د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

پر هند د افغان فوټبال لوبډلې بري ته د مینه والو غبرګونونه


هند سره د افغان لوبډلې د یوې لوبې څنډه
هند سره د افغان لوبډلې د یوې لوبې څنډه

د فوټبال يو شمېر افغان مينه‌وال وايي، سره له‌دې چې د فوټبال ملي افغان لوبډله په وروستيو کې پرله‌پسې ماتو سره مخ وه، خو د هند پر وړاندې بری د دوی لپاره حيرانونکی و.

د افغانستان او هند ترمنځ د فوټبال دا لوبه تېره شپه د وري په اوومه نېټه د هند په اندراګاندي لوبغالي کې ترسره شوه چې افغانستان د هند لوبډلې ته ۲ - ۱ ماتې ورکړه.

عدنان د کابل او نبي‌الله چې د کاپيسا ولايت اوسېدونکي دي، ازادي راډيو سره يې د لوبې د بري مهال شېبو خوښي داسې شريکه کړه:

" په رښتيا چې ډېره جالبه لوبه وه، داسې يوه لوبډله چې له ډېرو ستونزو سره په‌دې وروستيو کې مخ شوې ده، تمې خلاف لوبه يې وکړه، موږ له مسوولینو هيله لرو چې لوبډلې ته پاملرنه وکړي، څو راتلونکي کې نورې داسې خوښۍ او برياوې هم خپلې کړي."

" ډېره د خوشالۍ شېبه وه، هغه شېبه چې د فوټبال ملي لوبغاړو د هند پر وړاندې وروستی ګول وواهه، دا واقعاً ستره بريا ده چې د هند په څېر لوبډلې ته ماتې ورکوي."

هڅه مو وکړه چې د فوټبال ملي لوبډلې له لوبغاړو سره هم خبرو وکړو، خو ونه‌توانېدو.

د افغانستان فوټبال فدراسيون فني مرستيال احمدجان ځدران وايي، سره له‌دې چې د فوټبال ملي لوبډله په‌دې وروستيو کې له ستونزو سره مخ وه، خو د ياد فدراسيون په هڅو د لوبغاړو د روزنې او همغږۍ برخې ته پوره پام‌لرنه وشوه، چې له امله يې دا بری خپل کړ.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل:

" د هند ملي لوبډله چې د اسيا جام د اتلولۍ دعوه يې هم درلوده، ډېره منظمه لوبډله هم ده، د همدوی پر وړاندې چې زموږ د فوټبال ملي لوبډلې کوم مقاومت وکړ، واقعاً د ستاينې دی، دا په ملاتړ، مرسته، همغږۍ او صميميت باندې کېږي."

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې غړي
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې غړي

د افغانستان او هند د فوټبال لوبډلو ترمنځ ياده سيالۍ کې چې د ۲۰۲۶ د نړیوال جام د غوراوي په لړ کې د هند په کوربه توب وشوه، په لومړۍ نیمايي کې هندي لوبغاړي سونیل چیتري په پینالټي ګول وواهه.

په دوهمه نیمايي کې چې د لوبې ۷۰يمه دقيقه وه افغان لوبغاړي رحمت اکبري لوبه مساوي کړه او په ۸۸مه دقيقه کې د شریف محمد په ګول افغانستان دوه پر یو وړاندې شو او دا بری يې خپل کړ.

د لوبې په‌دې بري سره افغانستان د يادو سیالیو په لومړي ګروپ کې څلور نومرې ترلاسه کړې او اوس درجه بندۍ کې تر هند وروسته درېيم ځای لري.

دې ګروپ کې قطر له لومړيو درېیو لوبو د ۹ نمرو په درلودلو درېيم، هند له څلورو لوبو د څلورو نومرو په درلودلو دويم او د کوېټ لوبډله له درې لوبو د درېیو نومرو په لرلو په څلورم مقام کې ده.

دا چې په الف ګروپ کې د افغانستان لومړی بری دی، تر دې مخکې يې لومړۍ لوبه کې له قطر څخه ۸ – ۱، دويمه لوبه کې يې له کوېټ څخه د ۴ – ۱ او درېيمه لوبه يې له هند سره صفر پر صفر مساوي کړې وه.

افغانستان دوه نورې لوبې د جون په ۶مه له قطر او د همدې مياشتې پر يوولسمه وروستۍ لوبه له کوېټ سره لري.

که د افغانستان فوټبال ملي لوبډله په ياد ګروپ کې لومړی يا دويم مقام خپل کړي، نو د نړيوال جام د غوراوي درېيم پړاو ته لاره موندلی شي او د اسيا د ملتونو جام ته مستقيمه ورتلی شي.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې تر اوسه د نړۍ وال جام د غوراوي درېیم پړاو ته نه‌دی رسېدلی او نه یې هم تر اوسه اسیا جام ته لاره پیدا کړې.

XS
SM
MD
LG