د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

د کډوالۍ نړیوال سازمان: افغانستان یو بې ساری بشري ناورین تجربه کوي


یو شمېر بېوزلۍ ځپلې افغانې مېرمنې - ارشیف
یو شمېر بېوزلۍ ځپلې افغانې مېرمنې - ارشیف

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا 'ای او ام' وايي افغانستان یو بې ساری بشري ناورین تجربه کوي او د خلکو اړتیاوې په اندېښمنونکي ډول په تېزۍ سره مخ په زیاتېدو دي.

یاد سازمان 'په نړۍ کې ترټولو ننګونکي بحراني شرایطو' په نومپه راپور کې له پاکستانه د افغان کډوالو وتلو ته په اشارې سره لیکلي، په تېرو څلورو میاشتو کې له ۵۰۰ زرو زیات کډوال افغانستان ته ستانه کړای شوي چې له ۱۰ زره ډېر یې د جنورۍ په لومړیو ۱۵ ورځو کې راستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي دي چې له پاکستانه د افغان کډوالو په ایستلو کې زیاتوالي، پر پولو فشارونه زیات کړی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان "ای او ام" ټینګار کوي چې د افغانستان خلک د بشري ناورین د کمولو لپاره د هغه اړتیا وړ پرمختیايي مرستو په ګډون چې نړیوال بسپنه ورکونکي یې دا مهال نه تمویلوي، اوږدمهاله پاېښت لرونکي د حل لارو ته اړتیا لري.

یاد سازمان په داسې حال کې له پاکستانه د راستانه شویو کډوالو پر وضعیت اندیښنه څرګندوي چې افغانستان ته یو شمېر ستنو شویو کډوالو له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې له سخت ستونزو سره مخ دي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

له دوی څخه عبدالقادر چې تازه له پاکستانه راستون شوی دی او دا مهال په لغمان ولایت کې اوسیږي وايي، اووه ماشومان لري خو یوه مړې ډوډۍ ورته نه شي پیدا کولای.

هغه وویل: "بارانونه هم دي، ژمی هم دی، ځای هم نه‌شته او ناروغیو سره ډير په تنګ راغلي یو. هيڅ هم نلرو، نه ځای لرو، نه د درمل او دوا اخیستلو توان لرو چې ماشومانو ته یې واخلو، کار او بار نه‌شته. "

له پاکستانه ستانه شوي افغانان هم له ګڼو ستونزو شکایت لري
له پاکستانه ستانه شوي افغانان هم له ګڼو ستونزو شکایت لري

له پاکستانه راستون شوی یو بل افغان کډوال چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، په سوړ ژمي کې د خپل ژوند د کړاوونو په اړه داسې وايي: "تر اوسه مو د هیڅ کوم بنسټ لخوا مرسته نه ده ترلاسه کړې، ډیرو ستونزو سره مخ یو ان دا چې دا سوړ ژمی پرته له ګاز، بريښنا، صندلۍ یا سون توکو تیروو. موږ له خلکو پور اخلو او له همدې لارې خپل د ژوند لګښتونه په ډيرې سختۍ پیدا کوو."

دوی د طالبانو له حکومته او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دوی وضعیت ته پاملرنه وکړي او له دوی سره مرسته وکړي.

د پاکستان موقت حکومت د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ، خو د ځینو پاکستاني رسنیو د راپورونو او د هغو معلوماتو له مخې چې په کراچۍ کې د طالبانو حکومت قونسل عبدالجبار تخاري دوه اوونۍ وړاندې له ازادي راډیو سره شریک کړل، څو اوونۍ وړاندې د پاکستان کابینې د مارچ میاشتې تر پایه پورې له ۱.۳ میلیونو څخه د زیاتو بې اسنادو افغان کډوالو د اوسیدو موده وغځوله.

خو د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په دې وروستیو کې په ورځني ډول له پاکستانه د راستنیدونکو افغانانو د شمېرو په خپرولو تاییدوي چې دا لړۍ نه ده بنده شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ نړیوال سازمان په خپل راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې سیاسي بدلونونو افغانستان له کړکېچ سره مخ کړی او په دې هیواد کې د نفوس دوه پر درېیمه برخه بشري مرستو ته اړتیا لري.

تر دې مخکې هم د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي وو، په روان زیږدیز کال کې نږدې ۲۴ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG