د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

پاکستان کې د افغان کډوالو ناوړه وضعیت؛ یوې نجلۍ ځانوژنه کړې


پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال - ارشیف
پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال - ارشیف

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې یوې افغانې نجلۍ ځان وژنه کړې.

په اسلام آباد کې د افغان کډوالو شورا مرستیاله ثریا صبیر وايي، د چهار شنبې ورځ سهار وختي شاخوا ۲ بجې یوې افغان کډوالې د اسلام آباد په B17 ښارګوتې ځان وژنه کړې.

اغلې صبیر وايي، دغه کډواله مریم سادات نومیده او د بلخ ولایت اوسیدونکې وه.

نوموړې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، مریم سادات ۲۵ کلنه وه او له تېر یو کال راهیسې له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته راغلې وه.

له اغلې صبیر نه مو د دې ځان وژنې د لامل په اړه وپښتل:

" دا نجلۍ ۹ میاشتې کیدې چې نامزاده و او نامزاد یې هم د مزار شریف و، خو هغه په پاکستان کې د ویزو او پاسپورټ د ستونزو له امله بیرته مزار ته تللی و، د کورنۍ غړي یې ۷ کسه دي، د ځان وژنې دلیل یې اقتصادي او له حده زیات روحې ستونزې وې. "

پاکستان کې زرګونه افغان پناه غوښتونکي نورو هېوادونو ته د پناه وړلو په هیله سختې ورځې تېروي
پاکستان کې زرګونه افغان پناه غوښتونکي نورو هېوادونو ته د پناه وړلو په هیله سختې ورځې تېروي

په اسلام آباد کې د افغان کډوالو شورا مرستیاله وايي، مریم سادات له پنځم پوړ نه ځان ښکته غورځولې او روغتون ته په لاره یې ساه ورکړې.

د دغې شورا دمعلوماتو له مخې، مریم سادات د امریکا د کډوالۍ (پي ټو ) کېس درلود .

موږ هڅه وکړه، چې د مریم سادات له کورنۍ سره هم خبري وکړو خو بریالي نه شوو.

خو د همدې شورا مشر میر احمد روفي بیا په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو ته په اشاره سره وايي، هېڅ ملاتړي سازمانونه د افغان کډوالو وضیعت ته په سمه توګه رسیدنه نه کوي.

هغه رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي:

" دلته د افغان کډوالو ستونزې بیخي زیاتې دي، د ویزو نه ورکول، د هغه هېوادونو کمه پاملرنه چې کډوال مني او یو شمېر نورې اقتصادي ستونزې ددې لامل کیږي چې ځوانان د روحي فشار لاندې راشي او ځان وژنې ته مخه کړي. "

د مریم سادات د ځان وژنې خبر داسې مهال خپریږي، چې کابو میاشت وړاندې په اسلام اباد کې د افغان کډالو شورا د دوو نورو افغان ځوانانو د ځان وژنې خبر هم ورکړی و.

دغې شورا هغه مهال ویلي وو، چې ذکریا بلوڅ او صایم د اقتصادي او روحي ستونزو له امله ځان وژنه کړې و.

پاکستان مېشتي افغان کډوال نیوکه لري، چې لویدیز هېوادونه او د کډوالۍ اړوند بنسټونه یې غوښتنو ته پاملرنه نه کوي - ارشیف
پاکستان مېشتي افغان کډوال نیوکه لري، چې لویدیز هېوادونه او د کډوالۍ اړوند بنسټونه یې غوښتنو ته پاملرنه نه کوي - ارشیف

د دغو دوه ځوان افغان کډوالو د ځان وژنې وروسته زیات شمیر افغان کډوالو په اسلام کې د خپل نامعلوم برخیلک په تړاو اعتراضونه هم وکړل او له اړوندو ادارو یې وغوښتل چې دغه حالت ته رسیدنه وکړي.

یادې شوراد سرطان په میاشت کې د پاکستان دولت او په هغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د سازمان عالي کمېشنرۍ ته یو سر خلاصی لیک هم واستولو.

دغې شورا په دې سر خلاصي لیک کې د پاکستان دولت له اړوندو ادارو او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان له عالي کمېشنرۍغوښتي، چې د دوی ستونزو ته رسېدنه وشي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زرګونه افغانان د پناه غوښتونې دکېسونو د مخ ته وړلو لپاره ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان ته لاړل، چې یو شمېر دوی خپل د مقصد هیوادونو ته ورسېدل خو یو شمېر نور لا هم له یو نا معلوم برخلیک سره مخ دي.

دوی په وار وار ویلي، چې د ویزو وخت یې پوره شوی، د پاکستاني پولیسو له خوا ځورول کېږي او له اقتصادي ستونزو سره هم مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG