زيات توليدات ولري. داسې کسان هلته معرفي شوي دي چې زه فکر کوم، يوازې يې يو جواز اخيستی، حتی ځينې کسان جواز هم نه‌لري."

نوموړې وويل، هغه مېرمنې چې دوی سره په ټولنه کې ثبت دي، د کرنيزو محصولاتو، غالۍ اوبدنې، لاسي صنايعو او نورو برخو کې فعالې دي او له کلونو راهيسې په‌دې برخه کې سوداګري کوي.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د کروندګرو مېرمنو د ټولنې د ادعا په اړه د ښځو د سوداګرۍ خونې د مسوولانو نظر هم واخلي، خو بريالي نه‌شو.

د "ترکمن-افغان" په نوم د افغاني تولیداتو او محصولاتو په نندارتون کې د هېواد دننه او بهر د نورو سوداګرو ترڅنګ یو شمېر صنعتکاران هم ګډون کړی.

د ترکمنستان له مرکز عشق‌اباد څخه د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې سرپرست پروېز حیدري ازادي راډيو ته وویل، د دې خونې له‌خوا د بېلابېلو سکتورونو څه باندې ۱۲۰ صنعتکاران دې نندارتون ته ورپېژندل شوي دي.

هغه وايي: "موږ خپله وړتيا وښودله، زموږ يو شمېر توکي دلته ډېر ښه بازار لري چې په‌کې وچه مېوه، د خوراکي توکو برخه، غير الکولي مشروبات، خو ستونزه د تعرفې په برخه کې ده، چې پر غیر الکولي مشروباتو تعرفه ډېره لوړه ده، د ترکمنستان د حکومت له‌خوا په غیر الکولي مشروباتو باندې ۱۱۰ سلنه تعرفه اخيستل کېږي."

حيدري وويل، د دې ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي.

د "ترکمن-افغان" په نوم د افغاني تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی نندارتون د دوشنبې په ورځ د مارچ په څلورمه د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له‌خوا د ترکمنستان په عشق‌اباد ښار کې پرانیستل شو.

د دغه وزارت د معلوماتو له‌مخې، په ياد نندارتون کې د افغانستان، دوبۍ، ترکیې، قزاقستان، روسیې، ازبکستان، ایران او پاکستان څه باندې ۳۰۰ افغان سوداګرو او صنعت‌کارانو ګډون کړی دی.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد ازادي راډيو ته وویل، په ياد نندارتون کې د ۱۸ سکتورونو افغاني تولیدات او محصولات په ۷۵ غرفو کې نندارې ته ایښودل شوي چې د سوداګرو ښځو اړوند ۱۵ شرکتونو هم په‌کې برخه اخیستې ده.

خو هغه ونه ويل چې د کروندګرو مېرمنو ټولنې غړو ته برخه ورکول شوې که نه.

غالۍ، زعفران، وچه او تازه مېوه، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، د ښځو کرنیز محصولات او لاسي صنایع په دغه نندارتون کې نندارې ته ایښودل شوي دي.

د افغاني تولیداتو او محصولاتو دا نندارتون په‌داسې حال کې جوړ شوی چې ډېری سوداګر په ځانګړې توګه سوداګرې مېرمنې شکايت کوي چې په هېواد کې دننه د خپلو تولیداتو د پلور لپاره ښه بازار نه‌لري.

دوی په وار وار ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت باید د دوی تولیداتو ته له هېواده بهر د بازار موندنې زمينه برابره کړي او نړیوالو نندارتونونو ته د دوی لارې پرانېزي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG