د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

افغانانو تېر یو کال له ننګونو او ستونزو ډک تېر کړ؛ نوی کال به څرنګه وي؟


ارشیف: په کندهار کې د طالبانو وسله وال کسان
ارشیف: په کندهار کې د طالبانو وسله وال کسان

۱۴۰۱ لمریز کال په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او افغانانو لپاره له لوړو ژورو ډک کال وو.

که څه هم طالبان‌یې په تېر کال یعنې د ۱۴۰۰ لمریز کال په زمري یا اسد میاشت کې واک ته ورسېدل او فکر کېده چې ښايي هر څه ډېر ژر نورمال شي، خو نه‌یوازې دا چې عادي نه‌شول، بلکې د ځینو په باور په ځینو برخو کې ستونزې لا پسې زیاتې شوې.

د طالبانو حکومت دعوه کوي چې په ټول افغانستان کې یې سرتاسري امنیت تینګ کړی، خو دا هېواد په دې کال کې له ترهګرۍ د زیانمنو هېوادونو په سر کې و.

په ډیپلوماتیکه برخه کې که څه هم طالبانو په دې کال کې په یو شمېر هېوادونو کې د افغانستان سیاسي استازولۍ ترلاسه کړې، خو د ګوتو په شمېر د سیاسي استازولیو ترلاسه کول مهمه لاس ته راوړنه نه‌بلل کېده.

په اقتصادي برخه کې د قوش تېپې په کانال د کار پیلول د دې کال مهمه لاسته راوړنه بلل کېږي، خو په ټولنیزه برخه کې په دې کال کې د طالبانو د حکومت له لوري د نجونو پر تحصیل او بهرنیو مؤسساتو کې د ښځو په کار بندیز د طالبانو حکومت له پراخه کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ کړ.

نسبي امنیت، خو د ناامنۍ خونړۍ پېښې

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، افغانستان اوسمهال له یو غیرنورمال حقوق بشري، سیاسي او اقتصادي وضعیت سره مخ دی.

د دې سازمان د جنوبي اسیا د برخې څېړونکي زمان سلطاني ازادي راډيو ته وویل، چې افغانستان په تېر کال کې د غیر قانوني وژنو، خپل سرو نیونو، شکنجو او د بشري حقونو له پراخه نقض سره مخ و.

سلطاني وویل: "په تېر یو کال کې د طالبانو د حکومت تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې موږ د غیر قانوني قتلونو، خپل سرو نیونو،سختو شکنجو او دغه شان د بشري حقونو د نقض او پر ښخو او نجونو د سختو محدودیتونو شاهدان وو."

تېر کال پنجشېر کې د مقاومت جبهې یو غړی د طالبانو له لوري تر نیونې وروسته ووژل شو. November 18 2022
تېر کال پنجشېر کې د مقاومت جبهې یو غړی د طالبانو له لوري تر نیونې وروسته ووژل شو. November 18 2022

که څه هم د طالبانو حکومت د ۱۴۰۰ لمریز کال په زمري یا اسد میاشت کې له بیاځلي واک ترلاسه کولو وروسته عمومي عفوه اعلان کړه، خو په تېر کال کې د تېر جمهوري حکومت د یو شمېر نظامیانو او ملکي کارکوونکو د وژلو او شکنجه کولود ادعاوو په اړه راپورونه خپاره شول.

د تېر لمریز کال په جدی میاشت کې د روادارۍ په نوم یو سازمان ادعا وکړه، چې طالبانو په خپل پنځلس میاشتنۍ واکمنۍ کې د افغانستان په څلورو ولایتونو کې لږ ترلږه ۶۳۴ کسان چې د تېر حکومت نظامیان، د سلفي مسلک پیروان، د مقاومت جبهي غړی او یو شمېر کسان په کې شامل وو وژلي دي، خو طالبانو دا ادعا رد کړه.

په دې کال کې په کابل کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري وژل هغه څه وو چې د طالبانو د حکومت او د القاعده شبکې ترمنځ د اړیکو په اړه یې د نړیوالو غبرګونونه او اندېښنې راوپارولې.

د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري
د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري

نوموړي د ۱۴۰۱ لمریز کال د اسد په لسمه نېټه د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې، په کابل کې په خپل استوګن ځای کې ووژل شو.

که څه هم طالبانو د ایمن الظواهري وژنه تاييد نه کړه او وې یې ویل، چې په دې اړه څېړنې کوي، خو متحده ایالاتو ټینګار وکړ چې که طالبان ونه توانېږي او ونه غواړي د القاعده شبکې سره د اړیکو او مبارزې په برخه کې خپلې کړې ژمنې عملي کړي، امریکا د خپلو خلکو او خاورې د دفاع وړتیا لري.

د دې ترڅنګ په ۱۴۰۱ لمریز کال کې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې خونړۍ حملې د سیمې د هېوادونو اندېښنې زیاتې کړې.

په مزار شریف ښار کې د وروستیو دوه حملو چې په کې د بلخ لپاره د طالبانو والي ووژل شو او یو شمېر خبریالانو ته په کې مرګ ژوبله واوخته داعش خراسان څانګې یې مسوولیت ومانه.

په بلخ کې د تبیان فرهنګي مرکز کې د چاودنې له کبله دوه خبریالان وژل شوي او تلس نور ټپیان دي.
په بلخ کې د تبیان فرهنګي مرکز کې د چاودنې له کبله دوه خبریالان وژل شوي او تلس نور ټپیان دي.

دغه وسله والې ډلې له دې وړاندې په کابل کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مخته د شوي خونړي موټر بم برید او دغه شان د کابل په لویدیځ کې په یو ښوونیز مرکز د انتحاري حملې مسوولیت هم منلی وو.

د امنیتي چارو پوه اسحق اتمر وايي، د طالبانو حکومت د خلکو د هیلو خلاف ونه توانېد چې سرتاسري امنیت ټینګ کړي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل چې په تېر لمریز کال کې ان ډیپلوماټیکې بهرنۍ استازولۍ هم له بریدونو خوندې نه وې.

هغه زیاته کړه: "د روسیې په سفارت حمله، د پاکستان په سفارت حمله، د چینایانو په هوټل برید، په کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو بریدونه او یو شمېر نور چې له امله یې خلک ووژل شو خلکو چې کوم ډول تمه درلوده د امنیت د تیګښت هغسې ونه شول او طالبان ونه توانېدل چې امنیت ټینګ کړي."

دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه اونۍ وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل چې په دې هېواد کې لږ ترلږه ۲۳ وسله والې ډلې فعالې دي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو سره په خبرو کې په تېر لمریز کال کې په افغانستان کې د سرتاسري امنیت د ټینګښت دعوه کوي او دا د خپل حکومت لپاره لویه لاس ته راوړنه بولي.

نوموړي دغه شان د داعش وسله والو پر ضد د بېلابېلو عملیاتو یادونه کوي، خو په افغانستان کې د ۲۳ وسله والو ډلو موجودیت ردوي.

طبیعي پېښو سلګونه افغانان مړه کړل

له ناامنۍ وراخوا طبعې پېښو، زلزلو، سیلابونو، واورې ورېدنې او وارورې ښوېدنې چې له امله یې سلګونه کسان مړه شول په دې کال کې د طالبانو د حکومت لپاره بل چلنج و.

د طالبانو حکومت طبیعې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله په افغانستان کې څه دپاسه ۱۲۰۰ کسان مړه او ۲۱۵۹کسان ټپیان شول.

د دغه وزارت سرپرست ملا محمد عباس اخند رسنیو ته په یو استولي ویډیو پیغام کې ویلي چې په دغه موده کې ۱۰۸۰۸ د استوګنې کورونه په بشپړ ډول او ۲۳۱۴۰ نور کورونه په جزي ډول ویجاړ شوي دي.

د دې کال په سرطان میاشت کې د افغانستان په پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو سختو زلزلو له زرو ډېرو کسان مړه کړل او سلګونه نور یې ټپیان او بې کوره کړل.

په پکتیکا کې د زلزلې له کبله د یوه ویجاړ شوي کور انځور. December 05 2022
په پکتیکا کې د زلزلې له کبله د یوه ویجاړ شوي کور انځور. December 05 2022

دغه شان د دې هېواد بېلابېلو ولایتونو سختې واورې وشوې او سېلابونه راووتل، چې خلکو ته یې پراخه زیانونه واړول.

د طالبانو حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت ویلي وو چې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د اقلیمي بدلونونو له امله افغانستان ته څه باندې دوه میلیارد ډالر زیان رسولی دی.

طالبان وايي، له اقتصادي اړخه دا کال د پرمختګ کال وو، خو خلک وايي، بې وزلي، فقر او بې کاري اوج ته رسېدلې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې په دې کال کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان صادرات دوه ملیاره ډالرو ته ورسېدل چې د ده په خبره ښايي ریکارډ کچه یې وبلل شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

مجاهد وویل: "همدا راز د افغانستان کوم معادن چې دي تر کار پې پیل شو، د دې ترڅنګ د کال د حمل په میاشت کې د قوش تېپې په کانال کار پیل شو، دغه شان د تېلو او نفتو ذخیره په قشقري کې په قرارداد ورکړل شوه چې کار یې ښه روان دی او په راتلونکې کال کې به افغانستان کې د نفتو له اړخه تر ډېره په ځان بسیا وي. د معادن په برخه کې یو ښه میکانېزم رامنځته شوی چې له امله به یې په ۱۴۰۲ کال کې افغانان په اقتصادي لحاظ ښه پرمختګ وکړي."

نوموړی ادعا کوي چې په دې کال کې د طالبانو حکومت د فساد مخه نیولې او په بېلابېلو ولایتونو کې د بیا رغونې پروژې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په خپل یو نوي فرمان کې په دولتي ادارو کې د خپلوۍ او پېژندنې پر بنست په مقرریو بندیز لګولی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو سره په خبرو کې دا منلي وه چې په دې برخه کې ځنې موارد شته، چې دا خپله د فساد یو ډول ګڼل کېږي.

خلک بیا وايي چې په دې کال کې بې وزلي، فقر او بې کاري اوج ته ورسېده.

د ملګرو ملتونو بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وايي، ۲۸ عشاریه ۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري چې له ډلې یې ۲۰ میلیونه له سختې لوږې سره مخ دي.

د نړیوالو مرستو کمېدل، د افغانستان په بانکي سیستم د نړیوالو محدودیت او وچکالي په افغانستان کې د فقر او بې وزلۍ عمده لاملونه بلل کېږي.

پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وايي، ۱۴۰۱ کال د افغانستان لپاره له اقتصادي اړخه له ستونزو او مشکلاتو ډک وو.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم ستونزې مني، خو وايي، حکومت یې د هواري هڅه کوي.

هغه زیاته کړه: "زموږ نظام له بندیزونو سره مخامخ دی چې له امله یې بانکي سیستم او د پیسو لېږد ستونزمن دی. د دې ترڅنګ د رسمیت پېژندلو مسئلې هم ستونزې پیدا کړي چې له امله یې لویې پروژې نه دی پیل شوي."

د نجونو او ښځو په کار او تحصیل بندیز

پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل سره سم په افغانستان کې د بې کارۍ کچه لوړه شوه خو بې وزلۍ هغه مهال لا پسې زیاته شوه چې د طالبانو حکومت په ۱۴۰۱ لمریز کال په نادولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګاوه، چې له امله یې زیات شمېر هغه مېرمنې چې د کورنۍ نفقه یې ګټله بې کاره شوې.

د دې ترڅنګ د نجونو پر تحصیل د طالبانو بندیز بله هغه سخت دریځه پرېکړه وه چې د نړیوالو په مرستو کې یې کموالی راوست.

طالبانو تېر کال پر نجونو د پوهنتونونو دروازې وتړلې. دغه انځور د تېر کال د ډسمبر میاشتې د وروستیو دی چې نجونې د کابل پوهنتون مخې ته ټولې شوې وې.
طالبانو تېر کال پر نجونو د پوهنتونونو دروازې وتړلې. دغه انځور د تېر کال د ډسمبر میاشتې د وروستیو دی چې نجونې د کابل پوهنتون مخې ته ټولې شوې وې.

یو شمېر افغان نجونې وايي، دوی هیله درلوده چې په دې کال به د طالبانو حکومت دوی ته د زده کړو اجازه ورکړي، خو نه یوازې دا چې پوهنتونونو ته په تګ د بندیز په ګډون، په دوی ډېر نور محدودیتونه هم ولګول شول.

د ننګرهار اوسېدونکې تورپېکۍ ازادي راډيو ته وویل: "یوکلن ستړی انتظار مو وکړو چې ښوونځي به خلاص شي، خو دا انتظار انتظار پاتې شو او زده کړو ته اجازه ورنه کړل شوه. د ښځو پر وړاندې د زده کړو د بندیز تر څنګ په کار هم بندیز ولګول شو چې له امله یې خلکو ته ګڼې اقتصادي ستونزې رامخته شوې."

د کابل اوسېدونکی مریم وویل: "په دې کال کې اقتصادي وضعیت ډېر بدتر وو، تر دې چې ځینې خلک ان د یو وخت ډوډۍ د پیدا کولو مدرک نه لري چې د شپې یې وخوري سهار ته حیران وي."

د سیاسي چارو پوه عصمت قانع وايي، په دې کال کې د طالبانو حکومت پر ښځو د سختو محدودیتونو له امله له پراخو نړیوالو او سیمه ییزو مزاحمتونو سره مخ وو.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: " په نړیوال سیاسي سټېج کې پر ښځو د محدودیتونو له امله سختو مزاحمتونو سره مخ وو. په نړیوالو سترو فورمونو کې چې د ملګرو ملتونو کوم فورم و، د سارک فورم، د شانګهای فورم، د اسلامي همکاریو سازمان فورم او په نورو دغه ډول فورمونو کې طالبان له ګډون او استازولۍ بې برخې پاتې شول."

قانع وايي، د دې ترڅنګ په دې کال کې له افغانستانه زیات شمېر کدرونه ووتل، او رسنۍ محدودې شوې.

دی وايي، په ټوله کې په دې کال طالبانو د یو ملت په توګه ونه شول کولای داسې پرمختیا ولري چې حساب پرې وشي.

کورنی او بهرنی مشروعیت

د سیاسي چارو یو شمېر نور کارپوهان وايي، د طالبانو حکومت په تېر لمریز کال د افغانانو او نړیوالې ټولنې هیلو ته مثبت ځواب ونه وایه بلکې تر ډېره یې په ټولنیزه برخه کې خپل سیاست لا پسې سخت کړ.

د نړیوالو اړیکو پوه سید خالد سادات ازادي راډيو ته وویل طالبانو نه یوازې له نړیوالو سره اړیکې ښې نه کړې بلکې په کور دننه یې هم مشروعیت ترلاسه نه شو کړای.

سادات وویل: "طالبانو داسې یو ملي حکومت چې ټول افغانان په کې ځانونه وګوري جوړ نه شو کړای. دوی له نړیوالې ټولنې سره د یو ملي حکومت د جوړولو ژمنه کړې وه، خو موږ اوس ګورو چې طالبانو په خپل حکومت کې ټول خپل خلک راټول کړي دي."

خو طالبانو له دې وړاندې په وار وار خپل حکومت ټولشموله بللی او ویلي دي چې د هر قوم وګړو ته یې په خپل حکومت کې ځای ورکړی دی.

د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

په تېر لمریز کال کې په ډیپلوماټیکه برخه کې د طالبانو حکومت په یو شمېر هېوادونو کې د افغانستان سیاسي استازولۍ ترلاسه کړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په ایران، ازبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، روسیې، چین، ترکیې، سعودي عربستان، قطر او مالیزیا کې یې د افغانستان په سیاسي استازولیو کې خپل ډیپلوماټان ګومارلي، خو د نړیوالو اړیکو پوه سید خالد سادات د ګوتو په شمېر د سیاسي استازولیو ترلاسه کول مهمه لاس ته راوړنه نه بولي وايي، د طالبانو حکومت تر اوسه د هېڅ هطواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

دوی وايي، که طالبان لا هم په افغانستان کې د یکه تازۍ سیاست ته دوام ورکړي او پر ښځو محدودیتونه لیرې نه کړي نو لیرې نه ده چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان نړیوالې انزوا ته لاړ شي او په هغه صورت کې به په دې هېواد کې اقتصادي او بشري ستونزې لا پسې زیاتې شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG