د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

د سوداګرۍ زیاتیدو په اړه د افغان او پاکستاني سوداګرو خبرې اترې


د افغانستان - پاکستان تر منځ د سوداګرۍ یوه څنډه
د افغانستان - پاکستان تر منځ د سوداګرۍ یوه څنډه

د پاکستان د لاهور د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس کاشف انور وايي، د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ کچه د قناعت وړ نه ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره باید اساسي او ګډ ګامونه پورته شي.

د ځینو پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، نوموړي دغه خبره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له پلاوي او د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې له مشر خان جان الکوزي سره په کتنه کې کړې ده.

پاکستاني رسنۍ بزنس ريکارډ راپور ورکړی چې کاشف انور په دې ناسته کې ويلي چې دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو تبادلو کچه ٥٢٢ ميليونه ډالره ده چې د بانکي چينلونو د رامنځته کېدو په صورت کې پرمختګ کولای شي.

په دغه راپور کې د هغه په حواله ويل شوي چې دغه تبادلې کولای شي څو برابره زیاتې شي او دا مهال د سوداګريزې تبادلې زياتره برخه د درملو، غالۍ، وريجو، د موټر پرزو او داسې نورو برخو کې ده.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر خان جان الکوزی
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر خان جان الکوزی

په همدې حال کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر خان جان الکوزي په دې غونډه کې وویل چې افغانستان له پاکستان سره د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتولو غوښتونکی دی.

هغه زیاته کړه، د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي بې ثباتۍ د دواړو لورو پر سوداګرۍ منفي اغېز کړی او له همدې امله د پاکستان د بازار ونډه ایران ته لېږدول شوې او د افغانستان او ایران تر منځ دوه اړخیزه سوداګري له ۳ میلیاردو ډالرو زیاته شوې ده.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان سوداګر چې له پاکستان سره سوداګري کوي ازادي راډيو ته یې وویل چې سیاسي او بانکي ستونزې، د سړکونو خرابوالی او د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ پر وړاندې د پاکستان له خوا د لارو تړل کېدو د دوی سوداګري زیانمنه کړې او دې هیواد سره د دوی د سوداګرۍ د کچې د ټیټیدو لامل شوی ده.

یو له دغو سوداګرو احمد فیصل ازادي راډيو ته وویل چې د نورو ستونزو ترڅنګ د ټرانسپورت کرایو زیاتوالی هم دوی ته زیان رسوي:

" نو په عام وخت کې چې یو موټر مونږ ته تر جلال اباده رسیږي کرایه يې يو نیم لکه پاکستاني کلدارو موټر پیدا کیږي خو که بير و بار ډیر وي،یا سړک بند شي او یا هم د تورخم دروازه بنده شي دا کرایه له یو نیم لکو څخه ٤ لکو ته رسیږي چې زیان يې زمونږ ملت ته رسیږي."

د تازه مېوې یو سوداګر امېد حیدري ازادي راډيو ته وویل:

" سلګونه ملیونه ډالره مو په سوداګرۍ کې له پاکستان سره تاون کړی. او دا د دې لامل شو چې د افغانستان صادرات کم شي. په پخوا کلونو کې مونږ ډیره سوداګري درلوده او د پاکستان له ترانزیت څخه مو استفاده کوله خو سږکال سوداګر دې ته اړ شول چې بدیلو لارو ته مخه کړي."

پاکستان سره د سوداګریزو ستونزو زیاتیدو، زیات افغان سوداګر د چابهار بندر له لارې سوداګرۍ ته هڅولي
پاکستان سره د سوداګریزو ستونزو زیاتیدو، زیات افغان سوداګر د چابهار بندر له لارې سوداګرۍ ته هڅولي

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو پوه شاکر یعقوبي ازادي راډيو ته وویل چې هېوادونه باید خپلې سیاسي او سوداګریزې اړیکې معلومې کړي او سیاست باید پر سوداګریز بهیر اغېز ونه کړي:

" هڅه دې وشي چې د افغانستان حکومت له نورو هېوادونو سره په خپلو اړیکو کې د افغانستان ګټې یا اساسي اقتصادي اړتیاوې رعایت کړي او له هغو هېوادونو سره داسې چلند ونه کړي چې د افغانستان اقتصادي اړیکې پرې اغېزمنې شي. باید د سیاسي نرمښت څخه استفاده وشي، تر څو وشي کولای نورو هیوادونو سره اقتصادي اړیکو ته زمینه برابره کړي."

دا په داسې حال کې ده چې په تېر یوه کال کې، د پاکستان حکومت څو ځلي له افغانستان سره خپلې لارې په بېلابېلو پلمو د سوداګریزو بار وړونکو موټرو پر مخ وتړلې، چې له امله یې د دواړو هېوادونو سوداګرو ته په لکونو ډالره زیان اوښتی دی.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت د ملي احصایې او معلوماتو ادارې په خپله اېکس پاڼه لیکلي وو، چې د ۱۴۰۲ کال په کب میاشت کې د ۱۴۰۱ کال د همدې میاشتې په پرتله صادرات کم شوي دي.

افغانستان تر ټولو زیات محصولات پاکستان، ایران او متحده عربي اماراتو ته صادروي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG