د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

له ایران څخه د افغان خبریالانو د په زوره ایستو اندېښنې


د تهران د ازادۍ میدان = سمبولیک تصویر
د تهران د ازادۍ میدان = سمبولیک تصویر

په جلا وطنۍ کې، د افغان خبریالانو فدراسیون، په ایران کې د یو شمېر افغان خبریالانو توقیف ته په اشارې سره له دغه هېواده د افغان خبریالانو جبري ایستل او توقیف د اندېښنې وړګڼلي او په دې برخه کې یې د خبریالانو له ملاتړ کوونکو بنسټونو او نړیوالې ټولنې څخه د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده.

د دغه فدراسیون ویاند حشمت الله وجداني د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په ایران کې د دې بنسټ مسوول امېد پویا او دوه نور افغان خبریالان د دوشنبې په سهار د ایران پولیسو له خوا نیول شوي و او د ورځې په پای کې بېرته خوشې شول.

وجداني زیاتوي:

"امېد پویا او دوه نور خبریالان د ایران پولیسو لخوا له کورونو نیول شوي او زندان ته لېږل شوي و. که افغان خبریالان بېرته افغانستان ته ولېږل شي له جدي ګواښونو سره به مخ شي.فدراسیون په جدي ډول له نړیوالو سازمانونو غواړي چې د خبریالانو کډوالۍ کېسونه ژر تر ژره وڅېړل شي او هغو هېوادونو ته ولېږل شي."

په جلا وطنۍ کې د افغان خبریالانو د فدراسیون مسړولین وايي، د دوو نورو نیول شویو خبریالانو هویت د دوی د غوښتنې پر بنسټ نه په ډاګه کوي.

د دغه فدراسیون مشر امېد پویا، په ایران کې د دې هېواد د پولیسو لخوا د خپل نیولو کیسه داسې کوي او وایي:

"سهار وختي يې زموږ کور محاصره کړ، دروازه يې ماته کړه او موږ یې ونيولو او د عسکر آباد پوځي کمپ ته يې بوتلو له مونږ څخه يې څېړنې وکړې، کارتونه مو ور وښودل او خپلې ستونزې مو ورته وويلې . تر ماښامه هلته و بیا یې خوشې کړو."

نوموړي په ښکاره ډول ونه ويل چې د نيول کېدو لامل یې څه و، خو په ډاګه يې کړه چې له ايرانه د افغانانو د نيولو او شړلو د لړۍ له چټکیدو وروسته، خبريالان هم له دې ستونزې سره مخ شوي دي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سلګونه افغان خبریالان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي او هلته له ناوړه وضعیت څخه شکایت لري
د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سلګونه افغان خبریالان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي او هلته له ناوړه وضعیت څخه شکایت لري

د ايراني پوليسو له خوا د افغان خبريالانو نيولو په دغه هېواد کې مېشت يو شمېر افغان خبريالان اندېښمن کړي دي.

دوی وايي اوس په ډېر بد حالت کې ژوند کوي.

په ایران کې افغان خبریال سید بشیر طارق ازادي راډیو ته وویل:

"په ایران کې له ډيرو اقتصادي، روحي او رواني ستونزو سره مخ یو. دا چې ویزې مو ختمې شوي دي، د دیپورت له خطر سره مخ یو."
یوې ایران مېشتې خبریالې فرېبا عباسي وویل:

"ډېرو ستونزو سره مخ یو، نه یواځې دا چې نړۍ موږ ته پام نه کوي بلکې د اقتصادي ، بې برخلیکه ژوند او د اوسیدو ستونزو له امله له هرڅه پاتې یو. کله مو چې د ویزې موده پای ته ورسیږي، د خبریالانو ویزه له درې ځلو څخه زیات نه تمدیدیږي."

په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو فدراسیون، د ایران له حکومته غوښتي چې د خبریالانو له جبري ایستلو ډډه وکړي او په نورو هېوادونو کې د دوی د پناه غوښتنې کېسونو تر بشپړویدو پورې، دوی ته د هوسا ژوند زمینه برابره کړي.

په ايران کې د یاد شوي فدراسيون د مسوول د معلوماتو له مخې، اوسمهال شاوخوا شپيته افغان خبريالان په تهران او د دغه هېواد په نورو ښارونو کې مېشت دي چې د استوګنې د اسنادو د نه لرلو په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د پخواني پوځیانو، مدني فعالانو، خبریالانو او نورو فعالانو په ګډون، په لسګونو زره افغانان د امنیتي ګواښونو، بې وزلۍ، بیکاري او نورو بېلابېلو لاملونو له امله ایران، پاکستان او نورو هیوادونو ته کډوال شوي دي.

XS
SM
MD
LG