د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۴

ډبلیو ایف پي: ۱۶ میلیونه افغانان وږي دي، نیمایي ته یې هم مرستې نه شو برابرولی


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکوي چې د خوړو د کموالي ستونزه د افغانستان هر ولایت ته غزېدلې ده.

د دې ادارې په وینا، که څه هم په افغانستان کې په ملیونونو کسان د خوړو مرستې ته اړتیا لري، دوی د دغو اړو کسانو تر نیمايي لږو هغو سره مرسته کولی شي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د ارتباطاتو مرستیال ضیا الدین صافي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل:

" دا مهال نږدې ۱۶ ملیونه وګړي چې د افغانستان د نفوس یو پر درېیمه برخه کېږي، نه پوهېږي د بل وخت خواړه به له کومې برابر کړي. په هېواد کې هر ولایت د خوړو د نه خوندیتوب له بحراني سحطې یا تر هغه بدتر وضعیت سره مخامخ دی. د بودجې کموالي ته په پام سره، دا مهال د خوړو نړیوال پروګرام یوازې اووه ملیونه کسانو ته د خوړو او اضطراري تغذیې مرستې برابرولی شي، حال دا چې ۱۶ ملیونه وګړي وږي دي. د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د راروانو شپږو میاشتو په مخه د خپلو ټولو پروګرامونو لپاره ۷۶۰ ملیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري."

په افغانستان کې ګڼ کسان شکایت لري چې بېوزلي دي، نه ورته مناسبت کارونه پیدا کېږي او هم د قیمتونو د کنټرول لپاره عملي اقدام کېږي.

د راپورونو له مخې، ښځې او ماشومان په ناورین د افغانستان د بدل شوي اقتصادي او بشري وضعیت تر ټولو زیات قربانیان دي
د راپورونو له مخې، ښځې او ماشومان په ناورین د افغانستان د بدل شوي اقتصادي او بشري وضعیت تر ټولو زیات قربانیان دي

د ننګرهار یوه اوسېدونکي چې خپل نوم یې نه دی اخیستی ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې ویلي، په کور کې یې درې ماشومان د وینې په سرطان اخته دي چې نه یې د درملنې وس لري او نه هم د نسونو د مړولو:

" دومره مرستندویې ادارې دي د اوړو کارډونه ورکوي، موږ ته نه رسېږي، نا چا راکړي، نه یې زما کور لیدلی دی. زه دا مهال په سختو شرایطو کې ژوند کوم. مرسته دې راسره وشي، که نه مجبور یو کډه به وړو."

بېلابېلو نړیوالو سازمانونو په خپلو راپورونو کې په وار- وار د افغانستان د اقتصادي وضعيت پر خرابېدو د اندېښنې په ښودلو سره ويلي چې افغانستان کې د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ او د خلکو د اړتیا کچه په بېساري ډول لوړه شوې ده.

د طالبانو چارواکو په وار وار ادعا کړې چې په افغانستان کې وضعيت دومره هم خراب نه دی، لکه څنګه چې د نړيوالو سازمانونو له‌خوا راپورونه ورکول کېږي.

د ملګرو ملتونو د وروستيو ورکړل شويو شمېرو له‌ مخې، دا مهال په افغانستان کې نږدې ۲۴ ملیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG