د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

منیزه کاکړ: د پاکستان نوې پرېکړې د ۸۵۰ زرو افغان کډوالو ژوند له خطر سره مخ کړی


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو مدافع وکیله منیزه کاکړ وايي، د پاکستان فدرالي حکومت اعلان کړی چې د اپریل په ۱۵مه به په ټولو ایالتونو کې د هغو افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو پیل کړي چې د (ای سي سي) يا د کډوالۍ ځانګړي کارتونه لري.

نوموړې پر خپله ایکس‌پاڼه یو مکتوب او عکسونه خپاره کړي چې په‌کې ویل شوي، په سند ایالت کې د نقشې جوړولو کار بشپړ شوی او د مارچ تر ۲۵مې به دا معلومات د پاکستان د کورنیو چارو له وزارت سره شریک شي.

منېزې کاکړ له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ له ادارو وغوښتل چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د امنیت او حقونو د خوندیتوب لپاره دې ژر تر ژره اقدام وکړي.

هغې وويل، د هغو افغان کډوالو شمیر چې د (ای سي سي) کارتونه لري شاوخوا ۸۵۰ زره تنه دی:

"دا مهال په پاکستان کې اته سوه او۵۰ زره افغانان د ای سي سي کارتونه لري، دې پرېکړې د دغو اته‌نیم میلیونو افغانانو ژوند له وېرې سره مخ کړی دی. دا پرېکړه به نه یوازې هغه کسان اغېزمن کړي چې د ای سي سي کارت لري؛ بلکې کله چې عملیات پیل شي، دا به د هغو افغان کډوالو ژوند هم اغېزمن کړي چې د ویزو او پاسپورټونو سره راغلي دي."

هغې ادعا وکړه چې پاکستاني پولیس د کډوالو د جبري ايستلو په بهیر کې اسناد نه ګوري او دا مسئله افغان کډوال او پناه غوښتونکې د ايستلو له خطر سره مخ کوي.

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا برخې کمپاینره، سمیرا حمیدي
د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا برخې کمپاینره، سمیرا حمیدي

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا برخې کمپاینرې سمیرا حمیدي د پاکستان د فدرالي حکومت له‌خوا د افغان کډوالو د ایستلو د دویم پړاو د اعلان په اړه اندېښنه ښودلې او په خپله ایکس‌پاڼه کې یې لیکلي چې ډېری دا کډوال د طالبانو له‌خوا د ځورونې له وېرې له افغانستانه تښتیدلي او د افغانانو د موقعیت نقشه کول او بیا هره وروستۍ پرېکړه دوی له لوی خطر سره مخ کوي.

هم‌مهاله، د کډوالو لپاره د اقدام ګډې کمېټې (JAC for Refugees) په خپله ايکس‌پاڼه کې لیکلي چې، د افغانانو د موقعیت نقشه کول به د دوی ځورونه ډېره کړي او د هغوی کورنیو ته به زیان ورسوي.

دغې کمېټې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوالې ادارې څخه غوښتي چې په‌دې برخه کې د پاکستان له حکومت سره کار وکړي.

له بلې خوا په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال د دې عملیاتو له پیلېدو اندېښمن دي.

نجيبه چې په پاکستان کې له افغان کډوالو څخه ده، وايي د کډوالو د ايستلو د دويم پړاو خبر اندېښمنه کړې ده:

"دا تقريباً زموږ دریم کال دی چې له افغانستان دلته راغلي یو ځکه چې موږ هلته له خطر سره مخ و او دلته زموږ د پناه اخيستنې کېسونه هم بررسي شي. مګر موږ لاهم انتظار کوو او زموږ برخلیک لاهم نامعلوم دی. زموږ د ويزو وخت پای ته رسېدلی او امکان لري چې د پاکستان پولیس موږ ديپورټ کړي."

په پاکستان کې یوه بله افغان کډواله ثریا سادات وايي:

"له بده‌مرغه، د افغان کډوالو په اړه د پاکستان د حکومت سختو اقداماتو د ټولو کډوالو وضعیت ستونزمن کړی دی. کله چې موږ له کوره ووځو، موږ تل ویره لرو چې پولیس مو ونه دروي."

يو شمېر پاکستاني رسنیو هم د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پنجاب حکومت ته امر کړی چې د روان کال د اپریل له ۱۵مې نیټې دې د هغو افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو پیل کړي چې (ای سي سي) يا د کډوالۍ ځانګړي کارتونه لري.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر افتاب دراني له يادې پرېکړې د پنجاب د کورنیو چارو له وزیر نورالامین او د دغه وزارت له نورو لوړ پوړو چارواکو سره په یوه ویډیويي ناسته کې خبر ورکړ.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د سرچینو له قوله ویلي چې د دغه هېواد فدرالي حکومت به د پنجاب حکومت ته د (ای سي سي) يا د کډوالۍ د ځانګړي کارت لرونکو کسانو نوم‌لړ چمتو کړي، څو يې له پولیسو او نورو اړوندو څانګو سره یې شریک کړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د پاکستان پخواني موقت حکومت د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ چې په ترڅ کې یې د یو شمېر قانوني اسنادو لرونکو کډوالو په ګډون څه باندې ۵۲۴ زره افغان کډوال و ايستل شول.

که څه هم د بشري حقونو سازمانونو په وار وار له پاکستانه غوښتي چې دغه بهیر ودروي، خو د پاکستان حکومت تل د بې‌اسناده کډوالو پر ايستلو ټینګار کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG