د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

يو شمېر افغان سوداګر: د چابهار بندر د د سوداګرۍ لپاره ښه بديل کېدلی شي


د چابهار بندر یوه څنډه
د چابهار بندر یوه څنډه

په‌داسې حال کې چې په تېرو څو مياشتو کې د پاکستان حکومت په پرله‌پسې ډول د افغان سوداګرو په مخه خپلې ټرانزيټي دروازې وتړلې، يو شمېر افغان سوداګر وايي، د چابهار بندر له لارې سوداګريزه راکړه ورکړه د پاکستان د بندرونو ښه بديل دی.

د پاکستان حکومت په وروستي ځل د روانې کال د جنورۍ له ۱۲مې د يادې مياشتې تر ۲۳مې د تورخم دروازې په ګډون ټول بندرونه د افغان باروړونکو چلوونکو په مخه، چې ویزې او پاسپورټ ونه لري وتړل.

ځينې سوداګر وايي، پاکستان سره د دروازو د تړل کېدو او دغه شان کراچۍ کې د دوی پر وارداتي مالونو د بنديز له امله دوی ته ميليونونه افغانۍ تاوان ور اوښتی او د يوې بديلې لارې په توګه د چابهار بندر ښه ټاکنه ده.

افغان سوداګر نواب اميرزي ازادي راډيو ته وويل: "کومې ستونزې او کوم خنډونه چې په کراچۍ کې د افغان سوداګرو پر وړاندې رامنځته کېږي، تر کراچۍ چابهار څو برابره ښه دی، يو څه قېمتونه به لوړ وي، خو وروسته ښه کېږي او چابهاره زموږ لپاره نړيوالو اوبو ته د لاس‌رسي ښه لار ده او بديل هم کېدلی شي."

دغه شان بل افغان سوداګر حاجي عبدالاحد وايي، تر دې چې افغان سوداګر صادرات او واردات نه‌شي کولی، ښه ده چې د چابهار له لارې سوداګري وغوړېږي.

هغه وویل: "پاکستان سره لارو کې زموږ د صادراتو او وارداتو برخه کې ستونزې ډېرې دي، واردات خو تقريباً تر ۸۰سلنه پورې بند دي، نو پر همدې اساس اوس‌مهال موږ د چابهار، عباس بندر او اسلام کلا له لارې خپلو صادراتو او وارداتو ته دوام بايد ورکړو."

په ورته وخت کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې يو مسوول خان جان الکوزی وايي، که څه هم چابهار بندر د نورو لارو بديل نه‌شي کېدلی، خو له يادې لارې په نړيوالې سوداګرۍ سره شونې ده چې د افغان سوداګرو ستونزې تر يوه بريده هوارې شي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې يو مسوول خان جان الکوزی
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې يو مسوول خان جان الکوزی

هغه ازادي راډيو ته وويل: "چابهار بندر په اوسنيو شرايطو کې زموږ لپاره ډېر مهم دی، ځکه چې پاکستان سره مو کراچۍ کې مشکلات پيدا شوي دي، هغه سوداګريز مالونه چې په منفي لېست کې دي او د افغانستان د خلکو ورته اړتيا ده، هغه نه‌شي راوړلی."

خو نوموړی دا هم وايي، چې د ايران له لارې د ځينو نړيوالو محدوديتونو له امله دوی نه‌شي کولی په اسانه سوداګري وکړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې، د طالبانو د حکومت يو پلاوي د روان کال لړم مياشت کې ايران ته سفر وکړ چې له ياد سفر وروسته د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست نورالدين عزيزي رسنيو ته ويلي وو، د ايران حکومت دوی سره د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ برخه کې د اسانتيا د رامنځته کولو هوکړه کړې، چې تر اوسه بیا په دې اړه د پرمختګونه څه نه دي ویل شوي.

د پاکستان حکومت د روانې فبرورۍ مياشتې تر وروستيو د افغان باروړونکو موټرو چلوونکو ته وخت ورکړی چې باید پاسپورټونه او ويزې ولري، که نه نو د دوی په ټکو پر وړاندې به يې دروازې وتړي.

خو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې يوه همغږي کوونکي ضيا‌ءالحق سرحدي مخکې پاکستاني رسنیو ته ویلي وو، دوی وړاندیز کړی چې دغو موټر چلونکو ته د ويزو پر ځای ځانګړی اجازه‌ليک ورکړل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG