د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

ګارډین: ځینې بهر مېشتي مخکیني افغان فوټبالران د فوټبال فدراسیون مشر یوسف کارګر په جوړجاړي او فساد تورنوي


\د افغانستان د فوټبال فدراسيون لوګو
\د افغانستان د فوټبال فدراسيون لوګو

ګارډین ورځپاڼې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د مشر محمد یوسف کارګر په اړه د ځینو پخوانیو فوټبالرانو ادعاوې خپرې کړي چې دی په مېچ فکسنګ یا د لوبو د پایلو په برخه کې په جوړجاړي او فساد تورنوي.

ګارډین سره د فوټبال د ملي ټيم ځینو پخوانیو لوبغاړو له هغې ډلې پخواني لوبډلمشر جلال الدین شریعتیار او ګول ساتونکي اجمل ګیرووال او یوه بل لوبغاړي چې نوم یې نه دی اخیستی خبرې کړي دي.

په مقاله کې راغلي چې دغو جرمني میشتو افغان پخوانیو فوټبالرانو کارګر په ۲۰۰۸ کال کې له نیپال او سریلایون سره د دوو لوبو د پایلو په جوړجاړي تورن کړی دی.

دغو لوبغاړو تور لګولی کارګر چې هغه وخت د دوی روزونکی وو له یوه پيژندل شوي مېچ فکسر یا درغلګر ویلسون راج پیرومال او دان تن سره لاس یو کړی وو.

شریعتیار ګارډین سره په خبرو کې ویلي چې کارګر د نیپال په وړاندې د لوبې د پایلې د دوه – دوه مساوي کولو په خاطر دوی ته سپارښتنه کړې وه.

همداراز یې د سیرالیون په وړاندې د لوبې لپاره ۶ پر صفر د لوبې د پایلې وړاندوینه کړې وه.

د فوټبال د لوبډلې دغه پخواني کپټان ویلي چې اکثر له بهره ورغلي افغان لوبغاړي له کارګر سره په لانجو و چې نه غواړي په درغلیو کې دخیل شي خو کارګر دوی ته د لوبېدو لپاره في کس دوه نیم زره ډالره وړاندیز کړي وو.

ګارډین لیکلي چې د دغه فساد په ارتباط یې له مشهورو مېچ فکسرانو یا درغلګرو ویلسون پېرومال او دان تن سره اړیکه نیولې خو هغوی ځواب نه دی ورکړی.

اخوا کارګر چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون مشري په غاړه لري په دې تړاو تورونه بې ځایه بللي او ویلي یې دي چې د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا د ۲۰۰۸ کال د یادو لوبو د تورونو په تړاو خپلې پلټنې بشپړې کړي او ده ته برائت ورکړل شوی دی.

کارګر ادعا کړې چې ځینې بهر میشتي خلک د ده او د فوټبال د فدراسیون د نوم بدۍ لپاره هڅې کوي.

تر دې ور هاخوا څو اوونۍ مخکې بیا د فوټبال د ملي ټیم ځینو اوسنیو لوبغاړو په دې خاطر له ملي ټیم لاس اخیستی چې وايي د فوټبال فدراسیون مشرتابه په تېره بیا ښاغلی کارګر په مالي فساد کې ښکېل دی او د افغانستان د تمرینو او کوربه سټډيوم یې له تاجکستانه – عربستان ته د پيسو او درغلیو په خاطر لیږدولی.

فوټبال فدراسیون دا تورونه هم رد کړل.

XS
SM
MD
LG