د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې هند ته ماتې ورکړه


د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي( تصویر: د افغانستان د فوټبال فدرسیون)
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي( تصویر: د افغانستان د فوټبال فدرسیون)

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پرون هند ته دوه – یو ماته ورکړه.

په دې مسابقه کې چې د ۲۰۲۶ د نړیوال جام د غوراوي په لړ کې د هند په کوربه توب وشوه، په لومړۍ نیمايي کې هندي لوبغاړي سونیل چیتري په پینالټي ګول وواهه.

په دوهمه نیمايي کې افغان لوبغاړي رحمت اکبري لوبه مساوي کړه او د شریف محمد په ګول افغانستان دوه پر یو وړاندې شو.

تر دې وړاندې د هند او افغانستان لومړۍ مسابقه یو پر یو مساوی شوې وه.

د افغانستان لوبډله چې اوس څلور امتیازونه لري، په بله مسابقه کې به له قطر سره مخامخ شي.

د افغانستان او قطر مسابقه به د جون په شپږمه وي.

XS
SM
MD
LG