د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

طالبانو په ایران کې له افغان سوداګرو او کډوالو سره د همکارۍ او ښه چلند هیله څرګنده کړې


ارشيف: په ايران کې افغان کډوال
ارشيف: په ايران کې افغان کډوال

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ایران ته د سفر په ترڅ کې پرون دوشنبې له مشهد ښار څخه کتنه ترسره کړه، له هغه ښار څخه چې په ټولو ګرځنده بازارونو کې یې د افغان کډوالو په ګډون د ټولو بهرنیانو پر فعالیت بندیز لګول شوی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او مل پلاوی یې د خراسان رضوي ولایت د مشهد ښار ته په سفر کې د دې ولایت له والي یعقوب علي نظري سره په کتنه کې پر یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.

د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد پرون دوشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دواړو خواوو په دې کتنه کې د افغانستان-ایران ترمنځ د سوداګري، ټرانزیټ، رېل پټلۍ او د کرڼې په برخو کې د پرمختګ او بازار موندنې په اړه بحثونه ترسره کړل او دواړو لوریو ټینګار وکړ چي په دې برخو کې له رامنځته شویو فرصتونو باید لازمه ګټه پورته شي ترڅو دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت که څه هم نه دي ویلي چې ایا په دې کتنه کې په مشخص ډول په دې ولایت کې د استوګنو افغانانو پر ستونزو هم خبرې شوي چې دوی ورسره مخامخ دي، خو د ضیااحمد په وینا د دې کتنې په پای کې متقي په مشهد کې له مېشتو افغان کډوالو او سوداګرو سره د همکارۍ او لا ښه چلند هیلې څرګندې کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي

متقي دغه هیله داسې مهال څرګندوي چې په مشهد ښاروالۍ پورې اړوند شهرارې ورځپاڼې د تېرې شنبې په ورځ د سیمه ییزو چارواکو له قوله خبرورکړ چې د دغه ښار په ټولو ګرځنده بازارونو کې د افغانانو په شمول ټول بهرنیان له هر ډول فعالیتونه منع دي.

په ایران کې پر افغان کډوالو د لګول شویو محدودیتونو په ترڅ کې د ایران د ملي امنیت شورا له خوا په تېره لیندۍ میاشت کې د ایران په ۱۶ ولایتونو کې افغانان له اوسېدو او کاراو فعالیت څخه منع شول.

اکثره افغانان چې خپل هېواد یې پریښی او ایران ته کډه شوي، د خپل ورځني ژوند د پرمخ وړلو لپاره دې ته اړ دي چې کاراو غریبي وکړي خو دوی وایي چې د ایران له خوا لګول شویو محدودیتونو یې ژوند لا سخت کړی دی.

د شاکر په نوم یوه افغان کډوال ازادي راډیو ته د خپلو ستونزو داسې یادونه وکړه: "په ایران کې افغانان اکثره کارګران دي یا هم سودا خرڅوي، که په کار کولو یې بندیز ولګول شي، ډوډۍ به پرې بنده شي، د کور کرایه او لګښتونه به یې پاتې شي، له بل هېواد څخه پیسې هم نه ورته راځي."

د ایران په بېلابېلو ښارونو کې یو شمېر افغان کډوالو دغه راز په کراتو کراتو د ایران د امنیتي ځواکونو له لوري له بد سلوک څخه شکایت کړی دی.

له ایرانه په زوره ایستل هم د افغانانو بله عمده ستونزه ده.

هغه موضوع چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره په لیدنو کتنو کې راپورته کړې ده.

متقي له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه چې یوه برخه یې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد پرون دوشنبې په خپله ایکسپاڼه کې خپره کړې ویلي چې د طالبانو حکومت هڅه کوي چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت ښه شي او د خلکو لپاره د روزګارزمینه برابره شي، خو ترهغو چې دغه شرایط چمتو کېږي، ګاونډي هېوادونه دې افغانان په زوره نه باسي بلکې هغوی دې پرېږدي چې په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي.

هغه زیاته کړې: "موږ له هغو هېوادونو مننه کوو چې ډېرو افغان کډوالو ته یې ځای ورکړی او غوښتنه کوو چې ورو ورو په تدریج، ډېر باعزته او انساني کرامت ته یې احترام وشي او ورو ورو وطن ته راشي. انشاالله د فعلي حکومت کوښښ هم دا دی چې د کډوالو راتګ ته زمینه مساعده شي."

ایران چې د پاکستان ترڅنګ یې په څه باندې څلورو لسیزو کې په خپله خاوره کې په میلیونونو افغانانو ته پناه ورکړې، د پاکستان په څېر یې په دې وروستیو کې د افغانانو د ایستلو لړۍ تېزه کړې ده.

د راپورونو له مخې له ایرانه سږ کال لږ تر لږه ۴ سوه زره افغانان په زوره یا په خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي، خو په عین حال کې ویل کېږي چې په دې موده کې ښایي همدومره یا څه کم او زیات افغانان ایران ته کډه شوي دي.

XS
SM
MD
LG