د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

ایران: افغانستان او پاکستان سره پر پوله مو نژدې ۳ زره " ناقانونه اتباع" نیولي


د افغانستان- پاکستان او ایران ګډه پوله ( تصویر له ارشیفه)
د افغانستان- پاکستان او ایران ګډه پوله ( تصویر له ارشیفه)

يو شمېر ایراني رسنیو د دوشنبې په ورځ د سیستان او بلوچستان د سرحدي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې په تېرو درېیو ورځو کې له افغانستان او پاکستان سره د ایران په پولو کې ۲زره ۲۸۵ "غیر قانوني اتباع" یا بې‌اسناده کډوال نیول شوي دي.

د ایران دولتي خبري اژانس «ایرنا» د ایران د سیستان او بلوچستان د سرحدي ګارد د قوماندې د ټولنیز مرستیال علي رضا فضلي له قوله ویلي چې دغه کسان د تېښتې پر مهال د پوله ساتونکو له‌خوا نیول شوي دي.

د دغه ایراني چارواکي په وینا، يادو کسانو نیت درلود چې د سرحدي سیمې حدودو له پام کې نیولو پرته ایران ته ننوځي.

د ایران د سیستان او بلوچستان د سرحدي ګارد د قوماندۍ ټولنیز مرستیال زیاته کړې، يادو کسانو د پوله‌ساتو مامورینو له خبرتیا وروسته د افغانستان او پاکستان خاورې ته د تېښتې هڅه وکړه.

که څه هم نوموړي په ډاګه نه‌کړه چې په دغو کسانو کې څومره شمېر افغانان دي، خو هره ورځ یو زیات شمېر افغانان پر ناقانونه لارو ایران ته کډوال کېږي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته هره ورځ سلګونه افغانان په ناقانونه توګه ایران ته د کار او یا د دغه هېواد له لارې د ناقانونه کډوالۍ په هیله ورځي
د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته هره ورځ سلګونه افغانان په ناقانونه توګه ایران ته د کار او یا د دغه هېواد له لارې د ناقانونه کډوالۍ په هیله ورځي

د کابل ښار يو تن اوسېدونکی فيض احمد وايي، د تره زوی يې له دوو ورځو راهيسې په ايران کې نيول شوی او دوی يې د برخليک په اړه هېڅ خبر نه‌لري.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

"زما يو د تره زوی د کار لپاره ایران ته تللی و، دوه ورځې کېږي چې د هغه یو ملګري خبر راکړ چې هغه د پولیسو له‌خوا نیول شوی دی. موږ نه‌پوهېږو چې هغه چېرته دی او کوم ځای ته لېږدول شوی، د هغه کورنۍ ډېره اندېښمنه ده."

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال هم وايي چې په دغه هېواد کې د نیول کېدو له دوام اندېښمن دي.

د دغو کډوالو له ډلې فواد رباني ازادي راډيو ته وویل:

"یوه اوونۍ کېږي، امنیتي تدابیر ډیر سخت شوي او ټول خلک هر چېرې چې اوسیږي خپل تدابیر لري. هغوی ته دا مهمه نه‌ده چې څوک دي، د کومې طبقې دي؟ دوی ټول افغانان له کاره ایستلي او په هغو ځایونو کې چې افغانان کار کوي محدودیتونه يې وضع کړي دي."

تر دې مخکې هم په ایران کې یو شمېر افغان کډوالو د دغه وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو چې د امنیتي ګواښونو او یا د بې‌کارۍ له امله يې افغانستان پرې ايښی و او افغانستان ته د بېرته راتلو په اړه اندېښمن دي.

له ګاونډیو هېوادونو څخه د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو د بهیر په دوام، د ایران سرحدي چارواکو په‌دې وروستیو کې خبر ورکړ چې، د سلواغې میاشتې په لومړیو ۱۵ ورځو کې يې ۲۰زره بې‌اسناده افغان کډوال له دغه هېواده ايستلي دي.

احمد وحیدي: ایران کې شاوخوا ۵ میلیونه ناقانونه کډوال ژوند کوي چې د ایستو لړۍ یې پیل شوې
احمد وحیدي: ایران کې شاوخوا ۵ میلیونه ناقانونه کډوال ژوند کوي چې د ایستو لړۍ یې پیل شوې

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د روان کال د ميزان مياشتې په لومړۍ اوونۍ کې خبر ورکړ چې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال په غیر قانوني توګه په ایران کې ژوند کوي.

هغه زیاته کړې وه: د دوی د ایستلو بهیر به پیل کړي.

له‌دې وروسته له ايران څخه د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی دی.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته سلګونه زره افغانان د هغوی په خبره د امنیتي ګواښونو، بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له امله پر ناقانونه لارو بېلابېلو هېوادونو؛ په ځانګړي ډول ايران او پاکستان ته کډوال شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG