د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

څرنګه د لوېدیځ تېروتنو طالبانو ته اجازه ورکړه چې په افغانستان کې بریالي شي؟


په کابل کې د طالبانو وسله وسله وال غړي
په کابل کې د طالبانو وسله وسله وال غړي

د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه

خلیج ټایمز:

خلیج ټایمز ورځپاڼې په کابل کې د کاج په نوم پر یوه ښوونیز مرکز د جمعې د ورځې چاودنې ته پام اړولی او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما په استناد لیکي، په داسې حال چې یو شمېر ښځو د نسل وژنې په نوم د دغه برید پر وړاندې اعتراض څرګند کړ، د وژل شویو کسانو شمېر یې ۳۵ او د ټپیانو یې هم ۸۲ تنو ته ورسېد.

خلیج ټایمز لیکي، یو شمېر ښځو د هغه روغتون په مخکې چې د دې پېښې قربانیان ور وړل شوي و، راټول شوي او د هغه څه پر وړاندې چې دوی د هزاره ګانو نسل وژنه یاده کړه، شعارونه یې ورکول.

د طالبانو وسله والو چې ویل کېږي یو شمېر یې پر توغندیو هم سمبال و، پر وضعیت څارنه کوله او وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې د طالبانو وسله والو د دغه مظاهرې د خورولو لپاره هوایي ډزې وکړې.

د ورځپاڼې په لیکنه، یوه انتحاري د دغه ښوونیز مرکز دننه داسې مهال خپل ځان ته چاودنه ورکړه چې په سلګونو زده کونکو د کانکور آزمیښتي آزموینه ترسره کوله.

د دغه برید ډېری تلفات په همدې اقلیت مذهبي ډلې پورې تړلي دي.

دغه حمله چې مسوولیت یې تراوسه چا یا کومې ډلې نه دی اخیستی، نړیوالې ټولنې په کلکه غندلې ده.

فارن پالیسي:

څرنګه د لوېدیځ تېروتنو طالبانو ته اجازه ورکړه چې په افغانستان کې بریالي شي؟

دا د هغې لیکنې سرلیک دی چې په فارن پالیسي مجله کې خپره شوې او لیکوال یې د افغانستان لپاره د ناټو پخوانی ملکي استازی سټیفانو پونتیکوروو دی.

نوموړی لیکي، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۷ د جمعې په ورځ د ماښام په شپږو بجو او۲۱ دقیقو په افغانستان کې د ناتو ماموریت رسماً پای ته ورسېد.

د ایټالیا C-130 ډوله الوتکه چې زه هم په کې سپور وم، له افغانستانه والوته او د افغانستان ـ پاکستان د ګډې پولې پر فضا تېره شوه.

د دغې الوتکې په وتلو سره په شلو کلونو کې د لومړي ځل لپاره افغانستان د ناټو له حضور څخه بې برخې شو.

د ښاغلي پونتیکوروو په خبره اوه زره امریکایي او برتانوي سرتېري لا پاتې وو چې د کابل له هوایي ډګر څخه د تخلیې چارې بشپړې او په دې هوایي ډګر کې حساس وسایل او تجهیزات له منځه یوسي.

پونتیکوروو زیاتوي، موږ تر ټاکلې نېټې له ګډوډیو سره د خپلو افغان کارکونکو د ایستلو بهیر بشپړ کړ او ووتو او تر شا مو دا هېواد په ډېر بد حالت کې د طالبانو لاس ته پرېښود.

د هغو طالبانو چې شل کاله مخکې مو د هغوی واکمني نسکوره کړې وه، پونتیکوروو زیاتوي، موږ هغه هېواد پرېښود چې پر موږ یې باور کړی و، هغه افغانان مو بیا د هغې خلاف داسې یوې متفاوتې راتلونکې ته یوازې پرېښودل چې موږ ورته هیلې ورکړې وې.

په فارن پالیسي کې ښاغلي پونتیکوروو وړاندې د لوېدیځ د تېروتنو په ترڅ کې د ځینو نورو لاملونو ترڅنګ د طالبانو او د امریکا ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د دوحې تړون ته اشاره کوي او هغه له افغانستانه د ټولو نړیوالو ځواکونو د وتلو پیلامه بولي.

د نوموړي په خبره که څه هم دغه تړون ته د سولې د تړون نوم ورکړل شوی خو واضح هدف یې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو وتل و.

د پونتیکوروو په باور دې اصل ته په پام چې له طالبانو سره په خبرو کې باید له یوه پیاوړي دریځ څخه ښکېل شوی وای، متحده ایالات له یوه نسبتاً کمزوري دریځ څخه ښکېل شول، هغه هم د دې لپاره چې په لنډ وخت کې له افغانستانه په مصئون ډول د خپلو ځواکونو د وتلو لپاره یوه لاره ومومي.

د ښاغلي پونتیکوروو په لیکنه، د دغه تړون اغېزې ډیرې منفي ځکه وې چې په افغانستان کې یې د ځواک تعادل د طالبانو په ګټه بدل کړ.

د فارن پالیسي په لیکنه، طالبانو او عامو افغانانو له دغه تړون څخه داسې نښې تر لاسه کړي چې امريکا او لوېديځ نور هوډ او ستراتيژيک صبر نه لري چې هغه کار چې د ٢٠٠١ کال له يرغل سره یې پیل کړی و او هغه د يوه سوله ييز افغانستان لپاره پلان شوى و، عملي کړي.

د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره پخوانی جمهوري نظام چې نړیوالو پرې ډېره پانګونه کړې وه، ړنګ او طالبان بیا واک ته ورسېدل.

د طالبانو پر واکمنۍ څه باندې دیارلس میاشتې تېرېږي، خو حکومت یې تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG