د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۰

يو شمېر افغان مېرمنو په بېلابېلو هېوادونو کې سوداګريز کاروبارونه پيل کړي


یو شمېر افغاني جامې چې د نړۍ بازارونو ته وړاندې شوي دي.
یو شمېر افغاني جامې چې د نړۍ بازارونو ته وړاندې شوي دي.

په دې وروستیو کې یو شمېر افغان کډوالو مېرمنو د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې واړه او لوی کاروبارونه پيل کړي چې ځينو یې نورو افغان مېرمنو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.

بشرا فرکېش د تخار ولایت اوسېدونکې ۲۷ کلنه مېرمن ده چې د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو یوه ورځ مخکې له افغانستانه ووتله.

نوموړې چې د ادارې، سوداګرۍ او کمپیوټر ساینس په برخه کې دوه لېسانسه لري او اوسمهال له خپل خاوند او زوی سره په امریکا کې ژوند کوي، په دې وروستیو کې یې د زري په نوم د افغاني جامو یوه برانډ جوړ کړی دی.

بشرا فرکېش د خپلو جامو د برانډ جوړولو د انګېزې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د زري کولیکشن جوړولو لامل دا و چې ما پخپله افغاني کالي لټول او غوښتل مې چې افغاني جامې واخلم. هغه څه چې ماته زما وطن را یاد کړي. دا کار له همدې ځایه پیل شو او ما فکر وکړ چې شاید زما په څېر نورې مېرمنې هم وي چې داسې وطني جامې غواړي چې ښه ډیزاین او شکل ولري چې په ځیني محفلونو او مېلمستیاوو کې وکارول شي."

د نوموړې په وينا، هغه څه چې د هغې د جامو برنډ له نورو افغاني جامو څخه بېلوي، سادګي او په ورته وخت کې ډېر ظریف کارونه دي چې د تخار ولايت د ښځينه هنرمندانو په لاسونو چمتو کېږي.

بشرا فرکېش د خپل برنډ جامې پخپله ډیزاینوي، خو ګنډل یې په تخار کې د ښځو له‌خوا ترسره کېږي چې په یاد ولایت کې یې لسو ښځو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.

د افغانستان د لاسي صنایعو له نندارتون یو انځور
د افغانستان د لاسي صنایعو له نندارتون یو انځور

په تخار ولایت کې د بلوا په نوم د خیاطۍ دستګاه يوه کارکوونکې چې نه‌غواړي نوم يې راپور کې خپور شي وايي: "دوه نیمې میاشتې کېږي چې موږ له بشرا جان فرکېش سره قرارداد وکړ چې دا زموږ لپاره یو ډېر ښه امتیاز دی. ځکه چې په افغانستان کې کار نه‌شته او که وي، نو کچه يې ډېره ټيټه ده او کاري چاپېريال ډېر مناسب نه‌دی. په دې وړاندیز سره بشرا فرکېش وکولای شو چې لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي. دوی کولای شي دې معاشونو سره خپل د ژوند چارې پر مخ بوځي."

دغه راز د يادې خياطۍ يوه بله کارکوونکې هم چې خپل نوم خپرول نه‌غواړي وايي: "اقتصاد مو ډېر کمزوری دی، خاوند مې بې‌کاره دی. اوس په میاشت کې ۳ زره ۴ زره او کله ان ۴ نیم زره ترلاسه کوم. اقتصاد مې ډېر ښه شوی دی. زه د خدای شکر ادا کوم چې دنده لرم او د ژوند ورځې په خوښۍ سره تېرېږي."

له بلې خوا په جرمني کې یوې بلې مېرمنې دوه اوونۍ وړاندې د بایرن ایالت په نورنبرګ ښار کې افغاني رسټورانټ جوړ کړ.

سمیرا زماني چې د هرات ولایت څخه ده، د ۲۵۰ زره یورو په پانګه اچونې سره چې ډېره برخه یې پور اخیستې وه، د یوې عربې مېرمنې سره په ملګرتیا خپل رسټورانټ جوړ کړ.

سمیرا زماني ازادي راډیو ته وویل: "هر ډول افغاني ډوډۍ لرو، دا نن مو هم قابلي پخه کړه. منتو، اشک او ایراني خواړه هم لرو. موږ ډېره پانګونه وکړه، شاوخوا ۲۵۰ زره یورو مو مصرف کړل او پوهېږو چې موږ به بریالي شو. غواړم افغان مېرمنو ته ووایم چې هیڅکله په نارینو تکیه مه کوئ، موږ خپله باید هڅه وکړو او خپله باید ودرېږو."

د اغلې زماني د رسټورانټ پېرودونکي د هغې د رسټورانټ له خوړو او چاپېریال څخه راضي ښکاري.

د دې رسټورانټ یوه پېروېدونکي شاه خان حسیني ازادي راډیو ته وویل: "ډېر ښه کار یې کړی، ماشاالله ډېره قوي مېرمن ده چې په بهر هېواد کې داسې یوه دنده ترسره کوي. موږ هلته ځو، وطني ډوډۍ خورو، یو څه هېوادوالو سره خبرې کوو، پېژنو یې. دا په بهر ملک کې یو ښه احساس دی."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو وروسته ښځې د زده‌کړې او کار کولو اجازه نه‌لري او سوداګرې مېرمنې هم د طالبانو له‌خوا، په ځینو برخو کې له محدودیتونو سره مخ دي.

دا ښځې د طالبانو له حکومت او نړیوالې ټولنې غواړي چې پر افغان ښځو او نجونو دې محدوديتونه له منځه یوسي او هغوی ته دې اجازه ورکړي چې په افغانستان کې د کار او زده‌کړې حق ولري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG