د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

د پاکستان د سترې محکمې ۶ قاضیانو په خپلو چارو کې د استخباراتو له لاسوهنې شکایت وکړ


د پاکستان ستره محکمه - ارشیف
د پاکستان ستره محکمه - ارشیف

وروسته تر دې چې د پاکستان د سترې محکمې شپږو قاضیانو تور پورې کړ چې استخباراتي ادارې د دوی په چارو کې مداخله کوي، د دغهَ هېواد سترې محکمې د تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د سترې محکمې د مشر قاضي فایز عیسی په غوښتنه د مرکزي او ایالتي محکمو د قاضیانو د استازیو په ځانګړې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د لګیدلو تورونو د تحقیقاتو لپاره کمېسیون جوړ شي.

دا غونډه د چهارشنبې په ورځ وروسته تر دې راوبلل شوه چې د پاکستان د سترې محکمې شپږو قاضیانو ادعا وکړه چې د پاکستان استخباراتي ادارې د دوی په کارونو کې لاسوهنه کوي.

د قاضیانو د لویې غونډې تر جوړیدو مخکې د سترې محکمې مشر له لوی څارنوال عثمان اعوان سره د دې تورونو په تړاو خبرې وکړې.

د پاکستان لوی څارنوال د قاضیانو شکایت مهم بللی دی او هغه هم د تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د سترې محکمې شپږو قاضیانو، اختر کیاني، طارق محمود جهانګیري، بابر ستار، سردار اعجاز اسحاق، ارباب محمد طاهر او تمیم رفعت امتیاز شکایت کړی چې په قضایي چارو کې استخباراتي ادارې په پرله پسې توګه مداخله کوي.

د پاکستان قضایي سیستم د نړۍ له تر ټولو کمزورو قضایي سیستمونو څخه ګڼل شوی
د پاکستان قضایي سیستم د نړۍ له تر ټولو کمزورو قضایي سیستمونو څخه ګڼل شوی

دې قاضیانو په ګډ لیک کې دا هم ویلي دي چې د قضایي چارو د ازادۍ لپاره د دوی غبرګون ضروري و او دا هم باید څرګنده شي چې د پاکستان په نورو محاکمو کې قاضیان له داسې ستونزو سره مخامخ نه وي.

د پاکستان د ټولو وکیلانو ټولنې( پاکستان بار کونسل) د سترې محکمې د وکیلانو د لیک ننګه کړې ده او دا خبرداری یې هم ورکړی دی که د دې قاضیانو اندیېښنو ته سم ځواب ونه ویل شي دوی به په ټول پاکستان کې په اعتراضونو لاس پورې کړي.

د پاکستان د قانون د دوه سوه څلورمې مادې له مخې، که چېرته دا ثابته شي چې د قاضیانو په چارو کې کوم شخص مداخله کړې ده، هغه ته به د مداخلې د کچې له مخې سزا ورکول کیږي او له دندې به ګوښه کیږي.

د نړیوال عدالت د خپلواکې څانګې د دوه زره یو ویشتم کال د راپور له مخې، د نړۍ د یوسل او دېرشو هېوادونو په ډله کې چې قضایي چارې یې کمزورې دي، پاکستان یو سل او دېرشم ځای خپل کړی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG