د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۶

د طالبانو په واکمنېدو سره ملګرو ملتونو افغانستان ته څه باندې ۲.۹ میلیارد ډالره لېږدولي


له افغانستان سره مرسته شوې پیسې چې د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک ته رسېدلي دي.
له افغانستان سره مرسته شوې پیسې چې د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک ته رسېدلي دي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې یا سیګار په خپل تازه راپور کې ويلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ملګرو ملتونو افغانستان ته څه باندې دوه اعشاریه نهه میلیارده ډالر لېږدولي دي.

که څه هم د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د سرمفتش اداره وایي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ملګرو ملتونو افغانستان ته څه باندې ٢.٩ میلیارد ډالره مرسته کړې، خو بیا هم یو شمېر افغانان له خپلې بې‌وزلي شکایت کوي وايي، هیڅ ډول مرسته یې نه ده ترلاسه کړې.

یو له دوی څخه نسرین ده چې د ښځو پر کار د طالبانو حکومت د بندیزونو له لګولو وروسته په کور ناسته ده.

نوموړی وايي، د مرستو رسولو په پروسه کې رونټیا نه‌شته او هیڅ ډول مرسته يې نه ده ترلاسه کړې.

هغه زیاتوي: "دوی وايي چې موږ مستحقینو ته مرستې رسوو، خو دا رښتیا نه ده. زما ماشومان يتيمان دي. دنده يې رانه واخیسته. ستونزې دوه برابره شوې. زه خپله اوس په پنځوس سل یا ځيني کورونو کې چې زړه یې وسوځي ١٥٠ راکړي کار کوم."

د کابل ښار اوسېدونکې ماریا هم له خپل ناسم اقتصادي وضعیته سر ټکوي او وايي، دې هم کومه مرسته نه ده ترلاسه کړې.

هغې وویل: "ماشومان مې له یخنۍ او له لوږې مړه کېږي. ډېر بد حالت سره مخ یم. داسې نه شي چې د خپل یا د اولادونو په حق کې کوم کار وکړم."

ارشیف: په کندهار کې اړمنې مېرمنې
ارشیف: په کندهار کې اړمنې مېرمنې

سیګار په خپل دغه تازه راپور کې چې پرون د جنورۍ په ۳۱مه یې خپور کړی ویلي چې د دغو پیسو ډېره برخه یعنې دوه اعشاریه ۶ میلیارده یې د امریکا حکومت ملګرو ملتونو ته ورکړې ده.

په راپور کې راغلي چې ملګرو ملتونو او نورو موسسو او نادولتي بنسټونو دغه پیسې په افغانستان کې په بشري مرستو لګولي دي.

د بشري چارو یو شمېر فعالان د بې وزلو کورنیو شکایتونو ته په پام سره وايي، افغانستان بشري ناورین سره مخ دی او د مخنیوي لپاره یې باید د مرستو د وېش لپاره یو ځانګړی میکانیزم جوړ شي.

حکمت حسن وايي: یو څه اصلاحات که رامنځته شي او که مسوولیتونه وویشل شي بیا کېدای شي چې دا پيسې لا په ښه ډول مدیریت شي.

یو له دوی څخه حکمت حسن ازادي راډیو ته وویل: "وضعیت داسې دی چې که دا مرستې نه وي د یو ناورین د رامنځته کېدو امکان شته. یو څه اصلاحات که رامنځته شي او که مسوولیتونه وویشل شي بیا کېدای شي چې دا پيسې لا په ښه ډول مدیریت شي."

سیګار موندلې چې د ملګرو ملتونو له خوا افغانستان ته د نقدو پیسو لېږد، د طالبانو حکومت ته هم ګټه رسولې، هغه داسې چې ملګري ملتونه د خپلو عملیاتو لپاره افغانیو ته اړتیا لري او دغه افغانۍ د ډالرو په مقابل کې تر ډېره د طالبانو تر واک لاندې افغانستان بانک نه اخلي.

د سیګار مشر جان سپکو د روان لمریز کال په لړم میاشت کې ویلي وو چې د طالبانو حکومت له بهرنیو پروژو باج اخلي او د مرستو په وېش کې مستقیمه لاسوهنه کوي.

هغه تور پورې کړې وو چې طالبان د ملګرو ملتونو په مرستندویه ادارو فشار راوړي چې د مرستو په وېش کې د دوی کسان شامل کړي.

که څه هم طالبانو د جان سوپکو د دغه راپور په اړه د ازادي راډیو پوښتنې نه وې ځواب کړې، خو له دې وړاندې یې د بهرنیو مرستو په وېش کې لاسوهنه رد کړې وه.

افغانستان ته د ملګرو ملتونو سازمان له‌خوا د څه باندې دوه اعشاریه نهه میلیارده ډالر د لېږدېدو خبر او د بې وزلو شکایتونو چې ورته مرستې نه دي رسېدلي داسې مهال دي چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې لا هم دغه هېواد کې شاوخوا ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG