د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

مسیر: په افغان سوله کې ستونزې او امریکايي دریځ!


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې د بین‌الافغاني خبرو په وړاندې پرتو خنډونو ته اشاره کړې ده.

  • مسیر

د مسیر ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، "په افغان سوله کې ستونزې او امریکايي دریځ!"

سرمقاله کې د بین‌الافغاني خبرو د ځنډېدو په تړاو لیکل شوي چې لا هم د خبرو د پیل پر وړاندې ډېر خنډونه موجود دي او ورسره یو ځل بیا جګړې زور اخیستی.

په سرمقاله کې دا هم ویل شوي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ له شوې هوکړې تر اوسه پورې یوازې امریکایانو ګټه کړې ده، ځکه چې ځواکونه‌یې خوندي شوي، د سرتېرو خوندي وتلو ته‌یې لاره هواره شوې او میلیاردونه ډالره لګښت‌یې راکم شوی دی.

خو ورځپاڼې د جګړې په افغان اړخ کې د زیان خبره کوي او په وینا یې اوس هم طالبان، حکومتي ځواکونه او ملکي وګړي وژل کېږي او لا معلومه نه‌ده چې تر کله پورې به دا حالت روان وي.

ورځپاڼه کې اساسي پوښتنه دا مطرح شوې چې امریکا ولې د سولې هوکړه نه‌ده عملي کړې او ولې لا هم په افغانستان کې جګړه ده؟

د مسیر ورځپاڼې په باور، امریکایانو د سولې هوکړه یوازې د ځان د خوندیتوب لپاره کړې ده ترڅو د دوی سرتېري خوندي وي.

  • هېواد

هیواد دولتي ورځپاڼې بیا د طالبانو ترمنځ د اختلافانو د رامنځته کېدو په اړه لیکلي دي.

وړاندې په کابل کې د افغان طالبانو د يو مهم مشر او په کراچۍ کې د دې ډلې د پخواني قونسل (جنرال قونسل) جنرال مولوي رحمت‌الله کاکازاده له قوله ویل شوي چې له امريکا سره له تړون وروسته دا جګړه افغان وژنه ده.

ورځپاڼه کې لیکل شوي چې د ښاغلي کاکازاده له لوري افغان حکومت ته په رسول شوي پيغام کې راغلي چې له کوچني اختره وروسته طالبان د دې جګړې له شدت سره موافق نه‌دي او دا د کوټې، پېښور او کراچۍ شوراګانو له لوري پيل شوې جګړه ده!

ورځپاڼې د دغه طالب مشر له قوله لیکلي چې د کوټې، پېښور او کراچۍ شوراګانې د پاکستان د استخباراتو په ولکه کې دي، خو د هلمند طالبان د ملا منصور له وژل کېدو وروسته له پاکستانه وتلي او بيا د دغه هېواد لمنې ته نه‌دي لوېدلي.

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي چې د رحمت‌الله کاکازاده په دغه پيغام کې دا هم راغلي چې د هلمند شورا د تشدد کموالی غواړي، خو د کوټې، پېښور او کراچۍ شوراګانې د پاکستاني مقاماتو د اصرار او مشورې له کبله د اورکم او اوربند مخالفت کوي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د ملکیانو د وژل کېدو خبره کړې او د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون وروستي راپور ته په اشارې سره‌یې لیکلي چې د ملکیانو مرګ‌ژوبله په بې‌ساري ډول پورته شوې.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې کچه داسې مهال زیاته شوې چې د بین‌الافغاني خبرو اترو لپاره هیلې راټوکېدلې وې او افغانانو د حملو او تاوتریخوالي د کمېدو انتظار کاوه.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې د جګړې ښېکلې لوري باید د ملکیانو د وژل کېدو له امله ځواب ویونکي وي او په وینا یې دا نړیوال اصل او عدالت باید تأمین شي.

XS
SM
MD
LG