د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

د پاکستان ستره محکمه نن د پارلمان د منحلېدو او عمران خان په اړه پرېکړه اعلانوي


ارشیف، د پاکستان سرپرست صدراعظم او د دغه هېواد یو شمېر ملکي او پوځي چارواکي
ارشیف، د پاکستان سرپرست صدراعظم او د دغه هېواد یو شمېر ملکي او پوځي چارواکي

تمه ده چې د پاکستان ستره محکمه نن د پارلمان د منحل کېدو او د صدراعظم عمران خان د صلب اعتماد د پرېکړې د لغوه کېدو په تړاو خپله پرېکړه اعلان کړي.

د پاکستان ستره محکمه د دوشنبې له ورځې راهیسې د پارلمان د منحل کېدو د بحران په تړاو د اپوزېسیون په غوښتنه غونډې کوي، خو تر دې دمه‌یې نتیجه نه‌ده ورکړې.

یو شمېر راپورونه څرګندوي چې ستره محکمه به نن پرېکړه وکړي او اعلان به‌یې کړي.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د یکشنبې په ورځ د صدراعظم عمران خان په غوښتنه پارلمان منحل کړ.

په همدې ورځ په پارلمان کې د عمران خان د صلب اعتماد لپاره رایې اچول کېدې چې هغه غونډه هم د پارلمان مرستیال قاسم سوري وځنډوله.

دې پرېکړو اپوزېسیون ګوندونه پارولي دي او قضیه‌یې سترې محکمې ته راجع کړې ده.

اپوزېسیون عمران خان چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې صدراعظم و، تورنوي چې هڅه کوي په واک کې پاتې شي، خو په خپله عمران خان ژمنه کړې ده چې وار له مخه انتخابات به ترسره کړي.

د پاکستان د اپوزېسیون مشران
د پاکستان د اپوزېسیون مشران

د اوس لپاره عمران خان د سرپرست صدراعظم په توګه د صدارت چارې مخته وړي.

د پاکستان حکومت د حقوقي ټیم وکیل محمد اظهر صدیقي پرون وویل چې ژر به ستره محکمه پرېکړه وکړي: "زموږ په باور دا د اساسي قانون بحران نه‌دی. محکمه باید د (اې ۶۹) مادې له مخې پرېکړه وکړي. د نه‌باور په اړه هر څه باید په پارلمان کې ترسره شي، دا مسئله له محکمې سره تړاو نه‌لري، بل لور ته چې د کومې اقتصادي ګډوډۍ خبره کېږي زه فکر کوم چې دا قضیه په دې مسایلو اغېزه نه‌لري او په هر حال هیله ده چې په دې اوونۍ کې پرېکړه وشي."

پاکستان هسې هم له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او له دې وروستي سیاسي کړکېچ سره د دغه هېواد روپۍ تر بل هر وخت د امریکایي ډالر په وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.

پرون یو امریکایي ډالر ۱۸۵ پاکستاني روپۍ تبادله کېده.

XS
SM
MD
LG