د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

په بدخشان کې د طالبانو ادعا: په یوه اوونۍ کې به افغانستان له چین سره ونښلول شي


د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت

په بدخشان ولایت کې د طالبانو حکومت والي ادعا کوي چې د دغه ولایت په واخان ولسوالۍ کې د سړک جوړولو د پروسې په بشپړېدو سره به افغانستان په یوه اوونۍ کې په رسمي ډول له چین سره ونښلول شي.

د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو حکومت والي محمد ایوب خالد ادعا کوي چې د یاد ولایت د واخان ولسوالۍ لاره به د یوې اوونۍ په ترڅ کې په رسمي ډول له چین سره وصل شي.

نوموړي د طالبانو حکومت ته نږدې حریت راډیو سره په مرکه کې چې یوه برخه یې د چهارشنبې په ورځ د دغې رسنۍ په ایکس شبکه کې خپره شوې، ویلي چې د دغه سړک بشپړ کار او پخېدل 'قير ریزي' به د روان کال په پسرلي کې پیل شي.

هغه زياته کړې چې د ورېښم لارې په نوم د دغه سړک د جوړولو چارې شاوخوا پنځه مياشتې وړاندې پيل شوې وې.

هغه زیاتوي: "اوس چین سره وصل کېدو ته نږدې شوی دی. یوه اوونۍ کې به وصل کېدل یې افتتاح شي. د دې سړک کار لا پاتې دی، خو وصل کېدل یې او دا چې تر چینه پورې لار هواره شوې ده دا تقریباً اختتام ته نږدې شوی دی."

د راپورونو له مخې، د دغه سړک د جوړولو چارې په ۱۴۰۰ میلادي کال کې د ړنګ شوي جمهوري نظام پر مهال پیل شوې وې، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ودرېدې.

څلور میاشتې وړاندې د طالبانو حکومت د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت اعلان وکړ چې د نږدې ۵۰ کیلومتره سړک د جوړولو کار د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د کوچني پامیر له ګنبد څخه د چین تر پولې پورې د ۳۶۹ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوی دی.

چین په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته کابل ته خپل نوی سفیر لېږلی او په چین کې یې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو سفیر منلی، خو تراوسه یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

چین لا هم له افغانستان سره ښې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لري.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو یو شمېر پوهان د ځمکې له لارې له چین سره د افغانستان نښلول د سوداګرۍ د ودې لپاره مهم بولي او وايي چې په دې سره به د افغانستان او چین ترمنځ سوداګریزې اړیکې لوړې کچې ته ورسېږي.

یو له دغو کارپوهانو څخه او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پخواني رییس اذرخش حافظي ازادي راډيو ته وویل: "سوداګري ډېره چټکه کېږي، مونږ د نورو هېوادونو د ټرانزیټ له احتیاجه خلاصېږو. کرايې ټيټېږي. هیله ده چې دا برخه عملي شي او داسې ونه‌شي چې لاره وي، خو اجازه نه وي او هغوی لاره په رسمي توګه خلاصه نه کړي. باید سیاسي زمینې برابرې شي او د چین دولت باید په دې موافقه وکړي چې مونږ کولای شو له هغوی سره راکړه ورکړه ولرو."

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پخوانی رییس اذرخش حافظي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پخوانی رییس اذرخش حافظي

د چین حکومت تر اوسه له افغانستان سره د دغې لارې د پرانیستلو په اړه څه نه دي ویلي.

د سیاسي چارو پوه طارق فرهادي وايي چې دا مسئله به د سیاست له اړخه کوم بدلون رانه‌ولي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "چین لا هم حاضر نه دی چې طالبان په رسمیت وپېژني او افغانستان ته تغیر ورکړي او دلته ډېره پانګونه وکړي، نو دا سړک د چین لپاره اهمیت نه لري، خو دا د افغانستان لپاره ډېر مهم دی، ځکه داسې یو هېواد دی چې ورته اړتیا لري. د سیاسي اړخه کوم بدلون نه راولي، خو دا چې سوداګري کې سهولت رامنځته کوي د دوو ګاونډیو هېوادونو په منځ کې نږدې‌والی راولي."

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان تل له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان څخه د ټرانزیټي لارو په کارولو کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوی دی.

پاکستان وخت ناوخت د افغان سوداګرو پر مخ سوداګریزې لارې په بېلابېلو پلمو تړلي او دا مهال د تورخم او ډنډ پټان لارې، له تېرې شنبې راهیسې د افغانستان د بار وړونکو موټرو پر مخ تړلې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG