د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

د نړۍ ځینو هېوادونو کې د افغان هزاره ګانو په ملاتړ لاریونونه پلان شوي


ارشیف: په کابل کې د کاج پر ښوونیز مرکز په غبرګون د ښځینه لاریون کوونکو انځور
ارشیف: په کابل کې د کاج پر ښوونیز مرکز په غبرګون د ښځینه لاریون کوونکو انځور

ټاکل شوې چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال په افغانستان کې د هزاره ګانو په ملاتړ لاریونونه وکړي.

د کابل په لوېدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز د خونړۍ حملې پر وړاندې غبرګونونه دوام لري او د اعتراضونو لړۍ بېلابېلو هېوادونو ته رسېدلې ده.

په ځینو هېوادونو کې مېشت افغانان وايي چې نن شنبه او سبا یکشنبه به د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې دا لاریونونه دوام لري.

د دې لاریونونو عمده شعار "د هزاره ګانو نسل وژنه ودروئ" دی.

په کاناډا کې د دغه لاریونونو یوې جوړونکې ترنم سیدي ازادي راډيو ته وویل: "همدا اوس چې زه تاسې سره خبرې کوم، په برلین، هامبورګ، د المان په همبورګ، ایټالیا او د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې لاریونونه د ترسره کېدو په حال کې دي، چې هلته زموږ ملګري د لاریونونو د سیمو په لور ځي. په پاکستان کې په پنځه بجې لویه مظاهره ده. په افغانستان کې هم نن نهه بجې ټاکل شوې وه چې د کاج ښوونیز مرکز ته څېرمه د نجونو غونډه ترسره شي، خو د امنیتي ستونزو له امله دا پروګرام ونه شو. په هرات کې هم اعتراضیه غونډه وشوه، موږ هم سبا د کاناډا به درونکور کې غونډه لرو. دا ټول لاریونونه او اعتراضيه غونډې په افغانستان کې د هزاره ګانو د وژنې او دغه شان په مېرمنو د محدودیتونو د زیاتېدو په غبرګون کې دي."

یو شمېر افغان هنرمندان هم د دې کاروان ملګري شوي دي.

افغان هنرمند فرهاد دریا تېره ورځ د یو ویډيويي پیغام له لارې له خلکو غوښتنه کړې چې په دې لاریونونو کې برخه واخلي.

فرهاد دریا
فرهاد دریا

هغه وویل: "سبا د اکټوبر په اتمه د نړۍ په نږدې اویا لویو ښارونو کې د افغان هزاره ګانو د وژنې په غبرګون کې لاریونونه دي. زه خپله د امریکا د واشنګټن ډي سي د ایالت په اعتراض کې له همدې خولۍ سره برخه اخلم راځې له ماسره ووسئ."

په ورته وخت کې افغان هنرمندې وجیه رستګار چې په المان کې ژوند کوي له خلکو په دې لاریونونو کې د ګډون غوښتنه کړې.

رستګار وویل: "ګرانو وطنوالو راځي چې د هزاره ورونو او خویندو د نسل وژنې او د کاج په ښوونیز مرکز د برید په غبرګون کې سبا خپل غږ پورته کړو. زه مو د هامبورګ په ښار کې انتظار کوم."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د مرکزي اسیا د قرغزستان په مرکز بشکیک کې د افغان امریکايي پوهنتون یو شمېر افغان محصلینو هم د کاج ښوونیز مرکز د خونړي برید کې د قربانیانو په یاد شمعې روښانه کړې وې.

د دغه پوهنتون یوې افغانې محصلې عارفې امیري ازادي راډيو ته وویل: "موږ نن په کاج ښوونیز مرکز کې د قرباني شویو افغانانو په یاد راټول شوي وو. له موعده تر کاجه او له کاجه تر موعده مو شعارونه ورکول موږ په افغانستان کې د هزاره ګانو د هدفي وژونو ودرول غواړو."

د تېرې سپټمبر میاشتې په ۳۰ د جمعې په ورځ د کابل په لودیځ دشت برچې سیمه کې د کاج په ښوونیز مرکز په خونړۍ حمله کې په افغانستان د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما د راپور پر بنسټ ۵۳ زده کوونکې ووژل شوې او ۱۱۰ نور ټپيان شول.

د پېښې زیات قربانیان نجونې وې.

له دې پېښې وروسته د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشتو افغانانو اعتراضونه پیل کړي دي او دغه شان په ټولنیزو رسنیو کې د هزاره ګانو په وړاندې د ورته پېښو د مخینوي په اړه پراخه کمپاین روان دی.

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت د افغانانو په ځانګړې ډول د هزاره ګانو د امنیت د خوندیتوب ډاډ ورکړی خو تر دې دمه نه دي توانېدلي چې د ورته پېښو مخه ونیسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG