د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

نړۍ

د اوکراین د ۱۴۰ سرتېرو جسدونه دغه هېواد ته ولېږدول شول

ارشیف
ارشیف

د اوکراین د ۱۴۰ سرتېرو مړي چې د جګړې پر مهال وژل شوي وو، بېرته اوکراین ته ستانه کړای شول.

په کییف کې د جګړې د بندیانو د درملنې د تنظیم ادارې دا خبره نن په یوه اعلامیه کې کړې ده. په اعلامیه کې ویل شوي، د دغو سرتېرو له ډلې ۱۲۰ یې په دونیڅک سیمه کې وژل شوي او ۲۰ نور یې د لوهانسک، سومي، زاپوریژیا او خرسون د جګړې په ساحو کې وژل شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي د دغو سرتېرو مړي د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مرسته لېږدول شوي دي.

د اپرېل پر ۱۲مه هم د اوکراین ۹۹ سرتېري کییف ته انتقال شوي وو، روسیې ته بیا د ۲۳ سرتېرو مړي لېږدول شوي وو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

حماس: د اوربند وړاندیز مو منلی؛ اسراییل: دغه موافقه زمونږ غوښتنې نه پوره کوي

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

حماس وایي، د مصر او قطر په منځګړیتوب یې په غزه کې د اوربند وړاندیز منلی، خو اسراییل ویلي چې دغه موافقه د دوی اساسي غوښتنې نه پوره کوي او د غزې پر جنوبي ښار رفح به پوځي عملیات مخ ته یوسي.

خو اسراییل دا هم ویلي چې په دې اړه به خبرو ته دوام ورکړي.

حماس چې متحده ایالات او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، په ناڅاپي توګه د اوربند دغه موافقه څو ساعته وروسته له هغې مني چې اسراییل د رفح له ختیځو سیمو شاوخوا سل زره کسانو ته له خپلو کورونو د وتلو امر کړی دی.

هغه اقدام چې پر دې سیمې د اسراییل د پوځي عملیاتو د ژر پیلېدو نښه بلل کېږي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش وایي، د غزې پر جنوبي ښار رفح پوځي عملیات د نه زغملو وړ دي.

هغه نن سهار وختي په یوه وېډیویي پیغام کې چې د ملګرو ملتونو رسنیو خپور کړی، په غزه کې اوربند حیاتي بللی دی.

هغه ویلي په سیمه کې پوځي عملیات به ناوړه بشري عواقب ولري او ورسره به سیمه لا بې ثباته شي.

د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې اسراییل پرون ناوخته پر رفح هوایي بریدونه پیل کړل.

اسراییل د غزې جنوبي ښار رفح د حماس ډلې وروستی مورچل ګڼي، خو امریکا، ملګري ملتونه او نور اړخونه په دې سیمه کې چې د غزې د نفوس شاوخوا ۱،۴ میلیونه وګړو له جګړو پناه وروړې، د اسراییل له پوځي عملیاتو سره موافق نه دي.

د زیلینسکي او دوو نورو اوکرایني چارواکو د وژنې دسیسه شنډه شوې

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د اوکراین د استخباراتو ادارې یا "ایس‌بي‌یو" (SBU) نن وویل چې د روسیې د استخباراتو د اجنټانو یوه شبکه کې نیولې چې د ولسمشر ولودمیر زیلینسکي او د اوکراین د نورو چارواکو د وژنې پلان یې جوړ کړی و.

د اوکراین استخباراتو ویلي چې دغې شبکې د زیلینسکي تر څنګ د استخباراتي ادارې د مشر واسیلي مالیوک او د پوځي استخباراتو د مشر کیریلو بودانوف د وژنې پلان هم درلود.

د اوکراین استخباراتي ادارې ویلي چې د دولتي ګارډ د ځواکونو دوه ډګروالان چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، د جګړې پر مهال په ملي خیانت او یوه ترویستي عمل تورن شوي دي.

دغه دوه کسان د دوی د کورونو له تالاشۍ وروسته نیول شوي او که دوی مجرم وپېژندل شي، په عمري بند به محکوم شي.

د اټومي انرژۍ ادارې مشر: تهران دې د نړیوالو اندېښنې لیرې کړي

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې مشر رافایل ګروسي
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې مشر رافایل ګروسي

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې مشر رافایل ګروسي چې د ایران په سفر وتلی، نن په اصفهان کې د خبرو پر مهال له تهرانه وغوښتل چې د خپل اټومي پروګرام په برخه کې د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

هغه په عین حال کې له تهران غوښتنه کړې چې د نړیوالو اندېښنې لیرې کړي.

ګروسي په اصفهان کې یوه کنفرانس ته وینا پر مهال وویل چې ایرانو چارواکو سره یې د خبرو وړاندیز کړی و چې پر ډېرو کوټلو، عملي او محسوسو اقداماتو تمرکز وکړي، داسې اقدامات چې د اجرا وړ وي او د دواړو لوریو ترمنځ همکاري چټکه کړي.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي د ایران د اټومي انرژۍ د سازمان د مشر محمد اسلامي په ګډون له لوړرتبه ایراني چارواکو سره پر اټومي موضوعاتو او نورو مسایلو خبرې کړې دي.

ګروسي په داسې حال کې د اټومي مسایلو پر سر د اختلافاتو پر حل ټینګار کړی چې منځنی ختیځ له سختو شېبو سره مخامخ دی، په ځانګړې توګه په غزې تړانګه کې د اسراییل او د ایران له ملاتړه د برخمنې فلسطیني ډلې حماس ترمنځ روانه جګړه.

پوتین د پنځمې دورې لپاره د ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین نن د پنځمې دورې لپاره د ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.

په کرملین ماڼۍ کې یواویا کلن پوتین د بلې شپږکلنې دورې لپاره دا لوړه، په هغو مراسمو کې پرځای کړه چې اکثرو غربي هېوادونو په اوکراین کې د روسیې د جګړې له کبله بایکاټ کړي وو.

دغو هېوادونو د روسیې د ولسمشرۍ ټاکنې هم چې په نتیجه کې یې پوتین په اسانۍ بریا خپله کړه، غندلې وې.

اسراییلي پوځیانو رفح ته نږدې د غزې تړانګې پر یوې برخې ولکه ټینګه کړه

د غزې تړانګې پر یوې برخې د اسراییلي پوځیانو د ولکې ټینګولو یو انځور
د غزې تړانګې پر یوې برخې د اسراییلي پوځیانو د ولکې ټینګولو یو انځور

د اسراییل د ټانکونو یوې لوا نن د غزې تړانګه پر هغه برخه ولکه ټینګه کړه چې رفح ښار ته نږدې پروت دی.

رفح ښار له مصر سره یوه سرحدي دروازه لري.

که څه هم د حماس له چارواکو سره د اوربند پر سر خبرې حساس پړاو ته رسېدلي، د غزې تړانګې په جنوبي ښار کې بیا هم پوځي عملیات پرمخ بېول کېږي.

د اسراییل پوځ وايي دغه لوا نن سهار وختي رفح ښار ته ننوتله.

د پوځ په وینا، دوی د بشري مرستو رسېدو او هغو کسانو لپاره چې کولی شي مصر ته واوړي، د دې مهمې سرحدي دروازې "عملیاتي کنټرول" په لاس کې واخیست.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د غزې پر جنوبي ښار رفح پوځي عملیات د نه زغملو وړ یو کار بللی و.

چین کې پر یوه روغتون حمله؛ لږ تر لږه لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ارشیف: په چین کې د یوه روغتون څنډه
ارشیف: په چین کې د یوه روغتون څنډه

د چین په جنوب کې نن سې شنبه په یوه روغتون کې د حملې په نتیجه کې لږ تر لږه لسو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د رسنیو په راپورونو کې د حملې د څرنګوالي په باب نور وضاحت نه دی ورکړل شوی.

پېښه د چین په جنوب کې د ینان ولایت په ژین­شیونګ سیمه کې شوې ده.

د چین دولتي خبري اژانس سینهوا لیکلي چې دغه حمله د سیمې په یوه روغتون کې پر ځايي وخت د ماسپښین یوه بجه او ۲۰ دقیقې وشوه چې په نتیجه کې یې تر لسو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د چین چارواکو د دې پېښې په باب د څېړنو د پیل خبر ورکړی دی.

په چین کې ډله‌ییز تاوتریخوالی لږ کېږي، ځکه د دغه هېواد وګړي د وسلو له ساتلو منع شوي، خو په وروستیو کلونو کې د چړو په مرسته د حملو شمېر زیات شوی دی.

د چین ولسمشر سربیا ته روان شوی

د چین ولسمشر او مېرمن یې
د چین ولسمشر او مېرمن یې

د چین ولسمشر شي جینپینګ د خپل اروپایي سفر په ترڅ کې نن سه شنبه د بالکان حوزې یوه هېواد سربیا ته روان شوی دی.

د رویټرز په وینا٬ د هغه سفر له یوې سمبولیکې نېټې سره برابر شوی هغه دا چې نن د مې ۷مه په بلګراد کې د چین پر سفارت د امریکا د جیټ الوتکو د بمبارۍ ۲۵مه کلیزه ده.

په ۱۹۹۹ کال کې پر کوسوو د ناټو د هوایي برید په ترڅ کې د امریکا جېټ الوتکو په بلګراد کې د چین پر سفارت پنځه بمونه وغورځول چې له کبله یې اور ولګېد او درې چینایي اتباع په کې ووژل شول.

امریکا هغه مهال د خپلې بمبارۍ په اړه بخښنه وغوښته او د چین پر سفارت یې برید یوه تېروتنه وبلله.

ملګرو ملتونو پر رفح پوځي عملیات د نه زغملو وړ یو کار وباله

په رفح کې د تازه جګړې یو انځور
په رفح کې د تازه جګړې یو انځور

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش وایي، د غزې پر جنوبي ښار رفح باندې پوځي عملیات د نه زغملو وړ یو کار دی.

ګوټېرېش څو ساعته وړاندې په یوه ویډیویي پیغام کې چې د ملګرو ملتونو رسنیو خپور کړی٬ په غزه کې اوربند حیاتي بللی دی.

هغه وایي: "په رفح کې ځمکنۍ جګړه به د نه زغملو وړ یو کار وي، ځکه چې ورانونکي بشري عواقب لري او د سیمې پر بې ثباتۍ هم اغېز کوي."

نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې اسراییلو پرون ناوخته پر رفح هوایي بریدونه پیل کړل.

اسراییل د غزې جنوبي ښار رفح د حماس ډلې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي وروستی مورچل ګڼي، خو امریکا، ملګري ملتونه او نور اړخونه دغلته له جګړې سره موافق نه دي.

ملګري ملتونه وایي، د غزې له جګړې بې ځایه شویو شاوخوا یو میلیون کسانو په رفح کې پناه اخیستې ده.

د افغانستان او ترکمنستان د سوداګرۍ خونو او تاجرانو تړونونه او هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي

د هرات ولایت یوه څنډه. دغه تړونونه په هرات کې لاسلیک شوي دي.
د هرات ولایت یوه څنډه. دغه تړونونه په هرات کې لاسلیک شوي دي.

د افغانستان او ترکمنستان د سوداګرۍ خونو او تاجرانو پرون لس تړونونه او دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي.

د دې تړونونو د لاسلیک لپاره په هرات کې یوه غونډه نیول شوې وه.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت لیکلي چې لاسلیک شوي تړونونه د ساختماني موادو له هغې ډلې ګول سیخ، تعمریاتي رنګ، مرمر ډبرو او خوراکي موادو په برخه کې دي.

په بیان کې د افغان او ترکمن سوداګرو او صنعتکارانو په حواله راغلي چې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د تجارتي اړیکو د پراختیا لپاره ښه فرصت برابر شوی او دواړه خواوې باید ترې اعظمي ګټه پورته کړي.

د افغانستان د فوټسال لوبډلې په نړۍ کې ۳۰م ځای خپل کړی

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله

د فوټبال د نړیوال فدراسیون یا فیفا په نوې درجه بندۍ کې د افغانستان د فوټسال لوبډلې په نړۍ کې ۳۰م ځای خپل کړی.

افغانستان یو کال مخکې په ۱۰۰م ځای کې و.

افغانستان وروسته له هغه دا پرمختګ تر لاسه کړ چې د اسیا د فوټسال په اتلولۍ سیالیو کې یې عراق، قرغزستان او بحرین مات کړل.

له کوېټ سره مساوي شو او له ایران او تاجکستان څخه یې ماته وخوړه.

افغانستان د اسیا په اتلولۍ سیالیو کې چې د اپرېل په ۲۸مه په تایلند کې پای ته ورسېدې د اسیا د لوبډلو تر منځ پنځم مقام خپل کړ او وتوانېد د فوټسال نړیوال جام ته هم لار پیدا کړي.

د نړۍ په کچه د فوټسال اول ټیم برازیل دی، پرتګال دویم، هسپانیه درېیم او ایران څلورم ځای لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG