د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

په ایران کې د مدني فعالې او اسلامي څېړونکې صدیقه وسمقي نیول کېدل


 صدیقه وسمقي
صدیقه وسمقي

د ایران د اسلامي علومو څېړونکې او سیاسي فعاله صدیقه وسمقي پرون شنبه د ایران د خفیه پولیسو له خوا په پلازمېنه تهران کې ونیول شوه.

د مېرمن وسمقي مېړه محمد ابراهیمزاده پرون له «امتداد» وېبپاڼې سره په خبرو کې د دې خبر له تایید سره وویل چې پرون سهار څلور پولیس په شخصي کالیو کې د دوی کور ته ورغلل، تر ګواښلو او د دروازې تر ماتولو وروسته کور ته ورننوتل، د هغه ښځه یې ونیوله او له ځان سره بوتله.

څو ورځې مخکې د تهران اوین محکمې ته د صدیقي وسمقي د احضارېدو راپورونه خپاره شول او هغې وروسته په انسټاګرام کې ولیکل چې د اوین محکمې دا احضار کړې وه، خو په برېښنايي احضارپاڼه کې پر هغې لګېدلی تور او د دوسیې څرنګوالی مشخص نه و.

صدیقي وسمقي ویلي وو، دا احضاریه په داسې بڼه ورلېږل شوې وه چې قانوني جنبه یې نه درلوده، ځکه نو د اوین محکمې ته نه حاضرېږي.

په پاریس کې د ایران د مسایلو شنونکي او سیاسي فعال رضا علي جاني پرون دې موضوع ته په اشاره د ازادۍ راډیو ایرانۍ څانګې راډیو فردا ته وویل:

" مېرمن وسمقي هم فقیه، هم حقوقپوهه او هم زموږ د زمانې قرة العين ده، چې نوم به یې د ایران په تاریخ کې ثبت شي. داسې یوه پوهه ښځه چې هم په دین پوهنه کې د سوچ زړورتیا لري هم په مدني عمل او چلند کې. هغه یې د جبري حجاب په خاطر احضار کړله، خو هغه نه لاړه. هغه د عملي کار تجربه لري، هغه د لومړۍ ناحیې د ښاري شورا تر ټولو پاکه غړې وه، اوس چې وایم په ایران کې دننه د ایران د غورځنګ رهبران، اکثرا مې اشاره دغو بېلګو ته وي."

د ایران مذهبي پولیسو په وروستیو کلونو کې بیا د جبري حجاب لړۍ چټکه کړې او ښځې یې ګڼو ستونزو سره مخ کړې دي
د ایران مذهبي پولیسو په وروستیو کلونو کې بیا د جبري حجاب لړۍ چټکه کړې او ښځې یې ګڼو ستونزو سره مخ کړې دي

د اسلامي علومو څېړونکې او سیاسي فعالې صدیقې وسمقي چې د تهران د ښاري شورا غړې هم وه، سږکال په ټولنیزو شبکو کې خپله یوه ویډیو چې له اجباري حجاب پرته په کې راښکاره شوې وه، خپره کړه.

هغې ویلي وو چې نه غواړي د جبري حجاب په سر کولو سره د ځپونکو کسانو همکاري وکړي.

د اسلامي علومو دغې څېړونکې دغه راز له اجباري حجاب پرته د ارمیتا ګراوند د جنازې په مراسمو کې هم برخه اخیستې وه.

دغه ۱۶ کلنه نجلۍ چې اجباري حجاب یې نه و رعایت کړی، د اکتوبر میاشتې پر ۲۸مه د تهران په یوه میټرو کې واګن ته تر ننوتلو وروسته بېسده شوه، وروسته کوما ته لاړه او بیا یې ساه ورکړه.

د ارمیتا د جنازې د مراسمو پر مهال د ایران امنیتي ځواکونو صدیقه وسمقي ډبولې وه.

XS
SM
MD
LG