د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

د 'محمد شفايي' په نوم يو افغان کډوال په پلازمېنه اسلام‌اباد کې ځان‌وژنه کړې


افغان کډوال محمد شفاهي چې په پلازمېنه اسلام اباد کې یې ځان وژنه کړې ده.
افغان کډوال محمد شفاهي چې په پلازمېنه اسلام اباد کې یې ځان وژنه کړې ده.

د محمد شفايي په نوم يو افغان کډوال د پاکستان په اسلام‌اباد کې ځان‌وژنه کړې ده.

په روان ۱۴۰۲لمريز کال کې په پاکستان کې څلورم افغان کډوال چې ځان‌وژنه کوي.

اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو شورا وايي، د محمد شفايي په نوم يو افغان کډوالو پرون جمعه ناوخته د اسلام‌اباد په بهارکوه سيمه کې ځان‌وژنه کړې.

د يادې شورا مرستيال ميوند علمي افغان ازادي راډيو ته وويل، ياد افغان کډوال چې ۲۸کاله عمر درلود، له تېرو دوو کلونو راهيسې اسلام‌اباد کې کډوال و او کاناډا هېواد کې يې د پناه‌اخيستنې انتظار کاوه.

افغان وايي: محمد شفاهي بېچاره د خپلې کورنۍ طلاوې خرڅې کړې، يو څه پيسې یې له خلکو په پور اخيستې وې، خو کله چې پوه شو کمېشنکارانو زما پيسې وخوړې، نو ځان‌وژنه يې وکړه.

نوموړي د محمد شفايي د ځان‌وژنې د لامل په اړه ازادي راډيو ته داسې وويل: "دا دقيقه خبره ده. شاوخوا څلور مياشتې مخکې ترې کمېشنکارانو ۷۵۰۰ډالر اخيستي وو چې موږ تا کاناډا ته لېږو، يا دې کېس ژر طی مراحل کوو، خو له تېرو شل ورځو راهيسې کمېشنکارانو له ده سره اړيکې پرې کړې وې، ده بېچاره د خپلې کورنۍ طلاوې خرڅې کړې، يو څه پيسې یې له خلکو په پور اخيستې وې، خو کله چې پوه شو کمېشنکارانو زما پيسې وخوړې، نو ځان‌وژنه يې وکړه."

دا خبر یو شمېر پاکستاني رسنیو هم د اسلام اباد د پولیسو په حواله خپور کړی دی.

اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو شورا د معلوماتو له‌مخې محمد شفايي د غزني ولايت د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکی و، يوه زوی او يوه لور ترې پاتې شول.

هممهاله هغه افغانان چې نورو هېوادونو کې د پناه‌ اخيستې لپاره پاکستان کې د کډوالۍ شپې، ورځې تېروي، وايي د بې‌وزلۍ، نامعلوم برخليک او امنيتي ستونزو له امله سخت اندېښمن دي.

د دوی له ډلې یو تن چې ځان سروري راپېژني او په اسلام‌اباد کې کډوال دی، ازادي راډيو ته يې وويل: "انتظار هم تر يو وخته وي، حد لري، يا دې موږ ته ووايي چې تاسو دومره وخت منتظر شئ، يوه مياشت، دوه مياشتې، يو کال يا دوه کاله، خلک هم له‌دې انتظار او نامعلوم برخليک سره پر رواني ناروغيو اخته شول."

يوه بله افغان کډواله شمله مقصودي بیا د محمدشفيع او ځينو نورو افغان کډوالو د ځان‌وژنې لامل رواني ستونزې بولي او زیاتوي: "خپله هم له تېرو دوو کلونو راهيسې دلته اسلام‌اباد کې بې‌برخليکه يمه، له افغانستان چې کوم کډوال راغلي دي، ډېری يې پر رواني ناروغيو اخته شوي دي."

دا په‌داسې حال کې ده چې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهيسې اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو له ډلې د ځان‌وژنې دا څلورمه پېښه ده چې ترسره کېږي.

تر دې مخکې په روان ۱۴۰۲لمريز کال د وږي د مياشتې په لومړيو کې د مريم سادات په نوم يوې پېغلې افغان کډوالې د اسلام‌اباد په بي۱۷ B – 17 سيمه کې له پنځم پوړ په ځان غورځولو ځان‌وژنه کړې وه.

تر مریم مخکې بیا په همدې کال کې په پاکستان کې دوه کسو نورو افغان کډوالو هم ځان وژنه کړې وه.

اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو شورا د مریم سادات، ذکریا بلوڅ او صایم د ځان وژنې لاملونه اقتصادي او رواني ستونزې یادې کړې وې.

پر افغانستان د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته زرګونه افغانان د نورو هېوادونو ترڅنګ پاکستان او ايران ته کډوال شول، چې هغوی د خپلې کډوالۍ لاملونه امنيتي او اقتصادي ستونزې او بې‌کاري ياده کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG