د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۰

د عمران خان نیول کیدل؛ غیابي محکمې په ۳ کاله بند محکوم کړ


د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان
د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان

د پاکستان پولیسو، پخوانی صدارعظم عمران خان په لاهور ښار کې په خپل کور کې ونیوه.

عمران خان مخکې تر مخکې اټکل کړی و چې نیول کېږي به.

د عمران خان مدافع وکیل انتظار حسین نن وویل، د اسلام اباد یوې محکمې عمران خان په درې کاله حبس محکوم کړی دی.

د اسلام اباد په محکمه کې د محاکمې په مهال عمران خان حاضر نه و او قاضي یې د نیولو حکم صادر کړ.

د اپوزیسیون مشر عمران خان، چې یو وخت د پاکستان د کرکټ ستوری و، د تېر کال له اپریل میاشت څخه، چې د عدم اعتماد رایې له ورکولو وروسته له واکه لېری شوی، د پاکستان له اصلي واکمنانو یعني پوځ سره په اختلاف کې و.

ده د فساد ټول ۱۵۰ تورونه چې پرې لګول شوي، رد کړي او هغه یې په سیاسي انګېزه بللي دي.

عمران په مې میاشت کې د فساد د نورو تورونو په تور ونیول شو خو هغه مهال د عمران خان نیونې د ده د پلویانو سخت او خونړي اعتراضونه وپارول او له همدې کبله ژر خوشي کړای شو.

عمران خان له ګوښه کیدو وروسته بیا- بیا د پولیسو له لوري نیول شوی - ارشیف
عمران خان له ګوښه کیدو وروسته بیا- بیا د پولیسو له لوري نیول شوی - ارشیف

د عمران خان اسلامي ګوند، تحریک انصاف په یوه بیان کې ویلي چې له سترې محکمې څخه یې د استیناف غوښتنه کړې ده.

که د پاکستان ستره محکمه د اسلام اباد د ځايي محکمې پرېکړه تایید کړي، ۷۲ کلن عمران خان به د سږ کال له انتخاباتو منع شي.

عمران خان، چې لا هم د اصلي مخالف سیاسي مشر په توګه زیات محبوبیت لري، د تېر کال په نوومبر کې هغه مهال ډزې پرې وشوې او پر پښه ټپي شو چې د اسلام اباد په لور یې لاریون کاوه.

عمران خان ادعا کړې، چې د صدراعظم شهباز شریف او امریکا په دسیسه له واکه لېرې کړای شوی. خو دواړو ویلي چې د عمران خان په سلب اعتماد کېدو کې یې لاس نه درلود.

عمران خان، چې په لومړیو کې د پوځ له ملاتړه برخمن و، په وروستیو کې ویلي چې پاکستان دې ته اړتیا لري چې دولت یې د پوځي او امنیتي ادارو له کنټروله ووځي او دیموکراتیکې ادارې پرې واکمنې شي څو د پاکستان ۲۳۱ میلیون وګړو ته خدمت وکړای شي.

ده په جون میاشت کې ازادي راډیو ته په یوه مفصله مرکه کې وویل: "نن موږ دا باید ومنو چې که موږ بدل نه شو، زموږ راتلونکې به په خطر کې وي. که رښتیانۍ دیموکراسي را نه شي او د قانون حاکمیت رامنځته نه شي، پاکستان به وړاندې تګ ونه کړي."

د عمران خان پلویانو په تېرو څو میاشتو کې د هغه د غوښتنو په ملاتړ له تاوتریخوالي ډک لاریونونه هم ترسره کړل
د عمران خان پلویانو په تېرو څو میاشتو کې د هغه د غوښتنو په ملاتړ له تاوتریخوالي ډک لاریونونه هم ترسره کړل

د پاکستان په ۷۵ کلن تاریخ کې نیمايي موده څلور پوځي دیکتاتوران واکمن پاتې شوي دي.

حتي پوځ د ملکي حکومتونو په موده کې هم ډیر واک په خپل لاس کې ساتلی دی او په اکثرو مواردو کې یې پر ملکي حکومتونو کودتاوې کړي دي.

XS
SM
MD
LG