د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

یو شمېر ښځینه سېنګارکوونکې: طالبانو بې کارۍ او بې کارۍ جلاوطنۍ ته مجبوره کړو


کابل کې یو شمېر ښځینه سینګارکوونکې -ارشیف
کابل کې یو شمېر ښځینه سینګارکوونکې -ارشیف

یو شمېر سينګار کوونکې وايي، وروسته له هغه چې طالبان په افغانستان کې د هغوی فعالیتونه ودرول، له نهیلۍ او بې کارۍ څخه اړ وتي، چې له افغانستان څخه ووځي.

په افغانستان کې د سينګارتونونو له تړلو څخه تر یوې اونۍ لږ وخت تېر شوی دی.

د سينګارتونونو د بندیدو په اړه سينګارکوونکې د اندیښنې په څرګندولو وايي، چې د خپلو فعالیتونو په بندیدو سره، دوی د عايد بله سرچينه نلري او له همدې امله هېواد نه د وتو هڅه کوي.

د کابل ښار يوه سينګارکوونکې، چې په خبره يې د امنيتي ستونزو له امله نه غواړي نوم يې په راپور کې واخيستل شي،ازادي راډيو ته وويل، د سينګارتونونو له بنديدو وروسته، څلور ورځې کيږي چې ايران ته کډواله شوې ده.

هغه وایي: "زه یوه سینګارکوونکې یم. کورنۍ مې او ټولنې پرېنښودم چې زده کړې وکړم. له همدغه سینګارتون څخه به مې يوه مړې ډوډۍ پیدا کوله. اوس ایران ته راغلم. دلته هم افغانانو ته د کار اجازه نشته، له ډېرو بندیزونو سره مخ یو. ډیره مبارزه مو وکړه، اعتراضونه مو وکړل چې سینګارتونونه ونه تړي، خو ښځې یې وډبولې، د سینګارتونونو ښېښې يې ماتې کړې، او هغوی یې له سینګارتونونو څخه واېستلې. زمونږ ژوند يې دوزخ جوړ کړی، یواځینۍ لاره چې پاتې ده دا دی چې ځان وژنه وکړو او بې غمه شوو. "

مروه په کابل کې یوه بله سینګارکوونکې ده چې وايي، د خپل پلار له مړينې وروسته د خپلې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ راوړونکې ده.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل، چې هڅه کوي یو ګاونډي هېواد ته کډواله شي او هلته خپل کار ته دوام ورکړي.

هغه وایي:" اوسمهال شرایط مونږ ته ډیر ستونزمن دي، په دې شرایطو کې ژوند نشو کولای.په ځانګړې توګه زما لپاره. زه پلار نلرم او د کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ راوړونکې وم. اوس مې ژوند ډېر ستونزمن دی،دا څو ورځې چې په کور کې بې کاره ناسته یم، دا درک کولای شم،اوس مې پرېکړه کړې چې بهر ملکونو ته ولاړه شم، پاکستان، ایران یا کوم بل هیواد ته. هنر داسې یو شی دی که د دنیا هر خوا ته لاړه شم له منځه نه ځي. "

د کابل ښار یو بل تړل شوی ښځینه سینګارتون
د کابل ښار یو بل تړل شوی ښځینه سینګارتون

په کابل ښار کې د رها حسني په نوم يوه بله سينګارکوونکې، د سينګارکوونکو د کډوالۍ په اړه انديښنه څرګندوي او د طالبانو له حکومته غواړي، چې په افغانستان کې د سينګارتونونو د بندولو په اړه پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.

اغلې حسني ازادي راډيو ته وويل" سینګارتون زموږ یوازېنی عاید و، که دا هم د کور له سرپرستو واخیستل شي ، څه وکړي؟ د کور په یوه کنج کې کیني او لاس پر لاس کیږدي چې مونږ څه وکړو؟ مونږ په ډیرې عاجزۍ غوښتنه کوو، چې د کورنیو له اقتصادي، ځاني او مالي ضربو څخه سترګې پټې نکړي. هره ورځ څو کسان زنګ وهي او ژاړي چې وروسته له دې څه وکړو؟ د کور او دکان کرایه مو پاتې ده. اسلامي امارت دې دا ستونزي درک کړي ، هیله کوم چې د هغوی کار او فعالیت ورنه مه اخلئ"

تر دې وړاندې، د افغانستان د کسبګرو اتحادیې ازادي راډيو ته ویلي و چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په حکم به په افغانستان کې ۱۲ زره سینګارتونونه وتړل شي او ۶۰ زره ښځې به خپلې دندې له لاسه ورکړي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ، د بشري حقونو د څار ادارې د ښځو حقونو د څانګې مرستیالې هیدر بار هم، په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا ، د ښځو د سینګارتونونو د تړلو په غبرګون کې، په یوه ټویټ کې ليکلي وو، چې دا یوازې د نوکانو او وېښتانو د لنډولو موضوع نه ده، بلکې ۶۰ زره ښځې خپلې دندې له لاسه ورکوي او دا په ټولنه کې د ښځو د ملاتړ لپاره یوازېني ځایونه وو، چې دا یې هم له لاسه ورکړل.

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت، تېره اونۍ د سه شنبې ورځ ، د زمري مياشتې درېیمه نېټه يې، د سینګارتونونو د بندولو وروستۍ نېټه ټاکلې وه.

د سینګارتونونو په اړه د طالبانو پریکړه توندو غبرګونونو سره مخ شوه
د سینګارتونونو په اړه د طالبانو پریکړه توندو غبرګونونو سره مخ شوه

ملګرو ملتونو تر دې مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې د سینګارتونونو تړل به د ښځو پر اقتصاد ناوړه اغېز وکړي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر کار، زده کړو، سیاسي او ټولنیز ګډون سخت محدودیتونه وضع کړي دي.

که څه هم دغه بندیزونه له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شول، خو د طالبانو حکومت دا د افغانستان کورنۍ مسله ګڼي او په خپلو سیاستونو کې یې کوم بدلون نه دی راوستی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG