د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

د بار وړونکو موټرو پرسونل ته د پاکستان د ویزې پر ځای د ځانګړو اجازه لیکونو غوښتنه


تورخم کې د افغانستان- پاکستان ترمنځ د سوداګریزو توکیو دوه لېږدونکې موټرې - ارشیف
تورخم کې د افغانستان- پاکستان ترمنځ د سوداګریزو توکیو دوه لېږدونکې موټرې - ارشیف

پاکستان کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسوولينو له‌دې وړانديز وروسته چې د افغان بار وړونکو موټرو پرسونل لپاره دې د ويزو پر ځای ځانګړي اجازه‌ليکونه ورکړل شي، افغانستان کې د يادې خونې يو مسوول خان جان الکوزی وايي، سوداګريزه برخه کې چې هر څومره اسانتيا رامنځته کېږي د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

خو نوموړي ازادي راډيو سره خبرو کې وويل، پاکستان له افغانستان سره په ټولو ټرانزيټي لارو کې يو ډول چلند نه‌کوي، چې له‌دې امله هم سوداګري ډېره زيانمن شوې ده.

الکوزي زیاته کړه:

" د پاکستان حکومت په ټولو بندرونو کې بېلابېل ډول چلند کوي، د يو حکومت په توګه يو ډول چلند نه‌کوي، تورخم کې يو ډول، غلام خان کې بل ډول او نورو بندرونو کې بل ډول چلند کوي، د افغانستان حکومت تر اوسه دوی سره کومې ځانګړې پرېکړې ته نه‌دی رسېدلی، خو زموږ د خصوصي سکتور غوښتنه دا ده چې هر څومره ساده او اسانه لار چې ولټول شي، د دواړه هېوادونو په ګټه ده."

په‌ داسې حال کې چې د روانې فبروري مياشتې تر وروستۍ نېټې پورې د پاکستان له‌خوا د افغان بار وړونکو موټرو پرسونل ته د پاسپورټ او ويزو اخيستلو لپاره ورکړل شوی وخت پای ته رسيږي.

الکوزی: پاکستان له افغانستان سره په ټولو ټرانزيټي لارو کې يو ډول چلند نه‌ کوي
الکوزی: پاکستان له افغانستان سره په ټولو ټرانزيټي لارو کې يو ډول چلند نه‌ کوي

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې يوه همغږي کوونکي ضيا‌ءالحق سرحدي ويلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لپاره سوداګريزو توکو لېږدونکو ته به د ويزو پر ځای ځانګړی اجازه‌ليک ورکړل شي.

پاکستاني رسنیو له دې ډلې اسوشيټيډ پريس پاکستان تېره ورځ د يو راپور په خپرولو سره د ښاغلي سرحدي په حواله ويلي، دوی د ۱۰۰۰موټر چلوونکو او همکارانو لپاره د ويزو پر ځای د ځانګړو اجازه‌ليکونو د ورکړې وړانديز کړی دی.

خو ښاغلی الکوزی په دې اړه هم نیوکه کوي وايي، يوازې ۱۰۰۰موټر چلوونکو ته د ځانګړو اجاز‌ه‌ليکونو په ورکړه دا ستونزه نه حليږي.

دا چې ياد اجازه‌ليکونه به د دواړو خواو موټرچلوونکو ته ورکړل شي که يوازې يو لوري ته، په‌دې اړه څه نه‌دي ويل شوي، خو د جنورۍ په ۱۲مه د پاکستان له لوري د افغان موټرچلوونکو په مخه پرته له پاسپورټ او ويزې لرلو د تورخم دروازې له تړل کېدو سره سم د طالبانو ځايي مسؤلينو هم ورته اقدام کړی و.

هم‌مهاله، يو شمېر افغان سوداګر د افغانستان او د پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې له لوري د ياد ګام هرکلی کوي، خو وايي پاکستان سره دې سوداګرۍ برخه کې ستونزې په بنسټيزه توګه حل شي.

افغان سوداګر شاکر ازادي راډيو سره خبرو کې د يادې پروسې د ژر پيل غوښتنه وکړه او ویې ویل:

" دا يو ډېر ښه ګام دی د دواړه لوريو له‌خوا، خو بايد دا اقدام عملي شي، دا پروسه بايد ژر شروع شي، ټولو سوداګرو او هغو موټرانو ته چې بار وړونکي دي، دا اسانتياوې ورته بايد ژر تر ژره رامنځته شي."

د بار وړونکو موټرو منسوبینو ته د پاکستان د ویزې حتمي کولو د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته مالي زیانونه اړولي
د بار وړونکو موټرو منسوبینو ته د پاکستان د ویزې حتمي کولو د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته مالي زیانونه اړولي

وموغوښتل په‌دې اړه د د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مسوولينو نظر هم ولرو، خو وياند يې عبدالسلام جواد ازادي راډيو ته يوازې دومره وويل، دوی پاکستاني لوري سره خبرې کړي او هڅه کوي د بار وړونکو چلوونکو يو نوم‌لړ ور وسپاري، څو ورته له ترانزيتي دروازو د تېرېدو پر مهال ستونزې رامنځته نه‌شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بار وړونکو چلوونکو ته د پاسپورټ او ويزو پر ځای د ځانګړو اجازه‌ليکونو د ورکړې خبره داسې مهال راپورته کېږي چې د پاکستان حکومت د روان زيږديز کال د جنورۍ مياشتې په ۱۲مه نېټه، افغانستان سره ټولې ترانزيټي لارې پرته له ويزې او پاسپورټ لرلو وتړلې چې بيا له خبرو اترو وروسته د جنورۍ مياشتې په ۲۳مه نېټه بېرته پرانيستل شوې.

هغه مهال د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسوولينو ازادي راډيو سره خبرو کې وويل، د پاکستان حکومت افغان باروړونکو موټرچلوونکو ته د روانې فبرورۍ مياشتې تر ۳۱مې نېټې مهلت ورکړ، څو پاسپورټونه او ويزې ترلاسه کړي.

خو موټر چلوونکي وايي، افغانستان کې د پاسپورټ او ويزو اخيستل اسانه چاره نه‌ده او ان مياشتې- مياشتې وخت نيسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG