د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

بګټي: که افغانان پاکستان کې ژوند او سوداګري غواړي، ویزې باید ولري


له ارشیفه د پاکستاني پولیسو تصویر چې د افغان کډوالو د اوسېدو اسناد ګوري
له ارشیفه د پاکستاني پولیسو تصویر چې د افغان کډوالو د اوسېدو اسناد ګوري

له پاکستانه د افغان کډوالو د اخراج له دوام سره هم‌مهاله د دې هېواد د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي ویلي، افغانانو ته په کار‌ ده چې په پاکستان کې د اوسېدو او سوداګرۍ لپاره د دې هېواد ویزې واخلي.

بګټي له "ډان نیوز" سره مرکه کې چې پرون خپره شوه ویلي، دا امکان نه‌لري چې له قانوني لارې راتلو پرته دوی ته د اوسېدو اجازه ورکړل شي.

هغه ویلي:

"دوی زموږ ورورڼه دي، یو اسلامي هېواد دی. موږ ترې دا غوښتنه کوو که تاسې غواړئ زموږ په هېواد کې پاتې شئ، زموږ دروازه وټکوئ، موږ به ویزه درکړو. که تاسې غواړئ تجارت وکړئ او یا هم غواړۍ دلته و اوسېږئ، ښه راغلئ؛ خو دا نه‌شي کېدای چې زموږ په دېوالونو را واوړئ او موږ درته د مېلمه حیثیت در کړو. "

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر دا هم وویل تر اوسه له ۴ لکو زیات افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

هغه تېره اوونۍ ویلي ووچې تر راتلونکې یوې میاشتې به افغانستان ته د ده له قوله، د ۱،۷ میلیونه بې‌اسناده افغان کډوالو د ستنولو لړۍ بشپړه شي.

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر، بلاول بوټو زرداري
د پاکستان د پیپلز ګوند مشر، بلاول بوټو زرداري

بل‌خوا د پاکستان د بهرنیو چارو مخکنی وزیر او د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري پرون په بلوچستان کې د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ ستونزمنه او پېچلې مسله وبلله.

هغه زیاته کړه، سمه ده چې له سرپرست حکومت سره د قانون د عملي کېدو واک شته، خو د ده له قوله، د قانون د عملي کېدو لپاره بېلابېلې لارې شته او اړتیا وه چې دوی په دې اړه له ټولو لوریو سره مشوره کړې وای.

زرداري زیاته کړه:

"زما له انده دا به غوره وی چې سرپرست حکومت له ټولنې، سیاسي ګوندونو، اغېزمنو او د بشري حقونو اړوند لوریو سره مشوره کړې وای او بیا یې عملي کړې وای. شاید یوه غوره تګ‌لاره به عملي شوې وای. "

له پاکستانه د افغان کډوالو د اخراج پرېکړه د پاکستان تر سترې محکمې هم رسېدلې او د جمعې په ورځ سترې محکمې په غونډه کې د دې محکمې یوې قاضي عایشې ملک ویلي چې پاکستان د کډوالو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ټول کنوانسیونونه لاسلیک کړي او دا هېواد مکلف دی چې دا کنوانسیونونو رعایت کړي.

سترې محکمې د پاکستان سرپرست حکومت او د بهرنیو چارو وزارت ته خبرتیاوې هم استولي دي.

بل‌خوا بیا له پاکستانه د افغان کډوالو د ویستو لړۍ هم روانه ده او د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ، یوازې پرون د سپین بولدک او تورخم له لارې له ۳ زرو زیات کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG