د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

ملي ارمان: افغانستان کې ورور وژنه، د مالونو تالا کېدل او چور روان دی


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

په کابل کې چاپېدونکو ورځپاڼو په خپلو نننيو ګنو کې په هېواد کې روانو جګړو او د طالبانو له لوري د بشري حقونو نقض په اړه سرمقالې لیکلې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي، په افغانستان کې ورور وژنه، د مالونو تالا کېدل او چور روان دی.‌

د سرمقالې لیکوال ليکي، پاکستان په ټول توان سره خپلې هڅې روانې کړي چې اسلامي امارت بيا ځلي په افغانانو ومني.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې طالبان د جګړې په ميدان کې د خلکو له کورونو کار اخلي او افغان پوځ پرې هم بې‌درېغه بریدونه کوي.

سرمقاله کې زیاته شوې، د دې چارې دوام د افغانانو ځان او مال له نابودۍ سره مخ کړی هماغه ده چې ډېريو خپلې مېنې پرېښودي او کډوال شوي.

د سرمقالې ليکوال په پای کې وړانديز کړی چې د جګړې ښکېلې خواوې دې د ملکي کسانو ځان او مال ته پام وکړي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي چې اوس نړۍ هم د افغانانو له وژنو سره برسېرن چلند کوي.

د هشت صبح په سرمقاله کې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ناستې ته په اشارې سره ليکل شوي چې د امنيت شورا کلنۍ ناستې ته د افغانانو هيلې دا وې چې د طالبانو له لوري د روانې جګړې پر بندېدو، بشري حقونو نقض او د جګړې په ښکېلو خواو د سولې په برخه کې اغېزمن ګامونه واخلي، خو برعکس يوازې يوه تش په نوم اعلاميه ورکړل شوه.

د سرمقالې لیکوال د دې ناستې پايله بې‌اغېزې بللې او غوښتنه‌يې کړې چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه بايد جدي اقدام وشي.

د لیکوال په باور، په دې ناسته کې بايد د افغانستان په روانو حالاتو د افغانانو وژنې او د بشري حقونو نقض ته جدي پاملرنه او پرېکړې شوې وی.

  • اصلاح

اصلاح ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي چې د امريکا او طالبانو تر هوکړې وروسته د افغانستان په قضيه کې ښکېلو ټولو اړخونو په دې ټينګار کاوه چې طالبان بدل شوي او د ۲۰ يا ۲۵ کاله مخکې طالبان نه‌دي.

خو د سرمقالې ليکوال وړاندې ليکي چې طالبانو د يوې جنګي ډلې څخه سياسي جريان ته په دومره وخت کې ارتقا وکړه.

په سرمقاله کې وړاندې لیکل شوي چې اوس طالبان تر دې ځايه قدرت ته راغلل او وليدل شول چې د دوی تر ولکې لاندې سيمو کې بشري حقونه نقض شول. تعليمي دروازې وتړل شوې او محدوديتونه هم زيات شوي، خو طالبان بيا دا هر څه بې‌اساسه او ټولو بشري قوانينو ته ځان ژمن بولي.

XS
SM
MD
LG