د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

د روژې پیل او د افغان فقر ځپلو تشو دسترخوانونو ته د خوړو نړیوال پروګرام اندېښنې


له ارشیفه د کابل د یو شمېر بېوزلو د مرستې اخیستو تصویر
له ارشیفه د کابل د یو شمېر بېوزلو د مرستې اخیستو تصویر

نن د افغانستان په ګډون په ډېرو اسلامي هېوادونو کې د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) د دوشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د روژې مبارکې میاشتې له پیل سره باید د هغو میلیونونو افغانانو یادونه وشي چې د ورځې د یو وخت خواړو چمتو کولو لپاره هڅه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت او د بېکارۍ د زیاتوالي له امله د ډېریو کورنیو خواړه یوازې وچه ډوډۍ او چای دي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، دا مهال په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، دا مهال په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، دا مهال په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

خو د بشري مرستو رسولو بهیر د بودیجې کمښت، د طالبانو د محدودیتونو او د طالبانو حکومت د رسمیت نه پېژندلو په ګډون د بېلابېلو لاملونو له امله له ستونزو سره مخ دي.

د روژې مبارکه میاشت په داسې حال کې پیلېږي چې په ګڼو اسلامي هېوادونو کې دا میاشت په ځانګړي ډول نمانځل کېږي او په روژه ماتي کې په دسترخوانونو بېلابېلو خواړو موجود وي.

افغان کورنۍ دې ورځ ته څه ډول چمتووالی نیسي؟

د کابل اوسیدونکې، ماریا چې د خپلې کورنۍ سرپرسته ده وايي د طالبانو د محدودیتونو له امله نه شي کولای له کوره بهر کار وکړي او کوم بل ډوډۍ ګټونکی هم نه لري.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال د روژې میاشتې له پیل سره، د روژه ماتي او پیشلمي لپاره هیڅ خواړه نه لري.

هغه زیاتوي:

" درې ماشومان لرم او خاوند مې هم روږدی دی. روژه ماتي ته هیڅ چمتوالی نه لرم. اختر ته هیڅ چمتووالی نه لرم. داسې ژمی چې ما تېر کړ بل څوک یې نه شي تېرولای. نور نو څه ووایم. اړ یم خپل ځان او ماشومان مې وسوځوم. "

حمید بیاني چې په دې وروستیو کې له پاکستانه ایستل شوی او اوس په کابل کې ژوند کوي د خپل خراب وضعیت په اړه یې ازادي راډیو ته وايي:

" د روژې مبارکه میاشت ده او ځان ته څه نه شو چمتو کولای. ژمی مو په ډېرې سختۍ پرته له ګازه تېر کړ نو اوس نه شو ویلای چې پېشلمي لپاره څه چمتو کولای شو که نه. دلته کار او بار نشته. همدا مو وضعیت دی. "

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال هم له ګڼو ستونزو سره د مخامخو خلکو په سر کې دي
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال هم له ګڼو ستونزو سره د مخامخو خلکو په سر کې دي

د لغمان ولايت اوسېدونکى عبدالقادر چې په دې وروستيو کې له پاکستانه راستون شوى، وايي چې له شړلو وروسته يې په افغانستان کې ژوند له صفره پيل کړى او اوس چې د روژې مبارکه مياشت پيل شوې، په جيب کې يې پيسې نشته چې خپلې کورنۍ ته خوراکي توکي پرې واخلي.

عبدالقادر زیاتوي:

" اقتصادي وضعیت مو خراب دی. په دې روژه کې موږ ډېر بېوزلي یو، په داسې حالت کې روژه نيول ډېر ستونزمن دي چې هيڅ هم نه وي. اقتصاد مې بلکل صفر دی. په کار پسې هم ډېر وګرځیدم خو کار نشته."

دا کورنۍ په داسې حال کې د خوراکي توکو د برابرولو لپاره د مالي توان د نشتوالي او بشري مرستو ته د اړتیا خبره کوي چې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) د شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې باید ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان نه هېریږي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، په ۲۰۲۳ کال کې د بودجې د کمښت له امله شاوخوا لس میلیونه خلک له مرستو بې برخې شوي او تر ټولو ډېر زیان ښځو ته رسېدلی.

ډبلیو ایف پي اعلان کړی چې دا اداره په راتلونکو شپږو میاشتو کې له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام لپاره ۷۶۰ میلیون ډالره بودیجې ته اړتیا لري.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG