د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۱

کراچۍ بندر کې د افغانستان د زرګونو کانټینرونو ایسارېدل؛ طالب چارواکو یې د خوشې کېدو غوښتنه کړې


د کراچۍ بندر یوه څنډه
د کراچۍ بندر یوه څنډه

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني سره په لیدنه کې د افغان سوداګرو د ایسارو کانټینرونو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

په کراچۍ بندر کې له لږ تر لږه درېیو میاشتو راهیسې د افغان سوداګرو شاوخوا درې زره کانټینرونه بند پاتې دي.

د راپورونو له مخې د طالبانو د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د دې کانټينرونو د خوشې کېدو په هدف له پاکستاني چارواکو په تېره بیا د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني سره خبري کړي دي.

د فرانس‌پرېس په یوه راپور کې راغلي چې عزیزي له جیلاني غوښتي د افغان سوداګرو دا زرګونه کانټینره مال خوشې کړي.

د عکس ښي لور ته د طالبانو د سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي او چپ لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست جلیل عباس جیلاني.
د عکس ښي لور ته د طالبانو د سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي او چپ لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست جلیل عباس جیلاني.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د عزیزي او جیلاني تر منځ د دې ناستې په تړاو یو بیان خپور کړی او لیکلي یې دي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د متقابلو ګټورو اړیکو په برخه کې یو وار بیا په خپل هوډ ټینګار وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي چې د سیمه ییزې سوداګري او اتصال پراختیا له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په ډله ییزو اقداماتو باندې ممکنه ده.

پاکستاني چارواکو د دې بیان په اړه زیات توضیحات نه دي ورکړي چې څنګه سوداګریز هدفونه د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزې سره لا غښتلي کېدای شي، خو مخکې پاکستاني چارواکو ویلي چې د افغانستان امنیت او ټیکاو د سیمې د پرمختګ لپاره مهمه دی.

د فرانسې خبري اژانس ته په پېښور کې د افغانستان په قونسولګرۍ کې یوه طالب چارواکي ویلي چې: "په سلګونو دا کانټینرونه له څو میاشتو راهیسې ولاړ دي، په داسې حال کې چې ځینې یې له یوه کال څخه زیات بند پاتې دي."

پاکستاني چارواکي بیا وايي چې دوی په میلیونونو ډالر مالیه له لاسه ورکړې ځکه چې توکي یې له بندرونو څخه افغانستان ته له محصول پرته لېږل کېږي او بیا د پولې له لارې بېرته قاچاق کېږي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه دا یو تور بولي او وايي چې په اړه یې له اړوندو پاکستاني چارواکو سره بحث کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست یونس مهمند
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست یونس مهمند

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست یونس مهمند چې د افغان سوداګرو د مالونو د خلاصون او نورو اړوندو سوداګریزو مسئلو د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د دې ستونزو رامنځته کول یا دغسې غیرقانوني موانع جوړول دا د دواړو هېوادونو په اقتصاد باندې ډېر ناوړه تاثیر کوي. د بېلګې په توګه د یوه نفر درې سوه کانټینره مال بند دی. هغه خوراکي مواد چې که چېرته په وخت افغانستان ته ونه رسېږي ټول خرابېږي او وخت یې تېرېږي. په هغه باندې دومره مالیه راغلې چې هغه د نړۍ په هېڅ یوه هېواد کې د منلو وړ نه دي."

په خوراکي توکو سربېره په دې کانټینرونو کې قیمتي الکترونیکي وسایل، د ماشین پرزې، کیمیاوي توکي او ټوکر شامل دي.

د د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په سر له پخوا موجودې لانجې لا پسې زیاتې شوې.

پاکستان سربېره په دې چې د افغانستان د سوداګرو مالونه نه راپرېږدي هلته د مېشتو لکونو افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ هم چټکه کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG